راشه چې زړه کې مې د ژوند هيله يې!




ژوند مې ډېر ګران دی
داسې
چې هېر مې ځان دی
ستا غم دی چې هره ګړۍ مې ځوروي
او د ګلاب  سره ګلونه دي چې هره لحظه تا رايادوي
غم دې له اوره هم ډک او له پېغوره هم
ځکه
ستا په بېلتون کې تربور او ترلۍ دواړه خوښ شول
چې زمونږ منځ کې دا تړون مات شو
چې به تر مرګه د يو بل اوسو
داسې چې ته به زما او زه به ستا لپاره ژوند تېروو
راځه تېر هېر کړو
له سره بيا سره تړون وکړو
خپل غمازان په لمبو وسېځو
په همدې هيله ستا د راتګ لارې څارم چې
ستا دې قسم وي له هر څه نه بې پروا راشه
د تېر په څېر مې يو ځل غېږې ته اشنا راشه
راشه چې زړه کې مې د ژوند هيله يې
ستا د ديدن په تمه مرمه خامخا راشه
که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments