خدای دې د خولې لاړې دارو کړه!



ګرانې زما سلامونه او نېکې هيلې ومنه!
دغه ليک درته په داسې حال کې ليکم چې د څښتن تعالی په لورېينه د روغتيا په جامه پټ يم، خو داسې هم نه ده چې ته به مې هېره کړې يې!
باور وکړه!
که ستا له ياده مې يوه شېبه هم زړه وزګاريږي، نو ځوانيمرګ دې شم.
پوهېږم چې ته به له ما ډېره ګيله منه يې
باور وکړه!
چې له غمه دې خبر شوم، ډېر خواشينی شوم، پرته له دوعا مې نور هيڅ په وس کې نه وو، هيله ده چې ومې بښې او زه هيله لرم چې زما د ليک تر دررسېدو پورې دې د روغتيا پړونی په سر راخپور وي او سرې منګولې دې څښتن تعالی ته زما د بښنې لپاره په دوعا نيولې وي ، په پای کې
خدای دې د خولې لاړې دارو کړه
زه درتلای نشمه دوعا درته کومه
ستا ...... ستا د روغتيا په هيله

Post a Comment

2 Comments

  1. ډیره خایسته لیکنه وه د لا بریا په هیله

    ReplyDelete
    Replies
    1. مننه کوم ښاغلی شرافت حقيار ستاسې سترګې ښکلي دي

      Delete