غزل په پښتو کې


سريزه
           د انسان فطرت داسې جوړ دی چې د ژوند په ټولو چارو برلاسی اوسي او په هر موضوع پوه وي ،خو له کوم څه سره چې زياته مينه ولري هماغه څه يې هميش مخې ته راځي، دا چې د غزل پېژندنې تر عنوان لاندې ما يوڅه وليکل ، دا زما د هماغه مينې وجه ده کوم چې زه يې له غزل سره لرم ، ډېری وخت مې غوښتل چې د کورنۍ دندې په حيث د غزل په باب يوڅه وليکم ،خو دا چې د مونوګراف موضوع مخې ته راغله او هره محصله (زده کړياله ) اړ وه چې د يوې موضوع په باب ليکل وکړي ،نو ما ته هم موقع په لاس راغله چې د غزل په باب يو څه وليکم.
      هسې خو د غزل موضوع دومره پراخه ده چې برجسته ليکوالانو کتابونه پرې ليکلي ،خو دا چې ما دومره توان موندلی چې د دومره پراخې موضوع په باب يو څه وليکم که يوه وجه يې له غزل سره زما مينه ده ،نو بله وجه يې د هغو استادانو همکاري ده چې تل يې ماته ډاډ راکړی ، زه يې هڅولې يم او زما يو مات او ګوډ غزل يې هم زما د ډاډ لپاره ستايلی دی ، په دې برخه کې زه له خپلو قدرمنو استادانو څخه د زړه له تله مننه کوم ، بلخصوص له ښاغلي ښوويالي رحمان الله قانع صاحب څخه ډېره منندويه يم چې د لارښود استاد په توګه يې له ما سره ډېره مرسته کړې او د موضوع په بشپړولو کې راسره پوره همکاري کړې ، ددې ترڅنګ د محترم استاد عبيدالله اغېز صاحب څخه هم مننه کوم چې د معلوماتو په راټولولو کې يې له ماسره مرسته کړې.
باصره ناصري د بهسودو حمايوي دارالمعلمين د پښتو څانګې فارغ التحصيل
غزل پېژندنه
           د غزل په پېژندګلوۍ او تعريف کې پوهان سره يوه خوله نه دي ، هر يو خپل خپل تعريف او تعبير ورکوي ، ځينې شعر پوهان د غزل پېژندګلوي په دوه ډوله کوي ، يو د معنی له مخې او بل د فورم له مخې ، د معنی په اړه يې ټول کره کتونکي په يوه خوله نه دي چې غزل ته ولې غزل وايي؟ او ولې دانوم ورکړل شوی ؟ ،خو د لاندې څو نظريو په وړاندې کولو کېدای شي چې د غزل وضاحت يو څه وشي .
1)    د غزل لغوي معنی له ښځو سره خبرې کول او يا د ښځو په هکله خبرې کول دي.
2)    د غزل لغات په اصل کې د تنکيو ،نازولو او ښکلو کيسو کولو ته وايي .
3)   غزل ښځو ته مخاطب کېدل دي په عربي کې وايي : ( زيدا غزل من عمرو) يعنې زيد له عمرو نه زيات عشق پالی دی يا زيد عشقي مضامين له عمرو نه ښه تړي او يا دا چې ( رجل اغزل) يعنې پلانی عشق پالی يا د موسيقۍ مينه وال دی.
4)   دا هم مشهوره ده چې غزل د اغزال څخه اخيستل شوی . شمس قيس رازي غزل د هوسۍ د خولې نه د ستړيا په وخت کې وتونکي اواز ته وايي.
5)   دا هم ويل کيږي چې غزل د قصيدې هغه برخه وه په کوم کې به چې د ممدوح د ښايست او ښکلا ستاينه کېدله او يا به يې عشقي او رندانه اشعار پکې ويل ،نو په کار ده چې يوازې عشقي موضوعات پکې وڅېړل  شي، ځينې نور وايي چې غزل يو ادبي صنف دی او لکه څنګه چې په نورو اصنافو کې د موضوع د تعين قيد نشته همدارنګه مناسبه داده چې غزل دې هم د يوې خاصې موضوع پورې ونه تړل شي .
6)   يوه نظريه دا هم ده چې غزل ته ځکه غزل ويل کيږي چې تغزل د مينې درد ، سوز وساز او ګداز لري ، له همدې کبله بې تغزله غزل ته غزل نشي ويل کېدی.
7)   هغه کيفيت چې په مخاطب لوري اثر کوي او هغه د احساس او جذبې په حالت کې له ظاهري او نمايشي دنيا څخه بلې خوا وړي که مونږ پورتنيو څرګندونو ته پام وکړو ،نو واقعا چې غزل د کيفيت نوم دی .
د غزل اصطلاحي مانا : غزل د شعر هغه ډول دی چې سرترپايه يو وزن او يوه قافيه ولري که رديف ولري ،نو هم د ټولو بيتونو رديف به يې يو ډول وي که نه نو قافيه او وزن خو به يو وي ، په يو بيت کې دوه مسرې او د قصيدې په څېر مطلع لري، چې  مطلع د غزل همدې دوو لومړيو نيم بيتو ته وايي ، په لغت کې مطلع د ختلو او ښکارکېدو ځای ته ويل کيږي ، د غزل په مطلع کې بايد ډېر پام وشي چې تغزل او سندريز والی ولري ، په غزل کې د هر بيت دويم نيم بيتی د مطلعې قافيه تعقيبوي يانې د مطلعې په وزن او قافيه ويل کيږي.
           د غزل وروستي بيت ته مقطع وايی چې په لغت کې د غوڅېدو ځای ته ويل کيږي ، شاعر هم خپل غزل په همدې بيت غوڅوي او پای ته يې رسوي ، په مقطع کې اکثره شاعران خپل نوم يا تخلص ذکر کوي، خو دا د هر شاعر خپل اختياري کار دی که ذکر يې نه کړي د غزل په کيفيت کې کوم اثر نه پرېوځي او نه پرې غزل بې خونده کيږي ،د لا ښه وضاحت لپاره يې لاندې غزل ګورو:
بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي
درانه خلک سپکيږي چې په سپکو پسې ګرځي
زما د قام د کومـــــې بــــدبخـــتــــۍ به درته وايم
چې څوک را زلمی کيږي په ټوپکو پسې ګرځي
بيا څوک د پښتنو د اتفـــــاق ســـــندرې وايــــي
دېوان يې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي
صلاح کوي  ، جرګه کوي ،غونډيږي تنـــدرونه
څوک ځاله جوړوي ځانله په ډکــــو پسې ګرځي
د هغه غرڅنۍ غړۍ مــــې هغســـــې په زړه ده
لا هغسې مې فکــــــر په کنجکــــو پسې ګرځي
د ښکلو په سينو کې بې غرضه زړونـــه ګوري
صــابــــر بلا وهلــــی دی په ورکو پسې ګرځي
صابرشاه صابر
         په پورتني غزل کې لومړی بيت چې غزل پرې پيل شوی مطلع ده ، اخري بيت چې غزل پرې پای ته رسېدلی مقطع ده ، چې شاعر پکې خپل تخلص هم ذکر کړی ، په دې غزل کې بې درکو ، سپکو، ټوپکو ، خټکو ، ډکو ، کنجکو او ورکو د قافيې کلمې دي ، پسې ګرځي ، پسې ګرځي يې رديف دی چې د هرې قافيې وروسته په يو ه شکل او يوه مانا تکرار راغلی دی.
       د غزل د بيتونو شمېر د پنځو (۵)څخه تر پنځه لسو (۱۵) پورې وي ، ښه غزل هغه دی چې اووه (۷)بيته ولري ، همدارنګه د پښتو ادب نوميالی څېړونکی افضل رضا وايي : غزل هغه منظوم کلام دی چې مطلع او مقطع لري او د شعرونو شمېر يې طاق وي او لږ ترلږه پنځه بيتونه ولري ، خو ځينې پوهان بيا وايي چې د بيتونو د طاق مسئله کوم منطقي جواز نه لري او په معاصر شعري بهير کې خو ډېر کم شاعران د دې خبرې پابندي کوي.
    د دې روايت په هکله په پښتو کې نورڅه کوټلي ثبوتونه نشته ،خو يوازې منان بارکزي د خپل ديوان په خاتمه کې د شعر په ژبه ددې روايت په اړه وايي:
په پښتـــــــو ژبه مــــې ووايه کتاب
هر غزل يې اووه اووه بيته انتخاب
دا په دا چې  مولانا مولـــــــوي جام
د دېوان غــــــزلــــــې اوه بيته تما م
      د غزل د بيتونو د شمېر په اړه خوشحال بابا وايي چې : زيات نه زيات ديارلس بيتونه بايد ولري ، ددې څخه زيات د نوموړي په خيال د قصيدې رنګ غوره کوي ،خو ځينې شاعران د غزل د شعرونو انتهايي حد يويشت يا پنځه ويشت بولي.
د غزل تاريخچه
           د ليريک (غنايي) يا بدلې شعرونو د ډول پخوانی او لرغونی  ژانر دی ، غزل په خيتځو ادبياتو کې  د تخليقي څرګندونو يوه غوره او په زړه پورې ذريعه ده چې له ځان سره ځانګړي روايات تړي ، غزل په فارسي ژبه کې د عربي ژبې د بوللې يا قصيدې له تشبيب يا نسيب نه رازېږېدلی.
            په تاريخي لحاظ د غزل د دودېدو او پيدايښت دقيقه نېټه نه شو په ګوته کولای ،خو يوازې دومره ويلای شو چې د دې فورم پيدايښت او په ادبياتو کې رواج موندنه په شپږمه پيړۍ کې شوې ، دا هغه وخت وه چې قصيدې خپل ځای په ټوليزه توګه د غزل قالب ته پرېښوده ، د غزل د تاريخ د لا ښه وضاحت لپاره دا لازمه ګڼم چې د ښاغلي حبيب الله رفېع وينا کټ مټ رانقل کړم ((قصيده په عربي ادب کې يو بنيادي ژانر دی چې د عربو په جاهلي دوره کې يې ډېره وده کړې وه او عربو به ډېر ارزښت ورکاوه ،تر دې چې پياوړو شاعرانو به د قصيدو مسابقې سره کولې او د عطاظه په بازار او د مکې په دېوالونو به يې ځړولې او نور شاعران به يې ادبي مقابلې او ځواب ته رابلل . په قصيدو کې به داسې ستاينې او غندنې کېدې چې کله به د عربو په قبايلي جګړو کې وويل شوې ،نو د جګړې لوری به يې بدل کړ او بايللې جګړه به يې وګټله ، د بوللې په سر کې به خاص جذابيت ، قوت ، عذبت او کشش و ، چې په دې اساس به اورېدونکي بوللـه تر پايه اورېدله .
       د غزل دې تمهيد ته يې تشبيب ، نسيب يا تغزل وايه چې د مينې او ښکلا په ستاينو به ولاړه وه ، الفاظ به يې دومره خواږه او راڼه و ، لکه له ګلابو چې عطر جوړ کړي ، دا ښکلي الفاظ په حقيقت کې هغه زرينې خښتې وې چې د غزل ماڼۍ پرې ودانيږي ، خو د عربو په ګرمو او تبجنو دښتو کې قصيدې خپله  دا نازولې لور  تل په اوږه ګرځوله او نه يې پرېښودله چې په دې سره ځمکه پلې شي ، پښې يې وسوځي او يا يې نور وجود د ګرمۍ په غشو داغي شي ، د غزل لکه څنګه چې بدن نازک او تنکی وه همداسې قدمونه هم واړه او لنډ وه د تشبيب او تغزل بيتونه به يې ډېر لږ وه لکه پنځو تر پنځه لسو بيتونو وه سره له دې چې بوللـه سوونه بيتونو ته رسېدله ، د غزل په هر بيت کې به يوه خبره بشپړېدله .
          د اسلام له راتګ سره سم افغانستان ته هم عربي ادبيات راغلل بيا د سلطان محمود غزنوي په وخت کې ډېرو ليکوالانو له قصيدې راوروسته د غزل په ماشومه ژبه خبرې پيل کړې ، پښتو ژبې سره له دې چې له ويدي او اوستايي دورې نه خوږه ولسي او زړه شاعري درلوده د عربي ژبې سوغات يې هم په ځمکه و  نه غورځاوه ، بوللې ، څلوريزې او غزلې ته يې هم هرکلی ووايه ،خو د خپل ادب رنګ يې ورکړ ، د عروضو پر ځای يې د خپل تونيک سېلابيک رخت جامې ورواغوستې .
          لکه څنګه چې د قصيدې صنف پښتو ته راغی همداسې غزلې هم د پښتو ادب په ورشو ګانو خپل پاسته او غزالي قدمونه کېښودل او په همغه خوږه او عنبرينه ژبه يې له پښتو سره د زړه خواله وکړه ، د مينې خبرې يې وکړې او د مينې رازونه يې بيان کړل .
         د شتو معلوماتو له مخې لومړی ځل اکبر زمينداوري د غزل پېغله د پښتو ادب په ځمکه پلې او د ژوند زمينه يې ورته برابره کړه او هغه خوږه ژبه يې ورکړه چې د غزلې غوښتنه وه :

د خپل ځان له حيرانۍ به څه ويل کړم
د عشق وير  به تل په خپله پټـــول کړم
                                                           اکبر زمينداوری))
              د ښاغلي رفېع صاحب له پورته وينا څخه دا څرګنديږي چې غزل د قصيدې په څېر له عربو څخه راپاتې او د قصيدې له ښکلا څخه زېږېدلی ژانر دی چې پورته څرګندونو څخه د غزل په تاريخ لا ښه پوهېدلی شو.
د پښتو غزل تاريخي بهير
              په پښتو ژبه کې د اکبر زمينداوري نه د غزل د مزل دوام پيل شو ، چې له نن څخه شپږ سوه کاله وړاندې وه ، نوموړی لومړنی شاعر دی چې مونږ ته يې غزلې رارسېدلي دي د د مغلي پاچا ګوډ تيمور چې په (۷۷۱-۹۰۷ﻫ) زمانه کې ژوند کاوه هم مهالی وه چې د هغې ظلمونه يې په شاعرانه ژبه ښه انځور کړي دي:
د مغلو تيمور هسې په اور وســــوم
چې به هېر پدې ماتم زمينداور کړم
            شهسوار سنګر وال په ادبياتو تاريخ کې اکبر زمينداوری غزلبول شاعر ياد کړی ، د زمينداوري غزلونه ساده او روان دي او د ولسي غزلو رنګ پرې ګډ دی چې يوه بېلګه يې دا ده :
چې مدام زه ســــتـــا ومخ ته نظر وړم
د بېلتون له بېـــرې زړه زېروزبـــر وړم
چې پرما دې حکم وشي چې خـــادم شه
دغه ستا د نغري سور انګار په سروړم
چې جمال د مهر ومينې راښکاره کړې
شين طوطي شم په هوا د مينې پر وړم
چې ګفتار دې په ښه مينه راته وشــــي
نو بډای شم کوټې کوټې در ګوهر وړم
ستا د تورو څڼو خيال هسې طويل کړم
تل په زړه کې دغه فکــــــر زه اکبر وړم
             خو په کلي توګه دا هم نشو ويلی چې د پښتو غزل ابتدا به د اتمې هجري پېړۍ څخه شوې وي، ځکه له دې وړاندې په ژبه کې نور شاعران هم موجود وه ، د پوهانو له نظره د دوهمې او اتمې هجري پېړۍ ترمنځ به د پښتو غزل په ملي او عروضي شکلونو خامخا موجود وه ، چې د ماضي په تورو تيارو کې رانه ورک دي ، له اکبر زمينداوري څخه وړاندې شاعرانو به په ملي او عروضي غزل خامخا خپله طبعه ازمايلې وي ، خو په دې اړه کومه بېلګه له مونږ سره نشته ،نو ځکه زمينداوري د پښتو د لومړي غزل ليکونکي  په توګه يادوو.
             له دې راوروسته  په لسمه هجري پېړۍ کې د غزل يو شمېر نور شاعران راپيدا شول او په غزل کې يې ديني او اخلاقي مطالب ځاي پرځای کړل چې علي سرور لودي ، ملامست زمينداوري د دې دورې غزل ليکونکي شاعران دي ، په همدې پېړۍ کې د بي بي نېکبختې په نامه يوې عارفې پښتنې هم د نصيحت او ديني لارښوونو نه ډکې غزلې  ويلي دي.
          د يوولسمې هجري پېړۍ ( منځنۍ دورې) په لومړۍ نيمايي کې د نورو روحاني شاعرانولکه ميرزاخان انصاري ، دولت لواڼی ، واصل او علي محمد مخلص دي چې دغه منځنۍ دوره  کې روښاني شاعرانو پښتو غزل ته وده ورکړه ، د تصوف موضوعات يې پکې خوندي کړل او ورسره يې په غزل کې هنريت او شعريت ته هم پام وکړ او د عشق حقيقت ته  يې  د مجاز جامې ور په غاړه کړې.
          له دې وروسته د يوولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې خوشحال بابا ته د پښتو غزل د مزي په رسېدو سره پښتو غزل نوی رنګ او خوند وموند او هم يې د موضوع له پلوه هرې خواته لمن پراخه شوه ، خوشحال خټک په پښتو غزل ټولې هغه لورونې وکړې او پښتو غزل ته يې نوې ځانګړنې او نوي اړخونه ورکړل . د خوشحال بابا پرمهال چې پښتو ادب کومه فني بشپړتيا وموندله په هغې کې د فن او شکل له پلوه پښتو غزل د نورو فورمونو په وړاندې زيات مقبول شو .
          اګر چې خوشحال بابا په هره موضوع کې  شعر ويلی دی ،خود استاد راج ولي شاه خټک په وينا د عشقيت کيفيتونه يې زيات په غزل کې څرګند کړي دي، لکه چې وايي:
په غزل په رباعي مې زړه مين دی
چې مدام يم د دلبــــرو د جمـــــــال
   د پورته بيت نه دا څرګنديږي چې خوشحال بابا په پښتو غزل کې نوي ايجادات او نوښتونه وکړل او پښتو غزل يې د معيار لوړې پوړۍ ته ورسوله .
خوشحال بابا په دې هنر کې يوازې پاتې نه شو لکه چې وايي:
د خوشحال سره که کيني يو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
            بيا د پښتونخوا له هرې سيمې شاعرانو سر راپورته کړ په لسګونه  شاعران راميدان ته شول او له لسهاو د غزل دېوانونه تخليق او ترتيب شول ، همدا د پښتو غزل ښه موجوديت وه چې په پښتو ادب کې دغه دوره حبيب الله رفېع او راج ولي شاه خټک په وينا د طلايي دورې په نوم ياده شوه .
                اشرف خان هجري ، عبدالقادر خان خټک ، صدرخان خټک او سکندرخان خټک د خوشحال بابا د کورنۍ غړي دي ، دوی هم په دغه دوره کې غزلې وليکلې او په همدغه دوره کې صوفي شاعر عبدالرحمان بابا او نازک خيال شاعر حميد مومند هم غزلې وليکلې . رحمان بابا يو صوفي شاعر و ، چې په غزلو کې يې توصيه ، اخلاق ، حقيقي عشق او نور مسايل بيان کړل . رحمان بابا چې پښتو غزل ته د حسن او عشق د مرغلرو کوم امېل ور په غاړه کړ تر قيامته به پرې پښتو او پښتانه وياړي .
          د رحمان بابا غزلې ساده روانې او د ولسي محاورې سره اړخ لګوي چې د فن له لحاظه کوم احساس لري هغه د غزل د فني مقابلې يو اثر ښکاري لکه چې وايي:
د رحمان وينـــــــا به هلـــــــه در په ياد شي
چې دې يو دېوال ته مخ بل ته دې شا شي
عبدالرحمن مومند
          د دې دورې  يو بل ځلانده ستوری حميد موند وه ، حميد مومند په پښتو ادب کې د يو ادبي مکتب ځانګړي سبک خاوند دی په دې سبک کې د عشق نازکخيالي موشګافي همدارنګه د نايابو تشبېهاتو ، استعارو ، کنايو او مبالغو ډېر درسونه ويل کيږي.
         دا چې حميد مومند د هندي سبک پيرو دی د دې سبک زياتره غزلې د مينې محبت په محور څرخي ، خکه چې نورو موضوعاتو ته يې د انتقاد په سترګه وکتل لکه چې وايي :
ډېرو زهد ته حميد راکيښ شېــخــانو
چې داخل په دا قطار کې نه وه نه شـــو
ملايانو څخـــه درس کړ مينـــــــې پاتې
د شېخانو په شېخۍ کې څه بود نشته
            حميد مومند د پښتو ادب په هغه سرمشرانو کې راځي چې د چا له برکته پښتو غزل د اسماني سندرو شان وموند . په دغه دوره کې لس ګونه غزل ويونکي شاعران پيداشول او په لس ګونه د غزلو دېوانونه ترتيب شول او په پښتو ادب کې د غزلو پانګه پيدا شوه ، د دغې دورې د غزل شاعران کاظم خان شيدا او پيرمحمد کاکړ دي چې همدوی غزل د معيار لوړې څوکې ته ورساوه .
         تر شيدا او کاکړ راوروسته د ديارلسمۍ پېړۍ له پيل سره پښتو غزل د خپل قوت نه رالوېږي په دغه وخت کې شاعران مثنوي ، فولکلوري فورمونو کيسې او نظمونو ته مخه کړه او له دې سره يې پښتو غزل ته شا شوه .
         شاعرانو کله کله غزل ته هم هڅه کړې ده ،خو هغسې خوند او قوت به يې نه درلود لکه د زرينې دورې د شاعرانو په غزلو کې چې موجود وه .
          د شلمې پېړۍ په راتګ سره د پښتو شاعرۍ په لره او بره پښتونخوا کې  خپله بڼه بېخي بدله کړه ، د شعر مضمون نوی شو او په عام ډول د پښتو شعر د هنريت او شعر برخه د ازادۍ او خپلواکۍ تر نوي او پارونکي مضمون قربان کړه او په شعر کې د هنر اړخ له نظره ولوېد، په پښتو شعر کې د دغه مضمون تر زياتېدو وروسته ورو ورو په شعر کې د هنر غوټۍ را پورته کېدلې او د هنر د نوي مضمون هڅه پيل شوه چې د پښتو غزل حمزه باباشينواري ميدان ته راودانګل چې په راتګ يې نوی غزل پيل شو .
لا ښو په سيمه د پښتــــــون به نورګلان وکرم
حمزه شباب د تخيل مې که اجـــــل پرېښوده
که تغزل اوس د حمـــزه په تفکــــــر شـــــــو بدل
ولې په دې مه کړه يقين چې يې غزل پرېښوده
ارواښاد حمزه شينواری
په شعري فورمونو کې د غزل اهميت
           غزل د ادبياتو په زړه پورې صنف دی چې په هره ژبه کې بې شمېره مينه وال او لوستونکي لري او په ادبي صنفونو کې يې لوړ مقام خپل کړی ، دا چې ولې غزل دومره مقبوليت تر لاسه کړی ؟دا په خپله ددې خبرې مزی په لاس راکوي چې غزل کې څه دي؟ او ددې لوړمقام تر شا کوم عناصر پراته دي ؟
          مونږ وايو چې شعر خپل ارزښت له ښکلا څخه اخلي ،نو تر ډېره حده دغه ښکلا په غزل کې موجوده ده .
         له بله پلوه ښاغلی صديق روهي هم وايي چې ((شعر د تخيل او عاطفې بچی دی که ددې څخه يو هم و نلري نو شعر يتيم دی)) ،نو که وګورو د غزل پوره مانا په دغو توکونو سمبال دی.
       که څه هم په شعري فورمونو کې هر ژانر بېل بېل کيفيت لري ،خو غزل بيا دغه کيفيت ته لا خوند او رنګ ورکړی ، په همدې اساس د پښتو په شمول په نورو ژبو او ادبياتولکه عربي ، دري او اردو کې غزل ته تر نورو فورمونو زيات ارزښت او لومړيتوب ورکړل شوی ، دا هغه نازک ، لطيف او تنکی ژانر دی چې د ادبياتو په هره دوره کې خپل محبوبيت ښکاره کړي .
         د غزل لپاره تخيلاتي رنګ ا وداخليت ډېر مهم دی ،ځکه خو په زړونو کې دومره ځای لري ، ويل کيږي چې د غزل د تغزل روح دی لکه څنګه چې بغير له روحه جسم تش کالبوت دی همداسې بغير له تغزل غزل هم بې روحه دی ، نو د غزل د مقبوليت يوه وجه تغزل دی چې زړونو ته تسکين ورکوي ، بل مونږ وايو چې عشق د شاعرۍ لپاره لازم او بنيادي محرک دی ، نړۍ وال تاريخ پوه ابن خلدون هم په دې نظر و چې د شاعرۍ لپاره عشف  تر هرڅه زيات ضروري دی ، رحمان بابا وايي:
دا دستور دی چې له درده زګېروی خيژي
ګنې څــــــه وه د رحمـــــان له شاعرۍ
    نو که وګورو غزل دغه جذبه په څو رنګونو کې وړاندې کړې او د هرې موضوع بار دې فورم په خپلو اوږو پورته کړی ، له همدې امله په شعري فورمونو کې غزل ته د لومړيتوب  مقام ورکړل شوی او په هره ژبه کې شاعرانو د نورو فورمونو په پرتله په غزل کې ډېر کار کړی او دا ژانر يې د خپل ادب تهداب او بنسټ ګڼلی وي.
د فورم له مخې د غزل ډولونه
           د پښتو په ځينو خاصو غزلو کې کيدای شي د غزل هغه مسرې چې قافيه نه لري ، يو څه له قافيه والو مسرو څخه زياته شي ، په پښتو کې له (۷) څپيزو څخه نيولې او تر (۱۰) څپيزو پورې غزلونه شته ، په پښتو شاعرۍ کې د غزل فورم دا لاندې بڼې لري .
1)   بې رديفه غزل : هغه غزل دی چې رديف ونلري او په قافيه پای ته رسېدلی وي لکه د پيرمحمد کاروان دا غزل:
لپه دې  جانانه چېرې تشـــــــــــ-ــــه نشـــــي ستــا
يا پکې اوبه راکــــــــــــــــــوه يـــا پکـــــې دعـــــــــــا
کلـــه چې شي ورځې تکــــــــــې تورې لکه شپې
مــــاتـــه پــټـــه وســـــــــــــــاته په موټـــــي کې رڼـــا
ستـــــــــــــا خوږې خبرې دي سکه لکــــــه ثواب
بــــــس د روژه مــــــــاتي غوندې بس لکه خرمــا
دوه اوښکې په سترګو کې په زړه کې يو جانان
جوړه دې کاروانه کـــــــــړه عجيبه مشغــــــــــولا
          د پورتني غزل هره مسره (۱۳) څپې لري ، ستا دعا ، رڼا ، خرما ، خندا او مشغولا يې د قافيې کليمې دي رديف نه لري ، په پښتو شاعرۍ کې بې رديفه غزلونه نسبت رديف لرونکوته کم تر سترګو کيږي .
                  a
                 a 
       
                a
            
                a
          په پښتو کې لومړۍ معلومه او لاسته راغلې منظومه ژباړه هم د غزل له دې فورم سره سمون خوري ، د پټې خزانې په حواله ابو محمد هاشم ابن زيد سرواني په (۲۲۳-۲۹۷) هجري کې د يو عراقي شاعر محمد ابن فلاد يو شعر په پښتو ژباړلی چې د شعر منظومه ژباړه يې دا ده :
ژبه هم ښه وينــــــــا کا چې يې وينـــــه
د خاوند په لاس کې زر او درهمــــــونه
که درهم يې ځينې ورک سو سي نتلی
په نړۍ يــــــې وي په خــــــړو پېژندونـــــه
ژبه ور ،ورله ورځــــــي وينــــا يې اوري
د درهـــــم خاوندان تل وي په وياړونـــــه
همداسې تر پايه پورې
2)   رديف لرونکي غزل:د غزل د فورم هغه بڼه ده چې د قافيې ترڅنګ رديف هم ولري ، رديف هغه يو يا څو کلمې دي چې د غزل دمسرو په پای کې د قافيې څخه وروسته په يوه شکل او ترډېره حده په يوه مانا تکرار راځي ، لکه د د روېش دراني دا لاندې غزل:
دا چې ځړيږي مخامخ درتــــــــــه پـــــه دار سرونه
په دې وطن کې وه همـدغــــه بـــس د کار سرونه
وږي يې هسې هم غاسب همېشــــه وړي په زوره
کاشکې داځل زمونږ غنم وکړي د مــــار سرونه
زه خو د مينې ارمانجن وم ماخو زړونه غوښتل
کړل دې د عقل طرفــــدارو راشمـــــــــــار سرونه
د سپينو ستورو پر ليدو شي پرښتـــې رايــادې
داسې ښکاريږي لکه وي چې يې هــوار ســرونه
تر سړيتوب د زرو قدر يــو په زره زيـــــــات شـو
دروېشه نن سبا واړه شـول تر دينار ســـــرونــــه
      د ياد غزل هره مسره (۱۵) څپې لري ، دار ، کار ، مار ، شمار ، هوار او دينار پکې د قافيې کلمې دي ، سرونه سرونه چې له ټولو قافيو څخه وروسته په يوشکل او يوه مانا تکرار راغلي رديف ګڼل کيږي  . د غزل هندسي بڼه داده .
               = a
               = a 
       
                = a
            
              = a
3)    دوه قافيز غزل : دا هغه غزل دی چې دوه بېلابېلې قافيې ولري ، مانا دا چې د دوه مسرو د پای له قافيو څخه دمخه او د مسرو په منځ ک ېبله قافيه موجوده وي  په مطلع کې دوه بېلابېلې قافيې موجودې وي د نورو مسرو قافيې د مطلعې خپله خپله قافيه تعقيبوي که چېرې له هرې قافيې وروسته رديفونه راغلي وي ،نو له هرې تعقيبوونکي قافيې څخه وروسته د هغې خپل رديف هم په همغه بڼه تکراريږي ، لومړی به دلته هغه بېلګه راوړو چې څنګ په څنګ قافيې ولري .
که يم ډېر د حوادثـــــــو پــــــــــه کشال شل
خو درځم که مې رهبر شــه باکمــــال مـــل
د جفاوفا سودا په خپل اختيــــــــــارکــــــه
د خوبانو په دربـــــار کــــــــې دی دلا ل لل
د هنر د چابک سوار لا فــــــــه که مـــــاتــه
چې اسمان نيلی راواخلي د خپل چال چل
     په پورتني غزل کې د کشال ، باکمال ، دلال ، او چال د لومړۍ قافيې کلمې دي اود شل ، مل ، لل او چل کلمې دوهمي قافيې کلمې دي ، رديف نه لري، هره مسره يې (۱۲)څپې لري .
    د غزل دا ډول په پښتو شاعرۍ کې زيات مقبوليت نه لري په پخوانيو دېوانونو کې يې بېلګې شته دي . هندسي شکل او جوړښت يې دادی:
            ba
           ba
       
          ba
            
        ba
      د دوه قافيه ييزو غزلونو بل ډول دا دی چې لومړۍ قافيه د مطلعې د مسرو په منځ کې راځي ورپسې بيا بله قافيه او بيا ورپسې رديف ، د مطلعې  هره قافيه ځانته ځانته رديفونه او ځانته ځانته قافيې لري يانې دا چې د وروسته مسرو قافيې په مطلع کې راغلې قافيې تعقيبوي لکه د اسحاق ننګيال دا غزل:
ټول عمر درنـــــه ده سپکېدو ته يې چې پرېنږدې
خاوره پښتنـــــه ده او پردو تــــه  يې چې پرېنږدې
پرېږدئ خيبري تنـــــــده چې بيـــا په وينو ماته شي
ګرمه معـــــــرکه ده ســـــــړېدو ته يې چې پرېنــږدې
نن مې د خوشال توره چې بيا هوس د شرنګ لري
تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته يې چې پرېنږدې
   د اسحاق ننګيال دا غزل دوه قافيې او دوه رديفونه لري په لومړۍ قافيه کې درنه ، پښتنه ، معرکه او ښه د قافيې کلمې دي ، ده ، ده يې رديف دی او په دويمه قافيه کې سپکېدو ، پردو ، سړېدو او چوپېدو د قافيې کلمې دي  او ته يې پرېنږدې ته يې پرېنږدې يې رديف دی ، ددې غزل هندسي جوړښت داسې انځور کېدای شي .
=b = a     
=b = a
              
=b =a
              
=b =a 
4)    ماته غزل : ماته غزل ورته ځکه وايي چې په منځه (ملا) کې مات وي يا د هرې مسرې په منځ کې د اهنګ يوه وقفه راځي په همدې منځ کې د څپو د شمېر له مخې هره مسره په دوه مساوي برخو وېشل کيږي. لکه په لاندې غزل کې چې ( ګوره د زخمونو غوټۍ ) د مسرې له لومړنۍ برخې (څاڅي مې له سترګو نه ) د مسرې دوهمه برخه ده ، کله کله د اهنګ دا وقفه تر قافيې وروسته راځي او کله د رديف يوه برخه هم ورسره نيسي او بيا له هغه وروسته نور رديف راځي . دلته به د دې ډول غزل بېلګه د لا ښې پېژندنې لپاره وړاندې کړو.
ګوره د زخمونو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه
يار ته د کمڅو غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه
نن چې دا تيارې کوڅې ټولې دي باغچې باغچې
جام جام  د سپرلو غوټۍ څاڅې مې له سترګو نه
اوښکه د لېمو د باغ راغړي دې قـــــــدم پـــســــې
ګوره د اسرو غوټۍ څاڅي مې له ستـــرګــــــو نـه
   اسحاق ننګيال     
        په پورتني غزل کې د زخمو ، کمڅو ، سپرلو او اسرو کلمې د قافيې کلمې دي       ( غوټۍ څاڅي مې له سترګو نه ) يې رديف دی ، هره مسره يې ديارلس (۱۳) څپې ده ، هندسي شکل يې دا دی.

  =1 a     
 = 1a
/
= 1a
/
  = 1a    

5)   مطلعې غزل : هغه غزل دی چې يوازې مطلع نه لري يانې د سر لومړی بيت يې مقفي نه وي ، د لومړي بيت دويمه مسره يې قافيه لري او د نورو بيتونو د دويمو مسرو قافيه يې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې قافيه تعقيبوي .
           که چېرې د لومړي بيت د دوه يمې مسرې له قافيې وروسته رديف راغلی وي ،نو د نورو قافيه والو مسرو رديفونه هم همدا بڼه لري ، په پښتو لرغوني شاعرۍ کې د شيخ رضي او نصر لودي ترمنځ شوی شعري سوال او ځواب هم له همدې فورم سره ورته والی لري.
       د ښې پېژندنې لپاره يې دالاندې شعر ګورو:
د پښتنـــــــــو د ناعلاجــــــــه مرض هغــه درد شـــوم
چې د پرهـــــر د جـــوړېـدو لاره  پــرهــــر کــــــې ګورم
ښايي نيم زالې پټۍ بېرته شــي د زړونـــــــو لـــــــرې
جنګه اثر دې په خپل مات وګوډ هنــــــــــر کې ګورم
داستا تر څنګ به رسېدل څه دومره ډېرګران نه وي
خود به ګناه مې په څپانده سمنـــــــــــــدر کې ګورم
باصره ناصري
         له بله پلوه استاد فضل ولي ناګار او افضل رضا په حواله چې د پښتو غزل د څېړنې په لړ کې دا حقيقت مخې ته راځي  چې پښتو غزل په دوو شکلونو تر اوسه ژوندی پاتې دی .
1.   فني او کلاسيک غزل :
       چې د عروضو ، بحرونو او اوازونو په رڼا کې د ويل شوو غزلونو له ډلې سره اړيکې لري ، زمونږ د پښتو  پخوانيو شاعرانو ټول دېوانونه او کليات زياتره د فني او کلاسيکو غزلونو څخه ډک دي .


2.   ملي غزل :
       چې د عربي او فارسي له عروضو نه يې ځان خلاص کړی يا ازاد کړی او لکه د نورو اريايي ژبو شعرونو په رنګ ملي وزن او رنګ لري .
       خو څېړونکي حبيب الله رفېع په لږ توپير د پښتو ژوندی غزل په لاندې توګه وېشي:
a)     ديواني غزل
b)    ولسي غزل
c)     مقامي غزل
او په دې ډول يې تشرېح کوي
a)   ديواني غزل : عام او متعارف غزل دی چې په فارسي کې د عربي له بوللې (قصيدې) نه رازېږېدلی ا وبيا په پښتو کې دود شوی.
b)   ولسي غزل :  د پښتو ولسي غزل د پښتو د نالوستو او ولسي شاعرانو تخليق دی چې د پښتو د ډېرو لرغونو سندرو سره نښلي او خپلې اريايي ريښې لري.
c)   مقامي غزل : د هندي مقامونو او راګونو سره په ارتباط کې رامنځته شوی او په پښتو ادب کې سل يو نيم سل کاله عمر لري او خوږ ژبي شاعران پکې تېر شوي دي.

په پښتو شاعرۍ کې د غزل رنګ او مقام
        د غزل کلمه دومره عامه ده چې تقريبا هرڅوک پرې پوهيږي که هغه باسواده وي او که بې سواده ،خو د غزل سره د مينې له وجې غزل اوري ، غزل ته غوږ نيسي او غزل پالي.
        غزل د پښتو ادب او شاعرۍ د ملا تير ګڼل کيږي او لومړی مقام ورکړل شوی ، که څه هم د غزل په فني ميدان کې کوم بدلون نه دی راغلی خو په مختلفو مرحلو کې د موضوع او فکر له پلوه نوی نوی رنګ اختياروي ، ګويا خپله ځولۍ بې د غم جانان ته نه بلکې د غم دوران ته هم خوره کړې او دغه شان يې خپل نازک طبيعت د وخت  د غوښتنو سره عادت کړی ، ددې لوی توپير اندازه يو لوستونکي ته معلوميږي چې هغه پخوانی او اوسنی غزل لولي پخوا غزل يوازې دغم جانان ته ډالۍ وه او د ده په نازک طبيعت يې نورې خبرې دباندې ګڼلې ،خو د وخت په تېرېدو او خاص ډول د اوسني غزل پراختيايي دورې په راتللو د غم ،خواشينۍ ، د نوي دور غوښتنې ، د خېټې د لاسه د اړ انسان يادونه هم وکړي او د خپل ژوند ترخې تجربې د غزل په ښايسته رنګ کې رنګ کړي .
د دې هرڅه د لا ښې پېژندنې لپاره په لاندې غزل کې بېلابېل رنګونه ګورو:
چې بې ګناه په کوم زړګي باندې پرهــــر ولګي
لکه ناڅاپه چې ګولۍ په شيــــــــــن نښتر ولګي
درده مودې شوې چې د رنځ په اوبو تا مينځمه
خو داسې نه شـــــــــو چې دې اور برابــر ولګي
زه دې قاتل حالت نه هر وختې ځان لرې ساتم
خو مې نظر ستا له نظـــــر ســـــره اکثـــــر ولګي
شومو نيتونو د خوارۍ غرونوته غاړې ويستو
کاڼی چې هر لور نه راځي زمونږ په ســــر ولګي
که دې قامت په خپل شډل غزل کې نه ستايمه
ستادې ښېرې زمـــــا په زړه په مازيګـــر ولګي
ته ټپول ددې ښامـــارو خولـــــو کولــــــی نشــې
داسې نو نشي چې په توره شپه کې لمر ولګي
باصره ناصري
          د پورته غزل هر يو بيت بېله بېله مانا او بېلابېل رنګ لري  ، شاعر کولای شي چې په غزل کې  هره موضوع ځای کړي او هر رنګ چې وغواړي ، ور يې کړي او د خپل دردمن راتلونکي په اړوند داسې ووايي :
زړه مو په سترګو کې درځيږي اوس چې څه به کيږي
ځان رانه وروستو پاتې کيږي اوس چې څه به کيږي
لکه بلبل به مو بچي په باغيچــــــو کې ســـــــاتــــــل
راته په خاورو کې لوغړيږي اوس چې څه به کيږي
                                                                                                     سعيدشاه سعود
          يا لکه دروېش درانی چې د راتلونکي په اړوند هيله مند دی او وايي:
موسم بدل دی ښايي تللي مرغـــــان بېرته راشي
وخپل وطن ته د کډوالــــــو کاروان بېرته راشــي
دروېشه داسې به و نه شــــــي چې زمونږ هـديرې
سپين ږيري وګرځوي ټول او ځوانان بېرته راشي
       غرض دا چې د موضوع په لحاظ د غزل ځولۍ ډېره پراخه شوه او هر چا پکې د خپل فکر تجربې وکړې . په پښتو شاعرۍ کې غزل يو له هغه شعري چوکاټونو څخه دی چې  عام وتام مقبوليت لري ، د پښتو د اکثرو شاعرانو د غزل په فورم کې زيات قلم چلولی ، له اکبر زمينداوري رانيولې د روښانيانو ، خوشحال خټک ، حميد مومند ، رحمان بابا او بيا تر حمزه او تر اوسه پورې ډېر شاعران په دې فورم کې کار کوي ، په همدې وجه په پښتو کې  د ځينو نورو فورمونو په انډول زيات ظرافيت او لطافت ته رسېدلی ، د غزل ښکلا او ظرافت په دې نور هم زيات شو چې دې فورم ته دپښتني چاپېريال زياتی انځورونې ور دننه شوې ،ځوانو پښتنو شاعرانو ته هم غزل يو داسې فورم دی چې د دوی  قلم پکې ښه ازميښت کولی شي  ، د غزل د دومره مقبوليت اوزيات استعمال يوه وجه شايد داهم وي چې د يو مانيز پيوستون ترڅنګ د غزل هر بيت په اصطلاح ځان ته پاچا دی او په ځانګړي او خپلواک ډول ډېر دروند او مانيز بار پورته کولی شي ، په پښتو کې لومړی شاعر چې دې فورم ته يې پښتني شال ور په سر کړ هغه خو خوشحال بابا و، چې په يوه مسره کې توره او په بله مسره کې يې زلفې وځلولې :
توره چې تېريــــږي خو ګــــوزار لــــره کنه
زلفې چې ول ول شي خو خپل يار لره کنه
       ځينې نور داسې صفات ياد غزل روايات هم شته  چې هغه د غزل ښايست او جامه ګڼل کيږي چې شعري صنايع او بدايع يې بولي چې د تشبېهاتو ، استعارو ، ترکيب ، علامت ، تمليح  ، رمز اخفاء ، اختصار او د کنايې په نومونو شهرت لري . دا سمه ده چې دغه صنايع او بدايع د غزل لازمي اجزا نه دي  ،خو د غزل لپاره ضروري دي يانې که يو غزل بغير له تشبېهاتو او کنايو هم وي غزل کېدای شي ، خو د غزل چې کوم مزاج دی او د غزل لپاره ضروري ګڼل شوی دی هغه پکې ورک شي او د غزل د وجود هغه خواږه او رنګيني به پاتې نشي په کوم کې چې تر ننه غزل غزل دی ځکه خو همېشه د کلاسيکو شاعرانو ژبه استعاراتي ده.
    د غزل لپاره د ټکو انتخاب هم ډېر ضروري دی بايد په غزل کې داسې لفظونه او کلمات راوړل شي چې غنايت هم ولري او موسيقيت هم ، په پښتو کې د ژوند سره تړلې هره موضوع د غزل برخه جوړېدای شي هغه که قام پرستي وي که ترقي پسندي ، صوفيانه وي که اخلاقي ، د جنګ موضوع وي که د امن ، د غم وي که د خوشحالۍ ولې داخليت او تخيلاتي رنګ پکې ضرور دی ، د داخليت نه مراد دا دی چې کومې موضوعګانې په غزل کې بيانوو بايد اول يې د خپل ذات حصه جوړه کړو له هغې سره خپل جذبات او احساسات شريک کړو او بيا يې د غزل په بڼه وړاندې کړو.
پښتو غزل او انځورګري
            شاعري چې څه محسوسوي او د څه په اړه سوچ کوي ، هر کله چې هغې ته دلفظونو جامه ور په غاړه کړي او د تخيل په مرسته د تخليقي عمل په بڼه د اظهار جامه او وجود  ورکړي او شعري ځانګړتياوې پکې مراعت کړي ،نو ادب پوهان ورته د شعر نوم ورکړی .
        هر انسان په ورځني ژوند کې له ډېر ځه اغېزمن وي ، خو د اظهار په لارو به يې نه پوهېږي ، خو دا د يو هنرمند او تخليقي ذهن لرونکي انسان کار دی چې څنګه پېښې او حالاتو ته د لفظونو په واسطه د اظهار لاره جوړه کړي او د خپل زړه خبرې د لفظونو په واسطه انځور کړي ، عام لفظ به وي چې کله د يو غير هنرمند په لاس کې وي ،له هغه يو ډول کار اخلي ، خو کله چې هماغه لفظ د يو شاعر لاس ته ورشي ، نو نوی ژوند ، نوې مانا او نوی تصور وروبښي.
         په شعر کې انځور د لفظونو له فنکارانه استعمال پرته نشي رامنځته کېدای  ، څومره چې د لفظونو استعمال په هنري پيرايه کې وشي ،هومره په ذهن کې د انځورونو جوړېدنه روښانه او بشپړه وي ، همدا وجه ده چې د کومو لفظونو سره په ذهن کې انځور جوړ نه شي  ، انسان پرې پوهېدلی هم نشي او نه هم د هغه په زړه او ذهن کې ځای پيداکولی شي ، شاعر د لفظونو جادوګر دی اود همدې لفظونو په واسطه د لوستونکو د ذهن په پرده نقاشي کوي لکه چې وايي:
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد دلارې ګوره د شپونکي پرمخ
                                                       صديق پسرلی
         که په خپلې کلاسيکې شاعرۍ نظر واچوو، تر ډېره حده له تمثالي بڼې ډکه ده ، هرڅوک د کلاسيک دور شاعرانو دې ته په شعوري توګه خاصه پاملرنه نه ده کړې او نه هم هغه وخت د انځور په اړه کومه اصطلاح وه ،خو په شعوري توګه د هغوی په شعرونو کې انځور ګرۍ ته ډېر ارزښت ورکړ شوی دی او دا کار يې د الفاظو او شعري ترکيبونو پرمټ ترسره کړی دی.
      په پښتو شاعرۍ کې د انځور ارزښت له پخوا موجود دی . که له دېواني ادبياتو لږ مخکې لاړ شو او شفاهي ادبياتو باندې نظر واچوو، هلته هم ورته پوره پاملرنه شوې ، يوازې پښتو ټپه په دې اړه دومره شتمنه ده چې د نړۍ د هرې ژبې د شعر سره د انځور په برخه کې مقابله کولی شي ، له بيټ نيکه او هغې څخه وړاندې شاعرانو څخه نيولې په هر دوره کې  د پښتو شاعرۍ او غزل ته د هنر دا جامه ور په غاړه شوې ده . روښانيان چې په غزل کې زيات وخت تصوف ته ورکړی ،نو په غزل کې ددې موضوع د بيان لپاره مادي رنګ ورکړی د ((وحدت الوجود )) نظريه د مرزاخان انصاري په دې بيت کې ګورو:
د کثرت لباس يې واغوست
را څرګنـــد په څــو لباس دی
   ياد بيت کې د لباس اغوستنه يو مبهم تصوير په ذهن کې جوړوي .
 د خوشحال بابا په شاعرۍ کې هم انځور ګري يو مهم عنصر دی :
په بل ځای مې پېرزو نه يې د يار غمه
ته زما د زړه د مات کودي ريحان يې
                                                                      خوشحال خان خټک
        د پښتو نوی غزل چې د کلاسيک  دور له غزله رابېل شوی ،نو د نورو ډېرو ځانګړتياو ترڅنګ يې يوه ځانګړتيا همدا انځورګري ده .
     غزل چې ډېر نازک صنف دی او په خپل ذات کې  ډېر نزاکتونه لري ،ځکه يې په خپله غېږه کې منظر کشۍ ته ځای ورکړی ،ځکه په دې سره اختصار ، ايجاز او تخيلي ژبه لا هم قوي کيږي.
       بله دا چې په غزل کې شاعر نشي کولی چې يوه موضوع له سره تر پايه لوستونکي ته وړاندي کړي ، په داسې مرحلو کې د غزل شاعران همېشه له شعري صنفونو کار اخلي ، علامتونه ، ترکيبونه ،استعارې ، تشبېهات ، تلمېحات او نور شعري صنفونه په کار اچوي ، په همدې وخت کې د غزل شاعر کولی شي چې د انځور ګرۍ له لارې خپل هغه خيال او فکر چې شاعر يې اظهار غواړي لوستونکو ته منتقل کړي ، شاعر دا نه وايي چې زما په کلي جنګ تېر شوی ، زما کلی وران شوی ، زما دکلي ښايستونه خلکو چور کړي دي ،خو داسې شاعرانه اظهار يې کوي ،ځکه چې دا يې شعري او هنري ضرورت دی .
مارغان دې راشي زمونږ لپو کې دې ځالې وکړي
غر مـــو نښتــــــر نه لري کلی مو چنـــــــــار نه لري
                                                                                                 پيرمحمد کاروان
       د نن ورځې شاعر چاته د خپلې دربدرۍ ، دخپل غربت او د خپلې بې وسۍ داستان نشي ليکلی ځکه غواړي چې هغه حسي تجربه چې دی ورسره مخ دی په يو تصوير کې  لوستونکو ته وړاندې کړي.

خلک دې کډې ګرځول لــــه مـانه زده کړي
چې مې زوړ پاس په اوږو د کورسامان دی
                                                               رياض تنسيم
        د نن دور شاعر د خپلو دردونو او زخمونو اظهار داسې کوي:
دومره مې د زړه زخـم ناســــور نه وه
څومره چې ماحول يې که ستي ستي
                                                                                                            باصره ناصري
      د نن دور شاعر خپل لوستونکي ته د فلسفيانه موضوع توضيحات نشي کولی ځکه چې هغ د خپل لوستونکي له بوختياوو خبر دی ، هغه ورته دا فلسفيانه فکر په غزليز انځور کې وړاندې کوي:
هر يو شی په تغير دی  هر يو شي کې قوت دی
مړی هم په حرکت دی ژوندی هم په حرکت دی
                                                                                  خالد پښتون
زه په قاتل اومقتول دواړو ژاړم
قاتل هم زه يـــم او قتلېـــږمه زه
                                                                                                            عمر دراز مروت
      مروت صيب د دې نظام او د خپل منځي د ښمنۍ کيسه اوږده نه کوي بلکې پورته بيت کې يې را لنډوي چې څوک قاتل دی ،څوک مقتول ،څوک ظالم دی او په چاظلم کوي.
       مغربي نقادان د تصوير جوړونې تر شا درې عناصر په ګوته کوي او وايي ، چې انځور يا تصوير له دې سرچينه اخلي .
 ۱ هغه ډول چې د ورځنيو پېښو ، د رښتينو حقايقو ، د خپل دور غوښتنو سره سم او د خپل عصر د کړو وړو مطابق رامنځته کيږي او د لفظونو په واسطه د يو واقعيت تصوير جوړوي لکه بازمحمد عابد وايي:
د زندګــــــۍ غمـــونــه واړه مـــې له زړه راټول کړم
چې کورته لاړ شمه په سينه باندې واړه راټول کړم
                                                                                              بازمحمد عابد
۲ قسم هغه چې د يو رښتيني او عصري پېښې انځور د يو نه بدليدونکي يا غير مريي تصوير يا تصوره وکړی شي او په نتيجه کې يې يو شعري انځور رامنځته کړی شي ، لکه د پيرمحمد کاروان په دې شعر کې :
څنګه يې وڅکم څنګه وخندېږم زهر دې شي
په اباسين کې د کابل د غرونو اوښکې راځي
۳ درېيم ډول هغه دی چې له کومې مذهبي يا قومي پېښې او  يا هم د فولکلوريکو داستانونو له اتل سره اړيکه ولري او په اړه يې د لوستونکو په لا شعور کې تصورات هم لکه د کربلا واقعه يا هم د ليلی مجنون په اړه ، چې په ذکر يې سمدستي د لوستونکي ذهن هغې خواته ځي ، ددې ډول انځور جوړول په پښتو شاعرۍخصوصا په غزل کې ډېر زيات دی ، شاعر په دې برخه کې له تلمېحاتو څخه پوره کار اخلي :
بيا به مرغـــــلـــــــــرې د فرعــــون له ږيرې وشلوي
وخت لاس د ماشوم موسی دی سورانګار ونيسي
                                                                                         پيرمحمد کاروان
       د پښتو غزل د انځور ګرۍ په برخه کې يوه بله خبره د يادولو وړ ګڼم او هغه دا چې  پښتنو شاعرانو په تصوير جوړونه کې له درې مهارتونو کار اخيستی :
۱ يو ډول هغه غزل ويونکي شاعران دي چې هغوی تقليد کوي ، د نورو شاعرانو په شعري تصويرونو د خپل شعر د ارزښت د زياتولو کوښښ کوي.
۲ دوه يم ډول هغه شاعران دي چې په تصوير جوړونه کې د نورو شاعرانو له تجربو څخه هم استفاده کوي او هڅه کوي چې د نورو شاعرانو له تخليقي تجربو استفاده وکړي اود خپلو شخصي تجربو سره يوځای په استزاج يوه بېله لار پيداکړي، د نورو شاعرانو تصويري تصورات د خپلو تصوراتو سره ګډ کړي او يو نوی رنګ تصوير ته ورکړي .
۳ درېيم هغه ډول شاعران دي چې هغوی په دې برخه کې نه خو د نورو تقليد کوي او نه هم په خپل تخليقي عمل کې د نورو شاعرانو له شعري تجربو استفاده کوي بلکې هغوی ځانګړي او نوي تصويرونه رامنځته کوي .
     په پښتو شاعرۍ کې په ځانګړې توګه غزل دا درې واړه شاعران لري چې د غزل لپاره په خپل خپل ځای درې واړه ډلې ارزښتمنې دي ، په دې برخه کې د سيد جېلاني جلان يو غزل د انځور لپاره ګورو:
خلک برلاړ شي سفـــــــر ووهي دمـــــــه يې وشـــــــي
پښتو چې يو بل نه سر ووهي دمــــــــــه يې وشــــــــي
دوی د ګل سيوري کې د مينې ژوند ته زړه تنګيږي
دوی چــې خپـــــــل ځان په خنجر ووهي دمه يې وشي
زمــــــــا ګلاب ګلاب جــانان لري هم ښکلی عــــادت
چې مالګيـــــــن لاس پر پرهر ووهي دمـــــه يې وشـــــــي
اوس ددې چم وګړي ټول لکـــه باڼـــــــــــــــه د اشنــــــــــــــا
کلــــــــــــه چې شــــــــــر ته نظــــر ووهي دمه يې وشــــــــــي
ای ګل وجـــود ساقــــــــــــي په دوه غړپــــــو نو نه مړيـــږي
جلان چې ښه ډک ساغــــــــــــر ووهي دمه يې وشــــــــــي
                                                                           سيد جېلاني جلان

په پښتو غزل کې د علامت يا سمبول کارونه
         غزل که په فارسي کې دی او که په اردو او په پښتو کې خو زينت او ايمايت يې بنيادي ځانګړتياده ، شاعران په غزل کې د معنوي وسعت او ظاهري ښايست لپاره له شعري  صفتونولکه تشبيه ، کنايه ، استعاره او تلميح څخه کار اخلي ، علامت يا سمبول هم په همدې ډګر کې ځانګړی ځای لري ، که څه هم په لوړ ادبي اظهار کې  اکثر لفظونه علامتي حيثيت لري خو په غزل کې استعمال شوي الفاظ په ځانګړې توګه له دغه صفته برخمن دي .
            علامت که يو لوري ته شعري ښايست دی بل پلو همدا علامت د شعر معنوي خواته وسعت او هر اړخيز توب هم وربښي ځکه ويلی شو که يولوري ته علامت د شاعر شعري تجربې او د هغه د ذهن روښانه تصوير رامخې ته کوي ،نو بل پلو د علامت په وسيله د شعر د ظاهري جوړښت د ښکلا سره هم مخ کېدلی شو ، که له يو لوري د شاعر د انفراديت او ځانګړتيا د پېژندنې مزی په لاس راکوي نو بل لور ته د شعر د لفظي خوا اجمالياتي ارزښت هم روښانه کوي چې دا دواړه مهمې مسئلې دي ، نو په همدې اساس ويلی شو چې د غزل علامت (سمبول) تړون په خپلو کې خورا اوږده ريښه لري،که د پښتو غزل دې اوږد سفر ته يو ځغلنده کتنه وکړو نو ويلی شو چې د هر وخت په غزل کې د حالاتو د غوښتنې سره سم علامتونه راوړل شوي او د غزل لمن له رنګارنګ سمبولونو ډکه شوې ده . لکه د ګل ، بلبل ، شمع ، پتنګ ، سنبل ، سرو، چنار و ګودر ، ماښام ، پيمانه ، ميخانه ، ساقي ، زاهد ، ناصح ، ريباراو داسې نور ... له کلاسيکو علامتونو راواخله ترننه ، غزل ته تل د هنر جامه ور په غاړه شوې او غزل ته يې هنري رنګ ورکړی .  د علامت په اړه يو تصور داهم عام دی چې علامت کله هم په ذاتي خوښۍ او ناخوښۍ او انفرادي هڅو سره په وجود کې نه راځي بلکې د تمدني ميراث په توګه په وجود کې راځي ځينې لفظونه د وخت په تېرېدو سره علامت جوړ شي ،ځکه د ژبې سره د تعلق لرونکو خلکو تصورات ددې په اړه د هغوی کلتوري ارزښتونه او په اعتقادي توګه د هغې سره تړلي نظريات د علامتونو په رامنځته کولو کې پوره ونډه لري، همداراز سمبول د وخت په تېرېدو سره خپل رنګونه بدلوي اود حالاتو د غوښتنو سره سم خپله بڼه د نوي سوچ او نوي تصور سره بدلوي لکه تاسې ګورئ چې زياتره نوي ليکوالانو زاړه او کلاسيکي علامتونه په نوي مفهومونو کې راوړي چې د پخوانيو  څخه يې ډېر توپير ورکړی دی. لکه قلندر مومند ، ايوب صابر ، حمزه شينواری ، شمس القمر اندېش ، اجمل خټک ، غني خان ، قمر راهي ، صديق کاوون ،طوفاني او داسې نورو شاعرانو او ليکوالانو چې کلاسيکو علامتونو ته يې نوې ماناوې ورکړې او د پخواني تصوره يې رابېل کړه .
     که څه هم علامت د پښتو شاعرۍ په نورو فورمونو کې هم شهرت موندلی او له ټپې رانيولی تر هايکو ، په ټولو کې د علامت نښې شته ،خو په غزل کې ځکه زيات شهرت او د غزل سره يې په جوړښت کې ځای ونيوه چې د غزل لپاره رمز او اختصار ډېر ضرور وه او دا دواړه تقاضې علامت په ښان شان پوره کولی شوې ،نوځکه په غزل کې ورته ډېره پاملرنه شوه . د نثر په پرتله يې په شعر کې ځکه ژر ځای پيداکړ چې د خلکو د حسي تجربو سره د جوړښت خوړلو له امله يې ورسره اخ ولګېده او په غزل کې خود رزميت او ايمايت د اصل له کبله يې بېخي پوخ ځای نيولی ، که څه هم د نوي غزل علامتي رنګ د کلاسيکې غزل د علامتي رنګ سره ډېر توپير لري ځکه په پخوانۍ غزليزه شاعرۍ کې زياتره علامتونه له پخواني فولکلوري داستانونو اخيستل شوي او هم هغه د ليلی مجنون ، دښته ، ښاپېرۍ ، شهزاده ، باچا ، ملنګ، ساحره ، تعويذ، ښامار او داسې نور دي ، ځکه هغه وخت کليوالي ژوند وه ،نو زياتره علامتونه به داسې وه چې د طبيعت سره سمون وخوري.
          لکه هغه وخت به د هر لوړ شي لپاره د چنار ونه استعمالېده ځکه هغوی به د چنار له ونې لوړ څه نه وه ليدلي.
         يا د زلفو لپاره به ماران سمبول وه ، هغه وخت چې د خلکو مخه زياتره ځنګلونو او داسې نورو ځايونو سره وه چې هلته به ماران او لړمان وه ،نو تر هر څه خطرناک هغوی همدا ګڼل ،خو په نوي غزل کې په ځانګړي توګه په پښتو شعر کې  دا تصور اوس له منځه تللی ځکه ټولنې د وخت په تېرېدو سره د تمدن په لور ځي او تمدني پرمختګ ذهني تصورات هم له ځان سره بدلوي ، د ذهني تصوراتو بدلون سره زياتره لفظونه ځانونه په نويو مضمونوکې راڅرګند کړل.
ستا د زلفو خطرناک جــــــال کې راګېر يم
هيڅ خلاصی مې ترېنه نشته څه چاره کړم
خو زمونږ د نن دور شاعر داتصور داسې بيانوي:
که د تيارو سره نسبت يې نه وی
ما به د زلـفــــــو عبــــــادت کولو
                                                                 سليم راز
اينه که ددې ښار کوڅـــــو کې کېږدم
نو دا خلک به اخته خپله په ځان شي
                                                                    طاير ځلاند
         زمونږ د کلاسيکې دورې شاعرانو زياتره وخت هنداره د حيرت او تعجب په مانا استعمال کړې ،خو نن دور شاعرانو بيا هنداره د صداقت او رښتينولۍ په مانا استعمال کړې او د دې لفظونو  ته يې نوی علامتي رنګ ورکړی .لکه دا لاندې بيتونه :
تصوير مې د چا مخ پسې هنداره ګرځوله
روان ومـــــــه قدم پســـــې مې لاره ګرځوله
                                                                     سيد شاه سعود
آينه که ددې ښار کوڅــــو کې کېږدم
نو دا خلک به اخته خپله په ځان شي
                                                               طايرځلاند
         که دې بيتونو ته وګورو نو دې علامت ته يې نوی رنګ ورکړی او د صداقت ، رښتينولۍ او حقيقت د ښودلو لپاره يې هنداره سمبول ګرځولې ده .
       بله خبره داده چې که په پښتوکلاسيک غزل نظر اچوو ،نو پکې زياتره علامتونه له فارسي ژبې اخيستل شوي دي چې پوهېدلو لپاره يې په فارسي ژبه پوهېدل ضروري او څه ناڅه د مغربي ادبي تحريکونو د اغېزې لاندې هم دي چې پوهېدو لپاره يې مغربي تنقيدي اصولو ته رجوع کول په کار دي.
       درېيم توپير يې د کلاسيک غزل سره دا دی چې ډېر زاړه علامتونه يې پرېښي او د نوي علامتونو د رامنځته کولو هڅه يې کړې ده .لکه باز محمد عابد چې واييک
هر سهار يې د ښار ښکلو باندې وېشم
هــــر مـــــاښـــــام راټولوم شــــيندلی زړه
        د يوښه انځور ترڅنګ د غزل په دې  بيت کې  د زړه درد او ناخوالې د سمبول په بڼه وړاندې شوي البته د (ښار ښکلی ) سمبوليکه بڼه لري چې مراد ترېنه رنګه ښايسته خلک نه دي بلکې غريبان او مظلومان ترې مراد کېدای شي .
        د نن ورځې زياتره علامتونه د نورو ژبو ترجماني نه کوي ، بلکې د خپلې خاورې او خپل کلتور نه يې ساه اخيستې چې د لوست په وخت کې ، لوستونکی د هيڅ قسم ذهني مشکل سره نه مخ کيږي . دا علامتونه په هر ځای کې تازه او نوي په نظر راځي لکه : ورځ ، شپه ، تياره ، رڼا ، لمر ، سپوږمۍ ، ستوري ، اسمان ، پسرلی ، خزان ، څراغ ، هوا ، ماښام سحر ، دېوال ، سمندر ، ساحل ، جزيره ، بادبان ، کاروان ، څاروان ، حسين ، يزيد ،کربلا، ښار ، هنداره ، شبنم او داسې نور تازه علامتونه  د نوي معنويت سره مخ ته راځي او په همدې خصوصياتو سره د پښتو غزل نوې بڼه بېخي بدله محسوسيږي، د موضوع د ښې روښانتيا لپاره د غزل يو بيت د بېلګې په توګه وړاندې کوم :
شپه او سحر د سمبول په بڼه
تا مې د ژوند د ارمانونو شمعې مړې کړې اشنا
ضرور به شپــــــه راځي له تانه به سحـــر ګرځوي
                                                                                      جلال امر خېل
يالکه پيرمحمد کاروان چې چنار د خپل يار لپاره سمبول ګرځولی او وايي:
چپ شمه که ووايم چې دنګه ياره تا ښايم
خلک راته وايي چې کاروانه چنار څه مانا
خو سترګو ته بيا شاعر په خپل غزل کې څراغ سمبول ګرځولی او وايي:
چې کله مې هم سترګې څراغونه ته کړم پورته
نو ټک په زړګي راکړي د لړم غوندې جــانـان
                                                                       اجمل اند
ځينې سمبولونه د اسماعيل يون پدې غز ل کې ګورو:
څومره چې په زړه باندې سپېڅلې يو
هومره په سينه بانـدې داغـــــلــــــې يو
څوک وايي دلمر حوره راوړای نه شو
مونږ يې له وزرونو نــــه نيــــولـــــي يو
ای د تيارو باده لږ په ورو درومـــــــــه
مونــږه د يــــادو د ايـــــرو څـــلــــــي يو
ښـــه ښکاري دوزخ ته چــــې دا ووايو
مونږ هم لــــــه دوزخ ځينې راغـلې يو
دا تياره فضار د اســتوري نه زغمي
مونږه پرې بې وخته ځلېدلــــــــې يو
                                                                اسماعيل يون
د پښتو غزل پرمختګ او نوي پړاوونه
         د شلمې عيسوي پېړۍ په دويمه نيمايي پېړۍ کې داسې حالات را جوړ شول چې له پښتنو نه يې يو ځل بيا د پاڅون او بيدارۍ غوښتنه کوله ، د انګريزي ښکېلاک خلاف په بېلابېلو سيمو کې پښتانه را پاڅېدل او د خپلې بقا جنګ يې پيل کړ او د يو مثبت بدلون غوښتونکي شول چې پښتنو ليکوالانو پکې فعاله ونډه درلوده . په غزل کې د دغو بدلونونو او انقلاب پګړۍ خدای بښلي امير حمزه شينواري ته ور په سر ده .
ستا په اننګو کې د حمزه د وينو ســــره دي
ته شوې د پښتو غزله ځوان زه دې باباکړم
د حمزه غږ دی چې د خيبر له سيمې رااوچت شو لکه د برېښنا پړق په درسته پښتونخوا کې خپور شو ، د يو پراخه سبک بنياد يې کېښود او درې سوه کاله وروسته يې يو ځل بيا په خپلو صلاحيتونو پښتو غزل او ادب ته بابا پيداکړ ، حمزه يوځل بيا غزل په پښو ودراوه او د ژوندي پاتې کېدو اوبه يې ورکړې ، په داسې حال کې چې پښتو غزل د تنزل کوهي ته غورځېدلې وه ، حمزه د د غزل په ځمکه د پښتني رواياتو او پښتني فکر کر کړی ، که د تصوف مسئله وي او که د مينې سندرې وايي نو هم د پښتو رواياتو دايرې نه ماتوي.
      ښاغلی سمندر خان سمندر يو له هغو ليکوالانو څخه دی چې په خپلو فنا خدمتونو يې د پښتو ادب شمله هسکه کړې ، نوموړی د شلمې پېړۍ په غزل نګارانو کې لومړی هغه شاعر دی چې غزل ته يې هيئتي بدلون ورکړ ، په دې پير کې قلندر مومند هم هغه نامه ده چې پښتو غزل  کې يې داخليت او خارجيت ته پوره ځای ورکړی.
ته اغزي کړه زما  او د ګل منځ  کې
زه په لاره کې قدم نه ږدم سينه ږدم
                                                        قلندر مومند
    په غزل کې بله څېره ښاغلی صديق پسرلی دی ، پسرلي صاحب غزل ته يو ځل بيا د نازک خيالۍ جامه ور په غاړه کړه ، غزل يې ډېر خوږلني لري د درنو تورو له استعمال نه يې ځان ژغورلی ، پسرلي صاحب په غزل کې د ژوند هر حالت انځور کړی ځکه خو د غزل د ستوري لقب ورکړل شوی ، په همدې ترتيب د پښتو غزل په نويو پړاوونو کې برجسته څېرې راميدان ته شوي چې پښتو نوی غزل يې د معيارونو لوړو پوړونو ته ورساوه چې د دوی له جملې څخه يې د څو تنو نومونه يادوو، لکه : مرحوم ايوب صابر ، طاهر کلاچوي ، سيف الرحمن سليم ، همېش خليل، ښاغلی شمس القمر اندېش ، اکرام الله ګران ، ارواښاد خاطر اپريدی ، بازمحمد عابد ، نورالحبيب نثار ، عمر دراز مروت ، جلال امرخېل، سيدجېلاني جلان ، صاحب شاه صابر ، فضل ولي ناګار، ښاغلی قمر راهي ، سعدالله جان حيران ، سليم راز ، رحمت الله درد،و ډاکټر اسرار ، عبدالروف زاهد ، ډاکټر اعظم اعظم ، رحمت شاه سايل ، سعيد ګوهر ، خيرمحمد عارف، دروېش درانی ، پيرمحمد کاروان ، اظهارالله اظهار ، سعيد رهبر ، اسحاق ننګيال ، شيرحسن کمالزی ، رحيم داد همزولی ، اباسين يوسفزی ، محمود اياز ، خالد پښتون، رياض تنسيم ، سعميل جعفر ، زبير حسرت ،رازق فهيم ، ډاکټر خالق يار زيار ، قيصر اپريدی ، رومان سار ، شمس الزمان شمس ، راج ولي شاه خټک ، عبدالباري جهاني ، سيد شاه سعود ، لال پاچا ازمون، مصطفی سالک ، عبدالمالک بيکسيار ، اجمل اند، شرر ساپی ، ، عمر فاروق عادل، پروين ملال، حسينه ګل ، زينب سالک ، سلمی شاهين ، مريم اکمل ناصري ، ښاپېرۍ نغمه ، صفيه صديقي چې دې هر يو د غزل لپاره نه هېرېدونکي خدمتونه کړي او غزل د پايښت لپاره يې هلې ځلې کړي دي.
لپه کې مې زخم دی سوری نه دی
وينې ترېنه څاڅې اوبه نه څاڅي
                                                                 سيد شاه سعود
ماټيټ ورته لېمه کړه زمـــا ســــر نه ټيټېده
شايد چې په الفت کې هم افغان پاتې کېدم
                                                                         حمزه

غزل او د غزل شاعر
        مونږ زياتره ليکوال او تبصره کوونکي ګورو کله چې هغوی په کوم کتاب يا کوم شاعر ليکل کوي ، نو تقريبا هر شاعر غزل ګو هم ګڼي او نظم ګو هم  خو په حقيقت کې داسې نه ده ، ډېر وخت به يو کلام قافيه هم ولري وزن به هم ولري ،مطلعه به هم لري او مقطعه به هم ولري ،خو پوره غزل به نه وي بلکې په اوسنۍ اصطلاح کې ورته غزل نما نظم وايي ، يانې شکل او بڼه به يې د غزل وي ،خو خصوصيتونه او ځانګړتياوې به يې د غزل نه وي ، هرکله چې خبره د خصوصيتونو او ځانګړتياوو شوه  ، نو دا پوښتنه راپيدا کيږي چې د غزل او نظم ځانګړتياوې کومې دي ؟ په کومو سره چې د غزل او نظم توپير په اساسي توګه اونوي منطق سره کولی شو ؟ په ادبياتو کې هر صنف که نظمي وي او که نثري، دخپلو خصوصيتونو له مخې تخليق کيږي ، که دا خبره نه وي نو په نثري برخه کې به ډېر وخت يو وړوکي ناول ته د اوږدې کيسې نوم خلکو ورکولی او يوې اوږدې کيسې ته د ناول نوم ، خو کله چې د دې هر صنف ځانګړتيا او خاصيتونه په نظر کې ونيول شي ،نو بيا به کله هم څوک اوږدې کيسې ته د ناول نوم نه ور کوي او لنډ ناول ته د کيسې نوم.
      همداسې په شعري صنفونو کې هم خپل خپل خصوصيات دي او د همدې خصوصياتو له مخې بېليږي.
       نظم همېشه په خارجي حقايقو څرخي او د ښه نظمونو راز په همدې کې دی ، د غزل لپاره  ايجاز او اختصار بې حده ضروري دی يو مفهوم که په اوه لفظونو کې بيانېدلی شي ،نو غزل د دې تحمل نلري چې اته لفظونه دې ورته راوړل شي ، غزل د اړتيا وړ ټکو ته په خپله لمن کې ځای ورکوي غزل د لفظونو اصراف يو هنري بدعت ګڼي . لکه د خوشحال بابا دا شعر:
زه يې چا لره وهم قدر يې چا زده
په اور وسوځـــــه دا توري قلمونه
                                                               خوشحال بابا
       خو نظم د اجمال نه زيات تفصيل ته اړتيا لري ، يوه وړه خبره د لفظونو د اصراف سره بيانېږي که پورته شعر په نظم اړوو نو امکان لري چې په ډېرو  کړيو کې همدا يو مفهوم بيان شي ، د غزل هر شعر ځانته بېل بېل مفهوم لري جې په خپله دايره کې هر شعر ځانته نظم هم کېدلی شي ، يانې په غزل کې د موضوع تسلسل د غزل نوي معيار ته زيان رسوي چې داسې غزل ته  اوسني شاعران غزل نما نظم وايي.
      خو په نظم کې به له سره تر اخره يوه موضوع بيانيږي ، په غزل کې فکرونه خيال او موضوع ګانې بدليږي رابدليږي ،خو که په نظم کې موضوع بدله شوه د فکر لارې دوه شوې او يا د خيال پرواز په بل لوري شو نو نظم نيمګړی شي او خپل بنيادي صفت له لاسه ورکړي .
        يوه بله ځانګړتيا چې غزل او نظم سره بېلوي د ژبې مسئله ده ، هرڅو که د نثر په مقابل کې د شعر ژبه همېشه ځانګړې وي بيا خپله د شعر په بېلابېلو صنفونو کې د ژبې خپله ځانګړې کارونه کيږي ، غزل همداسې خصوصيت لري چې خپله ځانګړې ژبه لري او کارونه يې ډېره اغېزمنه ده . د غزل په په مطالعه کې د لوړوشاعرانو د غزل ژبه ډېره روانه او شاعرانه ده لکه خوشحال بابا چې کله قصيده ليکي يا هم د نظم په کوم بل ژانر کې خپل اظهار کوي ،نو هلته يې شعري ژبه بېل ډول وي ،خو کله چې د غزل په لاره قدم ږدي ،نو سمدستي خپله ژبه هم بدلوي او د غزل د غوښتنو سره سم ترکيبي حالت ورکوي ، يوازې د غزل يا نظم په ليکلو سره يو شاعر ته د غزل ګو يا نظم ګو لقب نه شو ورکولی ، لومړی به ګورو چې د شاعر په شاعرۍ کې د غزل د اسلوب ځانګړتياوې ډېرې  دي که د نظم ، د بېلګې په توګه د حمزه بابا د غزلونو ترڅنګ ډېر ښکلي او په زړه پورې نظمونه هم ليکلي (راځه چې يوه جوړه کړو جونګړه په ځنګل کې ) دا د حمزه شينواري يو شهکار نظم ګڼل کيږي .
        همداراز اجمل خټک په خپلو شعري تخليقاتو کې غزل هم پنځولی ډېر ښکلي غزلونه يې په کتابونو کې مخې ته راځي ،نو مونږ به د حمزه بابا نظم ګو شاعر ګڼو ؟ يا به اجمل خټک غزل ګو وايو ؟ که د حمزه د نظم مطالعه کوو تغزل پکې په هر قدم په نظر راځي ، هغه ځانګړتياوې چې غزل يې لري د حمزه په نظمونو کې  ډېرې  په نظر راځي ، حمزه بابا که نظم ليکي او که سندره خو تخليقي ځانګړتياوې پکې د غزل وي ، همدا د جونګړې په نظم کې هم داسې محسوسولی شو جې دا د غزل شعرونه دي ، همداسې که د اجمل خټک غزلې لولو ،نو ځای ځای پکې د نظم تصوير سترګو ته راځي ،همدلته مونږ دا پرېکړه کولی شو چې څوک د غزل شاعر دی او څوک د نظم ، اوس که حمزه بابا ټول شل غزلونه ليکلي وي او د هغه په نظمونو کې د غزل تخليقي ځانګړتياوې وي ،نو بيا به هم حمزه بابا ته د غزل شاعر ويلی شو او همداسې که اجمل خټک لس غزليزې ټولګې درلودلې او په غزل کې يې د نظم خصوصيتونه وي ،نو بيا به هم اجمل خټک دنظم شاعر ګڼو ، داسې هم کيږي چې يو شاعر هم د نظم شاعر وي او هم د غزل چې مثالونه يې ډېر کم دي ، په پښتو کې دا وياړ ايوب صابر او قلندر مومند لري چې غزل يې د غزل او نظم يې د نظم خصوصيت لري.
د پښتو غزل راتلونکی
          په داسې حال کې چې دنيا د يو بدلون او انقلاب په درشل کې ولاړه ده او دغه بدلون له ځان سره شايد مثبتې پايلې و نه لري ، دا پوښتنه کول چې دپښتو غزل راتلونکی به څنګه وي ؟  ددې نه زيات مناسبه داده چې ووايو د پښتو ادب راتلونکی به څنګه وي ؟ ځکه دغه يوازې پښتو غزل ته نه ، بلکې هر صنف او په بشپړه توګه ادب ته راپېښه ده .
         ولې چې ځمکنيو بحرانونو انسان تر ډېره حده په ذهني توګه اغېزمن کړی په داسې حال کې چې پښتون قام په مستقيمه او غير مستقيمه توګه استحصاليږي ،نړۍ وال قوتونه پښتانه د مختلفو دسيسو په وسيله اشغالوي او غواړي په يوه محدوده دايره کې يې ګېر کړي ،نو په داسې حال کې په رښتيا هم د خپلو تهذيبي اقدارو ساتنه او پالنه او د هغې په اړه سوچ کول يو مهم او اړين کار دی .
       که ساينسي پرمختګونه او ماشيني ايجاداتو انسان ته اسانتياوې برابرې کړې ،نو له ځان سره يې يو څه نوې کشالې هم راوړې دي  چې د هغې له کبله ډېرې اندېښنې هم راولاړې شوي دي  او دې اندېښنو ته ځواب پيداکول د هر ليکوال مسؤليت دی .
      د ساينس او ادب ترمنځ که هرڅو ظاهري واټن ليدل کيږي او يو د بل ضد ښکاري ولې چې ساينس په تجروبه ولاړ دی او د ادب ماڼۍ په تخيل ودانه ده .
      تجربه د واقعيتونو په وجود کې راځي او تخيل د ځان سره د نوي واقعيتونو نوي امکانات راوړي ،خو په حقيقت کې دا دواړه يو تر بله مرستندويه دي ، ساينسي پرمختګ په فکري توګه ادب پياوړی کوي او ادب د ځان سره د ساينسي تجربې لپاره نوي مواد راټولوي .
       خو د دې دومره نژدې تړون باوجود ساينسي پرمختګ يو څه خنډ د ادب په لاره کې پيدا کړی دی ، کمپيوټر ، انټر نيټ ، مبايل او داسې نور و ايجاداتو د کتاب او انسان ترمنځ ډېر واټن پيداکړی ، دا ټول هغه پرمختګونه دي چې د ځان سره د ملکي او قامي بقا په اړه اندېښنې او وسوسې زېږوي ، چې د ذهني بحران لامل ګرځي  ، نو په داسې حال کې چې يو انسان د دومره ذهني ستونزو سره مخ وي ، نو د هغې نه به د ادب دابندې په اړه څه تمه وشي ؟ خو له نېکه مرغه پښتو ادب تر اوسه په ټوليزه توګه د دې پرمختګ له منفي اثراتو نه دی اغېزمن شوی ، چې مونږ يې د اينده په اړه اندېښمن شو ، بلکې پښتو ادب لکه د نورو ژبو د ادبياتو سره اوږه په اوږه دغې بدلونونو سره مزل کړی او ټول هغه امکانات يې په خپله ځولۍ کې د ځان سره رانغاړلي دي ، چې وخت يې غوښتنه کوي او بيا پښتو شاعرۍ خو په دغه لاره کې خپل مقام لومړی کړی دی  .
      چې په شعري اصنافو کې غزل هم دغه بدلونونه په پام کې نيولی او له عصري ضروريتونو يې لمن نه ده راټوله کړې ، تر اوسه پښتو غزل په دغه سفر کې ټول هغه څه له ځان سره راوړي ، په کوم چې يو صنف ژوندی پاتې کېدی شي.
      غزل د پښتو شاعرۍ هغه صنف دی چې زمونږ ډېر خيالات او افکار ، د جذباتو او احساساتو ، د ماضي او حال ، د خلکو ذهني رجحاناتو او تهذيبي اقدارو زياته برخه په دې صنف خوندي ده .
      غزل د پښتون قام په زړه کې داسې ځای پيداکړی چې کله به هم ورک نشي ، ځکه د مختلفو اصنافو لکه : ازاد نظم ، هايکو اونورو صنفونو مشهورېدو تر اوسه هيڅ قسم بده اغېزه په پښتو غزل نه ده کړې او نه پښتو غزل په خپل سفر کې له دوی وروسته پاتې شوی دی ، بلکې د شاعرۍ په لومړي صف کې  د خلکو د ذهن د هوساينې او فکري بلوغيت لپاره يې د ځان د اثبات جواز راوړی دی، نو ځکه په ډاډه زړه دا ويلی شو چې د پښتو غزل راتلونکی ډېر روښانه دی او د هوساينې پرمختګونو سره به نوره هم په پښتو غزل راتلونکی ډېر روښانه دی او د ساينسي پرمختګونو سره به نوره هم په پښتو غزل کې پوخوالی راشي . په دې برخه کې د هغو نکتو يادونه لازمه ګڼم چې د کلاسيک دور په ښو غزل ليکونکو کې ليدل شوی او محسوس شوی او د راتلونکی دور غزل ليکونکو لپاره يې عملي کول اړين او ضروري دي چې په نظر کې نيولو سره به يې په پښتو غزل کې نور نوښت او پوخوالی هم راشي :
1.   هر غزل ليکونکي ته په کار ده چې لومړی د خپلې شعري سرمايي څخه ځان خبر وساتي د هغې په ژور نظر مطالعه وکړي . د مضمون او منځپانګې د بيانولو انداز ته دې هم ښه فکر وکړي ، شعري صنعتونه ، استعارې ، کنايې ، تشبېهات ، ترکيبونه او سمبولونه دي په داسې انداز استعمال کړي چې د ورځني ژوند سره نزديکت ولري .
2.   هر غزل ليکونکي ته په کار ده چې ځان د خپلې ژبې په صوتي اهنګونو او صوري جوړښتونو پوه کړي ، د ژبې په ګرامري اصولو پوه وي او د خپلې ژبې د لغوي پانګې ذخيره هم ولري ،ځکه چې دا کار به ورسره په تخليقي  سفرکې ډېره مرسته وکړي.
3.   بايد زمونږ نوي غزل ليکونکي د ژبې د کره والي لپاره داسې الفاظ او لغتونه رانه وړي کوم چې سوونه کلونه مخکې متروک شوي وي، ځکه چې هغه لفظونه د نن ورځې د ذهني رويې سره جوړښت نه خوري ، ډېر ځله داسې کيږي چې په داسې لفظونو دغزل تغزل او شعريت ته زيان رسيږي ، که نن هم د خپلو ښو غزل ليکونکو غزلونه ولولو، نو د هغوی غزلونه به د همدې ځانګړنې برخمن وي ،چې بېلګه يې د صديق پسرلي او پيرمحمد کاروان شاعري ده چې د نورو خوبيو ترڅنګ يې يوه خوبي دا ده چې د ژبې د مصنوعي کره والي کوښښ يې ندی کړی .
4.   بايد زمونږ د راتلونکي دور غزل ليکونکي د غزل ژبه عامه او ولسي وي . د ډېرې پيچيده ګۍ دې لاس په سر شي او کوښښ دې وکړي چې په خپل غزل کې ساده ګي راولي لکه حمزه بابا چې وايي:                                                                                                                 ((ستا به کمال د سخن داوي چې ساده کړې ژبه ))
5.   د راتلونکي دور غزل ليکونکی بايد دې خبرې ته پوره پاملرنه وکړي چې هغه په شعر کې څه وايي؟ هغه د طبيعت سره څومره نزديکت لري؟ ايا هغ د شعري منطق له رويه درست دی؟ نو بايد له غيرې طبيعي ترکيبونو او تجربو تېر شي ،ځکه راتلونکی دور د عقل او ساينسي منطق دور دی ،نو بايد دې اصل ته هم پام وشي.
6.   د راتلونکي دور غزل ليکونکی بايد د شعري صنعتونو نه خبر وي او د هغې په سم او صحيح استعمال پوه وي چې په دې کار د پوهېدلو لپاره د کلاسيک دور شاعري لوستل يو ضروري کار دی او بغير د استادانو د شاعرۍ له مطالعې ناشوني دی.
7.   د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد د حقيقت پسندۍ له داسې اظهاره ډډه وکړي چې په هغې سره د غزل هنري ارزښت راکميږي ، بلکې د اظهار داسې پيرايه دې خپله کړي چې د يوځانګړي وخت پورې ونه تړل شي او د وخت په تېرېدو سره خپل ارزښت له لاسه ور نه کړي.
8.   د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد د غزل منځپانګې ته هم پوره پاملرنه وکړي ، بايد غزل يوازې د سرو شونډو او غټو سترګو د توصيف او ستاينې لپاره ځانګړی نکړي ، بلکې د ژوند سره تړلي ټول موضوعات دې د خپل غزل برخه کړي ، هغه که ځمکني وي او که خيالي ، فلسفيانه وي او که نور موشوعات ، خو بايد د غزل معنوي خوا په دې سره درنه کړي.
9.   بايد دراتلونکي دور غزل ليکونکي په خپل غزل کې  اخلاقي قدرونه مراعت کړي ،خپل جذبات او احساسات په داسې پيرايه کې بيان نه کړي چې هغه د د بداخلاقۍ په زمره کې راځي ،ځکه داسې شاعران هيڅکله په ټولنه کې مقبوليت نه شي تر لاسه کولی
10.د راتلونکي دور غزل ليکونکي بايد  د خپلې ژبې د شعري پانګې ترڅنګ بايد د نورو ژبو مطالعه هم وکړي او په ځانګړې توګه د هغه ژبو شاعري ولولي چې کومو سره چې مونږ نژدې اړيکې لرو ، چې په هغې کې فارسي ، عربي او اردو په لومړي قدم کې راځي ، دا هغه ټکي دي چې زه يې د راتلونکي غزل لپاره يو پوخ تهداب په حيث ګڼم کوم چې په مراعت  کولو سره به يې پښتو غزل روښانه او کاميابه راتلونکی ولري او له هر قسم زواله به يې په امان وساتي.



پايله
         غزل په پښتو شاعرۍ کې هغه فورم دی چې ډېر مينه وال لري ، دا هغه نازک دی چې د هرې موضوع بار په اوږو وړلی شي ، د غزل دومره مقبوليت يوه وجه داده چې تغزل پکې په بشپړه توګه موجود دی ، د شاعرۍ دا فورم د عربي ژبې د قصيدې د تشبيب او نسيب نه رازېږېدلی او فارسي ژبې په واسطه پښتو ادب ته راداخل شوی او د پښتني چاپېريال رنګ يې خپل کړی ،ځکه خو د پښتو شاعرۍ د ملا تير ګڼل کيږي ، د غزل په لغوي مانا کې ټول پوهان په يوه خوله نه دي خو په اصطلاح کې د شعر هغه فورم دی چې سر تر پايه يو وزن او يوه قافيه ولري او داسې احساس پکې موجود وي چې په مقابل لوري اثر وکړي . په پښتو ژبه کې د غزل تاريخ د اکبر زمينداوري له غزل څخه پيل کيږي چې همداسې بيا د روښانيانو په دوره کې د پرمختګ لومړي ګامونه او چتوي او د تصوف رنګ پکې ځای کيږي له دې راوروسته خوشحال خان ټول پښتني روايات په غزل پورې تړلي ، همداسې رحمان بابا د نصيحت او حميد مومند د نازکخيالۍ بڼه ورکوي ، غزل چې کله تر حمزه شينواري رارسيږي ،نو هغه نوښتونه ورکوي چې په اساس يې دی د غزل د بابا لقب ګټي ، په شعري فورمونو کې غزل ته په هره ژبه کې زيات اهميت او لومړيتوب ورکول کيږي ، په پښتو ژبه کې د فورم له مخې غزل پنځه ډوله لري ۱ بې رديفه غزل ۲ رديف لرونکي غزل ۳ ماته غزل ۴ دوه قافيه ييزه غزل ۵ مطلعي غزل . په غزل کې کې اکثره موضوعات د شعري ترکيبونو او سمبول په واسطه انځوريږي ، غزل په خپله ځانګړې ژبه لري چې کارونه يې ډېره اغېزمنه ده هغه وخت يو شاعر ته غزل ګو شاعر ويلی شو چې په شاعرۍ کې يې د غزل دا اسلوب او ځانګړتيا ډېره وي چې  د پښتو ادب په معاصره دوره کې هم همداسې غزل ويونکي ډېر رامنځته شوي او غزل يې د معيار لوړو پوړونو ته رسولې ، په همدې ترتيب په غزل باندې د نورو اصنافو مشهورېدو اود نوي تمدن پرمختګ هيڅ کوم منفي اثر نه دی غورځولی ،نو ځکه به يې راتلونکی هم ډېر روښانه وي.
ماخذونه
1)   ارزومند استاد محبوب شاه ، پښتو نظم کلاسيک ژانرونه  ، ګودر خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۹ل.
2)   ځلاند ،طاير ، پښتو غزل تنقيدي جاج ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۹۱ل.
3)    رفيق، پوهندوی محمد رفيق ، ادبپوهنه ، لکچر نوټ ، ۱۳۸۷ل.
4)   روهي ، کانديد اکاډميسن محمد صديق ، شعر پېژندنه ، ميهن خپرندويه ټولنه ، درېيم چاب ، ۱۳۸۹ل.
5)   غمشريک ، محصل خان ، پښتو غزل پېژندنه ، هېواد مطبعه ، جلال اباد ، ۱۳۹۱ل.
6)   فاروقي ،محمد غني ، شوګيرو ملګری ، ګودر خپرندويه ټولنه ، دويم چاپ ، ۱۳۹۲ل.
7)   هاشمي ، سيد اصغر، ادبي ژانرونو لنډه پېژندنه ، ګودر خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۹۰ل.
8)   همکار، پوهنمل محمد ابراهيم ، قافيې فن ، مومند خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۹۰ل .
9)   يون ، پوهيالي محمد اسماعيل ، پښتو شعر هندسي جوړښت ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۷ل.


Post a Comment

0 Comments