ضمير او ډولونه يې


سريزه
            لکه چې وايي ګرامر د ژبې کيلي ده ، زه هم همدا خبره تائيدومه ، که چېرې څوک غواړي چې خپله ژبه غني او بډايه کړي ،نو تر ټولو دمخه دې په ګرامر ډېر کار وکړي د ګرامر په پوهېدو سره کولای شو چې ډېرې په زړه پورې ليکنې وکړو او ډېره فهيمه او د پوهېدو وړ وينا ولرو او د نورو خلکو د وينا څخه ژر مطلب واخلو د ګرامر په سم نه کارولو سره ليکنه ګډوډيږي ، موضوع په بله اوړي ، ددې هرڅه په پام کې نيولو سره ماته د نورو موضوعاتو په پرتله د ګرامر برخه په ادبياتو کې يو څه ډېره اړينه او په زړه پورې ښکاره شوه، نو ما هم د ګرامر يوه برخه (ضمير او ډولونه يې  ) تر عنوان لاندې موضوع واخيسته چې ژبه کې ښکلا او لنډون رامنځته کوي او د نومونو د تکرار مخه نيسي . د ضمير هدف او غرض دادی ، چې نوم په جمله يا کلام کې بيا بيا استعمال او تکرار نشي ،همدارنګه په کلام کې اختصار هم راوستی شي . بله دا چې ضمير په جمله کې د مبتدا او بشپړوونکي دنده ترسره کوي.
      که څه هم د دې ليکنې په پيل کې زما سره دا اندېښنه موجوده وه چې هسې نه چې په دې اړه اړين معلومات تر لاسه نکړای شم ،خو تر ټولو وړاندې د خپل لارښود استاد ښوويالي رحمان الله قانع څخه زيات ډاډه ومه او دغه موضوع مې ځکه د هغه په خوښه هم واخيسته ، په پای کې د خپل لارښود استاد ښوويالي رحمان الله قانع صاحب څخه ډېره مننه کوم چې د موضوع په بشپړولو کې يې له ماسره هر اړخيزه مرسته کړې ، ددې ترڅنګ له محترم استاد عبيدالله اغېز صاحب هم مننه کوم چې د ماخذونو په برخه کې يې له ماسره مرسته او همکاري کړې ده .
په درنښت
شهناز بارکزۍ  د بهسودو حمايوي دارالمعلمين محصله

ضمير (Pronoun   )
           ضمير هغه کلمه ده چې د نوم پرځای د تکرار د لرې کولو او د وينا د لنډيز لپاره راځي او د نوم ځای نيوونکی (قايم مقام ) ورته وايي.
       د ضمير فايده او غرض دا دی چې په کلام کې يو نوم بيابيا استعمال او تکرار نه شي.
        يا په بله وينا نومځری هغه ويی دی چې د يوه څيز نوم ښکارندويي کوي، د هغه پرځای راځي او يا يو نيم يې لکه نغوتنومځری ملګرتيا کوي او د همدې دندې له مخې د نومونو په ډله کې ځای نيسي.
       مثلا په دې جمله کې د سليم دلته نشته ، هغه کورته تللی دی،په دې کې (هغه ) ضمير دی ، ځکه چې د سليم پرځای راغلی دی او د هغه ځای يې نيولی دی.
      يا په دې جمله کې توريالی يو وطنپرست ځوان دی ، دی تل خپله دنده په ښه توګه سرته رسوي . په پورته جمله کې ګورو چې (دی) ضمير دی او د توريالي(نوم) پرځای استعمال شوی دی.
      له نورو نومونو (ستاينوم ، څيزنوم او شمېر نوم ) سره د ضمير توپير دا دی چې دا پر درې ګونو اړخونو جنس ، عدد، حالت سربېره د وګړي (شخص) لومړي، دويم، درېيم ،له مخې هم اوړون (ګردان ) مومي.

ضمير او ډولونه
         ضمير په پښتو کې پر څلور ډوله دی چې مشهور يې دا ديک
1)    ځانګړي نومځري (شخصي ضميرونه)
2)    ملکي يا اضافي نومځري
3)    اشاري نومځري
4)    استفهامي نومځري
5)    اشتراکي نومځري
6)    اداتي نومځري
7)    ارتباطي يااړيکنومځري
8)    پلوي يا سمتي نومځري
دا هر ډول له خپلو بېلګو سره درپېژنو:
        د ضمير ډولونو په هکله مختلف نظريات دي ،ټول پوهان په يوه خوله نه دي ، ځينې پوهانو ضمير په پنځه ډوله تقسيم کړی او ځينو پر شپږ ډوله .
       همداراز مجاور احمد زيار په خپل کتاب پښتو پښويه کې  ضمير پر يوولسو ډولونو وېشلی چې عبارت دي له :
1.    ځانګړی نومځری
2.    ملکي يااضافي ضميرونه
3.    اشاري نومځري
4.    پوښتنومځري
5.    پلوي نومځري
6.    اداتي نومځري
7.    اړيکنومځري (ارتباطي ضميرونه)
8.    غبرګنومځري يا انعکاسي ضميرونه
9.    ابهامي ضميرونه
10.ګډټولنومځري (اشتراکي ضميرونه)
11.ټول ځانګړي نومځري(ملکي، شخصي ضميرونه)
شخصي ضميرونه
         دا نومځري د انسان يا شخص د نوم ځای نيسي ، يا په دې ډول شخصي ضميرونه هغه دي چې په يو ټاکلي شخص( متکلم ، مخاطب ، غايب) باندې دلا لت وکړي . مثلا کله چې مونږ وغواړو چې د خپل ځان په باره کې څه ووايو ، نو مونږ خپل نوم نه اخلو، بلکې د خپل نامه پرځای (زه ، ما ، مونږ ، زما ، زمونږ ) ضميرونه استعمالوو چې داسې ضميرونو ته د متکلم شخصي ضميرونه وايي.
      کله چې مونږ د يو مخاطب سړي سره خبرې کوو، نو مونږ په خبرو کې د هغه نوم نه اخلو ، بلکې د هغې د نوم پرځای (ته ، تاسې ، ستا ، ستاسې) ضميرونه راوړو چې داسې ضميرونه وايي.
     دغه ډول که مونږ د يو غايب سړي يا شي په باره کې خبرې کوو، نو د هغه نوم نه اخلو او د نوم پرځای ورته دا ضميرونه راړو (ده ، دی ، دا ، دوی، دغو ، دغې ، دغه ، هغه ، هغې ، هغو) چې دا ډول ضميرونو ته د غايب شخصي ضميرونه وايي.
د شخصي ضمير ډولونه
      چې له شعر او ادب پرته يوازې د انسانانو لپاره راځي .
شخصي ضميرونه پر دوه ډوله دي: ۱- خپلواک (غښتلي)     ۲ نا خپلواک (کمزوري)
      الف : خپلواک غښتلي ضميرونه:
 هغه نومځرو ته وايي چې د نورو کلمو څخه جلا ليکل کيږي او په بلې کلمې پورې تړلې نه وي يا په بل عبارت هغه ضميرونه دي چې په خپلواکه توګه معنی ورکوي.
   خپلواک نومځري په درېو وګړو وېشل کيږي:
لومړی وګړی ( متکلم )
دويم وګړی ( مخاطب)
درېيم وګړی ( غايب)
      هر وګړی د شمېر له مخې يوګړی (مفرد) او ډېر ګړی(جمع) لري ، د دغو ضميرونو مفرد بڼه دوه حالته لري يعنې اصلي حالت او غير اصلي يا مغيره حالت ، د مطلب وضاحت او څرګندتيا لپاره خپلواک ضميرونه په لاندې جدول کې وګورئ:
وګړی (شخص)
يو ګړی (مفرد)
ډېرګړی(جمع)
اصلي حالت
غير اصلي مغيره  حالت
لومړی وګړی
زه
ما
مونږ
دويم وګړی
ته
تا
تاسې
درېيم وګړی
نارينه
دی، هغه
ده ، هغه
دوی

ښځينه
دا ، هغه
دې ، هغې
هغوی
ب : نا خپلواک کمزوري:
      هغه نومځرو ته وايي چې په خپلواکه توګه کومه معنا نه لري ، کله چې له يو نوم سره وکارول شي خپله مفهوم او معنا څرګندوي ، دا نومځري خپله معنی او مفهوم د نورو نومونو او کلمو سره د يوځای والي په صورت کې په ډاګه کوي.
         يا په بل عبارت کمزوری نومځری هغه نومځري ته وايي چې د نورو کلمو څخه جلا ليکل کيږي ، مګر بې د نورو کلمو له راوړلو څخه ځانته يا يوازې نه استعماليږي او تل د نوم په وروستۍ برخه کې د نوم سره تر څنګ راځي.   

په دې لاندې جدول کې يې له بېلګو سره وګورئ
شخص
مفرد
جمع
۱
مې(قلم مې راکړه )
مو (کتاب مو واخيست)
۲
دې (کتابچه دې واخله )
يې (کتابچه يې راکړه )
۳
يې (قلم يې واخيست)
يې(قلمونه يې واخيستل )
      په پورته جملو کې (مې ، دې ، يې ، مو ، يې) کمزوري نومځري (ضميرونه) دي.
جلا (منفصل)ضميرونه:
        جلا ضميرونه هغو ضميرونو ته وايي چې له بلې کلمې سره د يو ځای کېدو پرته او ځانله ليکل کيږي. د بېلګې په توګه (زه پاڅم ، کتاب مې ورک شو ، سليم راته وويل) ، زه مې دا جلا ضميرونه دي.
      په پښتو کې جلا او ځانله ضميرونه په درې ډلو وېشل کيږي چې دا دی دلته يې هر ډول بيانيږي:
لومړی ډول جلا ضميرونه:
        جلا او ځانله ضميرونه زياتره د جملې يا فقرې په پيل کې استعماليږي او د استعمال او معنا له مخې جلا ضميرونه ګڼل کيږي، زه ځم ، ته دی بيايې.
   دغه ډول ضميرونه په پښتو کې نسبتا زيات دی او زيات تفصيل غواړي چې دلته يې په لاندې توګه ښودل غواړو ، په پښتو ژبه کې د نورو ژبو پرخلاف د هر يو مفرد متکلم ، مفرد مخاطب او مفرد غايب لپاره دوه ډوله جلا ضميرونه راوړل کيږي.
      نو د درېيم شخص يا غايب لپاره څلور ډوله ضميرونه چې دوه يې د درېيم شخص نژدې او دوه نور يې د لرې درېيم شخص لپاره دي ، استعماليږي.
     درېيم نژدې شخص هغه دی چې د هغه په موجوديت کې د هغه خبرې کيږي ، لکه (دی ). او لرې هغه دی چې د هغه په غياب کې د هغه په هکله خبرې کيږي، يا موجود وي ، خو يو څه لرې وي . لکه (هغه).
      د لومړي ډول جلا ضميرونو شمېر په پښتو کې (۱۵) ته رسيږي چې د هغو له جملې څخه  درې د متکلم ، درې د مخاطب او پنځه د نژدې غايب او پاتې څلور يې د لرې غايب لپاره په کار وړل کيږي.
لومړی شخص
دويم شخص
درېيم شخص
مفرد
جمع
مفرد
جمع
مفرد
جمع
زه ، ما
مونږ
ته ، تا
تاسې ، تاسو
مذکر
دا ، دی
دوی
مونث
دا ، ده
دوی
 لرې درېيم شخص   :      
مذکر
مفرد
جمع
هغه د (غ) په زور هغه د (غ) په زورکي
هغوی

مونث
مفرد
جمع
هغه د (غ) په زور هغې
هغوی
  يادونه : د پورتنيو ضميرونو متکلم او مخاطب د نارينه او ښځينه لپاره يو شان استعماليږي.
دويم ډول جلا ضميرونه
        دويم ډول جلا ضميرونه د فعلونو په منځ او پای او د نومونو په پای کې استعماليږي او هيڅکله هم د جملې او فقرې په پيل کې نه راځي.
       په پښتو کې د دويم ډول جلا ضميرونو شمېر(۵) دي، چې په لاندې فهرست کې ښودل کيږي:
متکلم
مخاطب
غايب
(مې)د مفرد نارينه او ښځينه لپاره
(دی) دمفرد نارينه او ښځينه لپاره
يې د مفرد نارينه او ښځينه لپاره
مو د جمع نارينه او ښځينه لپاره
مو د جمع نارينه او ښځينه لپاره
مو د جمع نارينه او ښځينه لپاره
  پورتني جلا ضميرونه درې حالتونه( ، فاعلي ، مفعولي ، اضافي) لري .
       پورتني ضميرونه کله چې فاعل او يا مفعول په جمله کې کم نه وي ، په اضافي حالت کې ګنل کيږي او مضاف اليه واقع کيږي ، خو فاعلي حالت يې يوازې د متعدي ماضي لپاره دی او مفعولي حالت يې خاص د حال فعل ، راتلونکي او امر لپاره دی.
      مثلا لاندې يې وګورئ:
فاعلي حالت
مفعولي حالت
اضافي حالت
کتاب مې واخيست
سليم مې بيايي
کتاب مې سليم واخيست
//مو //
//مو//
کتابونه مو//واخيستل
//دی//
//دې//
کتاب دې //واخيست
//مو//
//مو//
//يې//       //
//يې//
//يې//

      يادونه : (۱)دا ډول ضميرونه هيڅکله د ارتباط له اداتو سره  په پيوسته بڼه نه استعماليږي، مثلا : د (ماته ) پرځای (مې ته) نه ويل کيږي او د لا زمي افعالو سره هم نه راځي.
      (۲)په هغه صورت کې چې فاعل او يا مفعول د جملې په پيل کې راغلی وي ، نو په دغسې وخت کې (مې ) دې ترخپل مضاف دمخه يعنې له فاعل او مفعول سره پيوست راځي. لکه
     سليم مې قلم واخيست(سليم قلم راګرفت) ،ما مې خپل کتاب راوړ(من کتاب خودرا اورم) .

درېيم ډول جلا ضميرونه
     په پښتوکې درېيم ډول جلا ضميرونه له (را،در، ور) څخه عبارت دي ، دغه کلمې په فعلي او ظرفي ترکيبونو کې راځي او کله کله د ضميرونوپه توګه د فعلونو او له ځينو ظروفو څخه دمخه استعماليږي او کله کله يوازې د لوري او جهت معنا ورکوي ، خو دا چې لومړی د متکلم ، دويم د مخاطب او درېيم د غايب لپاره دی؛نو په همدې اساس پکې د ضمير خصوصيت زيات دی.
   اوس غواړو د پورتنيو ضميرونو حالتونه ، د استعمال ځايونه او نور ځانله خاصيتونه وښيو:
1)   نوموړي ضميرونه په متعدي افعالو کې زياتره د دويم مفعول پرځای استعمال شوي وي، په دې صورت کې د مفعولي حالت لرونکی ګڼل کيږي، خو د مفعوليت د نښو(ته ، له ) استعمال ورسره ډېر کم دی . لکه :قلم مې وروباښه ، اس يې راوباښه ، دا کتاب مې در وباښه.
په پورتنيو جملو کې ( قلم ، اس ، کتاب )لومړني مفعول د (ور، را، در) د دويم مفعول يعنې متکلم ،غايب او مخاطب په ځای استعمال شوي دي او په هغه صورت کې چې دويم مفعول هم ذکر شوی وي ، يوازې د فعل ټاکلی لوری په ګوته کوي.
    مثلا: ( سليم ته يې اس ورباښه.)په جمله کې څرنګه چې د دويم مفعول يعنې (سليم ) ياد شوی دی، نو (ور) يوازې  د فعل لوری افاده کوي.
2)   که چېرې درېيم ډول جلا ضميرونه د (باندې ، لاندې،ځينې ، څخه ، ته ) له اداتو څخه دمخه راشي او يا لازمي اضافي ظروف (کره ، سره ، پسې) ورپسې راشي، په دې صورت کې مضاف اليه واقع کيږي او د اضافي حالت لرونکی ګڼل کيږي. لکه :
باندې: زما ورباندې روپۍ دي.
لاندې: دېوال پرېوت، سليم ورلاندې شو.
څخه، ځنې، نه : داکتاب درڅخه درځنې در نه اخلم.
کره : زه درکره نه ځم.
پسې: سليم راپسې را روان دی.
3)   پورتني ضميرونه کله کله د فعلونو او مصدرونو يوه برخه واقع کيږي ، په دغه صورت کې د فعل اصلي معنی ته تفسير ورکوي او د جهت د افادې سره يوه بله معنی هم ورکوي، لکه : کول(کردن) ،راکول(دادن)، وړل(بردن) ، راوړل(آوردن) ، تلل (رفتن) ، راتلل(آمدن).
4)   پورتني ضميرونه : په لازمي فعلونو او کله کله په متعدي فعلونو کې پرته د فعل د اصلي معنی له بدلون څخه يوازې ټاکلی جهت افاده کوي .لکه راختل، ورختل ، درختل، راکوزېدل، راپاڅول، راخېژول ،
مثلا( سليم راوخوت) کې (را) د فعل جهت او لوري د څرګندولو او بيانولو لپاره استعمل شوی دی.
ملکي يا اضافي ضميرونه
           هغه ضميرونه دي چې د يو څيز ملکيت اړوندتيا متعلقيت ښيي، دا ضميرونه د اضافت د تورو (د، ز، س) په واسطه جوړيږي او د يوه شخص يا شي د ملکيت ښوونه کوي.
اضافي ضميرونو ډولونه
     اضافي نومځري په دوه ډوله دي :
    لومړی اضافي خپلواک نومځري
   دويم اضافي نا خپلواک نومځري
     اضافي خپلواک نومځري :
هغه نومځرو ته وايي چې د هغو په واسطه د يو شي يا شخص ملکيت ښودل کيږي .
اضافي خپلواک نومځري په لاندې جدول کې ښودل کيږي
اشخاص
مفرد
جمع
متکلم
زما
زمونږ
مخاطب
ستا
ستاسې ، ستاسو
غايب
د ده ، د دې
د دوی
    د اضافي خپلواکو ضميرونو د ښې پېژندنې لپاره لاندې جملې وګورئ:
1.    زما پلار په کابل کې دنده لري.
2.    زما قلم راکړه.
3.    ستا قلم شين دی.
4.    ستا کتابچه چېرې ده .
5.    زمونږ په ښوونځي کې کار جريان لري.
6.    زمونږ قلمونه راکړه .
7.    ستاسې کتابونه نوي دي.
8.     د دې ورور سرمعلم شو.
9.    د دوی قلمونه ورک شول.
اضافي نا خپلواک نومځري:
  اضافي نا خپلواک نومځري هم د اضافي خپلواکو نومځرو په ډول ملکيت ښيي، مګر د اضافي خپلواکو نومځرو په شان په جلا ډول نه راځي ، بلکې تل د نوم په پای کې د نوم سره يو ځای راځي.
اضافي ناخپلواک نومځري دا دي:
وګړی(شخص)
يوګړی(مفرد)
ډېرګړی(جمع)
متکلم
مې
مو
مخاطب
دې
مو
غايب
يې
يې
   د ښې پېژندنې لپاره لاندې جملې وګورئ:
1.    قلم مې څه شو؟
2.    اختر مو مبارک شه !
3.    مور يې ناروغه وه.
4.    خويندې يې په ژړا شوې.
5.    کالي دې وګنډل شول.
6.    کتاب دې چېرې دی؟
     په پورتنيو جملو کې د (مې ، دې ، يې مو ) نا خپلواک اضافي ضميرونه دي.
اشاري ضميرونه
       په پښتو کې يو شمېر کلمې شته چې هغه د اشخاصو او شيانو پرځای د اشارې په توګه استعماليږي ، دغه ډول کلمو ته اشاري ضميرونه هم وايي.
       يا په بله وينا هغه نومځري دی چې وګړو يا څيزونو  ته  نغوته (اشاره ) کوي او د هنر د نومونو ځای نيسي او يا ورسره لکه لنډستاينوم د مخټاکي په توګه ملګرتيا کوي.
       نغوتنومځري د څيزونو ، پديدو او ژويو لپاره د ځانګړو نومځرو پر ځای هم راځي.
      په بل عبارت ځانګړي نومځري يوازې په وګړو (انسانانو) اړه لري.
      نغوتنومځري د نوږي، ګڼې ، پير او يوازې درېيم وګړي او واټن (فاصلې) له مخې اوړون لري.
       په کندهاري ګړدود کې نغوتنومځري د واټن له مخې په پنځه ډوله دي ، ډېرې نژدې (دا ، ها، آ) لږ نژدې يې (دغه ، داغه ) لرې (هغه)، لا لرې يې (هاغه، آغه ) ډېر لرې يې (هوغه).
     اشاري ضميرونه په خپل منځ ې د لرې والي او نژدې والي له مخې درجې لري ، چې ټول يې يوازې د غايبو څيزونو او اشخاصو لپاره کارول کيږي، مثلا کولی شو (دغه ) (سړی) پاڅېد، دغه لښته ماته شوه، دغه (لړم) مړ که .
    اوس اشاري ضميرونه له خپلو اوصافو او حکمونو سره په لاندې ډول بيانيږي:
1.    په پښتو کې اشاري ضميرونه په لاندې ډول دي:
نژدې
لرې
مفرد
جمع
مفرد
جمع
نارينه
داغه
دغو
هغه
هغو
ښځينه
دغې
دغو
هغې
هغو
2.   په پورتنيو کلمو کې (دغې ، هغې ) د ماضي متعدي فعل په فاعلي او ارتباطي حالت کې د مفرد مونث لپاره او (دغو ، هغو ) د جمع مذکر او مونث لپاره يعنې په دغو دواړو حالتونو کې استعماليږي او (دغه ، هغه ) په نورو ټولو پاتې حالتونو کې د جمع ، مفرد ، مذکر او مونث لپاره يو شان راځي .مثالونه يې په لاندې توګه وګورئ:
فاعلي حالت                                           ارتباطي حالت
دغې ډوډۍ پخه کړه.                             دغې ته ووايه چې راشي.
فاعلي حالت                                             ارتباطي حالت
هغې: هغې کالي ومينځل                       د دې کوټې دروازه شته او د هغې نشته.
دغو: دغو سړک جوړ کړ.                       د دغو کار مه ايساروه.
هغو: هغو خپل کار وکړ.                          له هغو نه ضامن واخله.
نورحالتونه
دغه : دغه راغلی و، دغه يې ووهله، دغه يې ووهل، هغه نه و راغلی، هغه يې نه وه وهلې، هغه يې ټول راوستل.
3.   (دی، دا ، ده ، دې ، هغه ، هغه  د (غ) په زورکي، هغه ، هغوی ، هغې) غايب ضميرونو ته هم اشاري ضميرونه ويلای شو ، ځکه چې نوموړي ضميرونه د اشارې په وختونو کې له اشخاصو سره استعماليږي، خو د غايبو او اشاري ضميرونو ترمنځ توپير دا دی چې له غايبو ضميرونو سره پرته له (دا ، دی ، هغه) استعمالا مرجع نه راوړل کيږي.
   مثلا (دی راغی، ده وويل، هغوی کېناستل ) پرځای د(دی سړی راغی ، ده سړي وويل، دوی سړو خط وليکه ) غلط او له استعمال او  محاورې څخه بهر دي، خو په اشاري ضميرونو کې د مشاراليه او مرجع راوړنه استعمالا جايز او فصيح ده او په دغه صورت کې ورته اشاري صفت وايي.
لکه :
دغې ښځې ډوډۍ پخه کړه.
 دغو سړو سړک جوړ کړ.
 دغه هلک راغلی و.
 له هغو سړو نه ضامن واخله.
استفهامي ضميرونه
        استفهاني ضميرونه هغه ضميرونو ته ويل کيږي چې  د اشخاصو او څيزونو نومونو پرځای د پوښتنې په وخت کې استعماليږي.
      يا په لنډ ډول استفهامي ضميرونه هغه ته وايي چې د سوال او پوښتنې په وخت کې استعماليږي.
     دغه نومځري د شخص ، زمان ، ځای ، څرنګوالي او څومره والي له مخې لاندې ډولونه لري:
1.    کومه : کومه د شخص يا اشخاصو او شيانو لپاره راځي د وګړي يا وګړو ، څيز يا څيزونو نه مخکې راځي او د هغو څومره والی او څرنګوالی او يا نور څه پوښتي.
       دغه ضمير له حالت سربېره د جنس له پلوه هم ګردانيږي. لکه په لاندې بېلګو کې:
کوم سړی راغی ؟                                                    کومه ښځه راغله؟
کوم سړي وويل؟                                                    کومې ښځې وويل؟
2.       څوک چا : د هغه شخص يا اشخاصو لپاره استعماليږي چې څه يې کړي وي ، يا يې کوي ، يا پرې شوي او يا کيږي اصلي حالت يې (څوک) او مغيره حالت يې (چا) دی.
چا : د اشخاصو لپاره د متعدي ماضي په فاعلي او ارتباطي حالت کې استعماليږي . لکه :
چا جنګ وګاټه ؟
 چا توره وکړه ؟
 داسړی د چا ورور دی؟
چاته وايي؟
څوک : دغه ضمير هم د اشخاصو لپاره دی او د چا په مقابل کې عموما د لازمي افعالو په فاعلي حالت کې او په حال راتلونکې زمانه کې د متعدي افعالو په فاعلي حالت کې او عموما په مفعولي حالت کې استعماليږي ، خو ارتباطي حالت نه لري، مثلا:
څوک راځي؟
څوک دې وهي؟
څوک به دې بوځي؟
تا څوک راوسته ؟
ته څوک راولې؟
څوک بيايې؟
څوک راغی(راغلل)؟
څوک راغله(راغلې)؟
3.   څه : په ساکښ او غير ساکښ کې ديو شي د ټاکنې لپاره د پوښتنې په ډول په درېو حالتونو (فاعلي ، مفعولي او ارتباطي) کې استعماليږي. لکه :
فاعلي حالت                      مفعولي حالت                                 ارتباطي حالت
څه وچيچلې؟                   تاڅه واخيستل؟                              له څه وېرېږې؟
څه ژوبل کړې ؟                څه دې اورېدلي؟                               څه پسې درومې؟
نورمثالونه يې په لاندې ډول دي لکه :
دا څه دي؟
څه دې يوړل؟
څه دې وخوړل؟
    يا د خوشحال خان خټک په دې شعر کې :
    زه خو شرابي يم شېخه څه راسره جنګ کړې....
4.       کله : وخت او زمان پوښتي او نه ګردانيږي لکه :
کله ځې
کله تللی وې؟
کله ښوونځي ته ځې ؟
کله ليک لېکې ؟
کله راغلې؟
5.    چېرې ؟ : د ځای پوښتنه کوي او نه ګردانيږي، لکه ؛
چېرې ولاړ شم ؟
چېرې تللی وې؟
چېرې کار کوې؟
چېرې ځې؟
6.    څنګه : چې د يو شخص ، د يو عمل يا شي د څرنګوالي پوښتنه کوي ، لکه :
څنګه راغلې ؟
څنګه دې يوړ؟
څنګه ولاړې ؟
څنګه کار دې وکړ؟
څنګه کار به وکړې؟
7.    څو :د اشخاصو يا شيانو د شمېر پوښتنه کوي او همېشه د جمعې په بڼه استعماليږي، لکه:
څو نجونې راغلې؟
څو کتابونه دې واخيستل؟
څو تنه په يو ټولګي کې سبق وايئ؟
څو کتابچې لرې؟
څو روپۍ لرې؟
8.   څومره : زياتره د وګړو او شيانو شمېر او جنس څرنګوالی ، کيفيت ، مقدار او درجه ښيي، لکه ؛
څومره ښه دي؟
څومره غنم اخلې؟
څومره باسواده دی؟
څومره پيسې لرې؟
9.    ولې : د يو عمل او پېښې د علت او دليل پوښتنه کوي. لکه :
ولې ځې ؟
ولې ژاړې؟
ولې خوشحالي کوې؟
ولې نه راخې ؟
ولې کار نه کوې؟
ولې خاندې؟
اشتراکي ضميرونه
         دا نومځري هم د نوم پرځای کارول کيږي ، څرنګه چې د لومړي ، دويم ، درېيم ، شخص د مفرد او جمعې لپاره يو ډول استعماليږي ، ځکه نو ورته اشتراکي ضميرونه وايي.
        دا ضمير د جنس او حالت له مخې ګردانيږي ، لکه :
بزګر خپل کار کوي.
خپل کار دې کوه.
خپله لار دې وهه.
   د دې نومځري بېلګې په لاندې ډول ښودل کيږي:
هرڅوک په خپل کار کې خوښ دی.
هر چا ته خپل وطن کشمير دی.
احمد خپله کورنۍ دنده تر سره کړې.
حميدې خپل کورنی کار کړی دی.
ښاپېرۍ خپل ورور ته درس وايي.
زلمی په خپله خونه کې کار کوي.
خوازک خپل کور ته نا وخته ځي.
ځينې په خپله ګناه نه پوهيږي.
        خپل د ناپېژند او ناټيک ستاينوم په توګه هم کارول کيږي لکه : خپله لاسه ، ګله لاسه!چې بيا هم په کې د تول(ملکيت ) جاج ، مفهوم پروت دی . په بيا ځلي ډول لکه په منځني بيت کې ،هر سړی پيدا دی خپل خپل کار لره کنه،خپل د نوږي او پير له مخې بشپړ اوړون لر ، خو د ګڼې  له مخې نه ، له ځان سره غبرګون نومځری جوړوي. لکه : خپل ځان مې ژوبل کړ او له دې سره سره د هماغه تولوالي او پېژندوالي دنده هم څرګندوي.
ارتباطي ضماير
         په پښتو کې يو قسم ربطي ضميرونه هم شته چې په جملو کې د ربط وظيفه اجرا کوي او اوله جمله له دوهمې جملې سره تړي ، دغه ضميرونه زيات نه له دوو توکو څخه جوړ شوي دي، مثالونه يې په وروسته ډول دي:
څوک چې : څوک چې بد ګرځي ، بد به پرځي.
چاچې : چا چې کار وکړ، ګټه به مومي.
څه چې : څه چې کرې ، هغه به رېبې.
هرڅه : هرڅه چې وايې ،وايه.
څومره چې : څومره چې خوړلی شې ،وخوره.
       د ( ترې ، ترې نه ، ځنې ، پرې ، په کې )کلمې هم د ربطي ضميرونو وظيفه اجرا کوي ، مثالونه يې دا دي:
ترې-ترېنه : قلم ترې واخله.
ځنې : پوښتنه ځنې وکړه.
پرې : زما پرې روپۍ دي.
      دغه کلمې په اصل کې د دې کلمو( ترده ، له ده ، په هغه کې )په ځای په مخفف ډول استعماليږي.
ناڅرګند(مبهم )ضميرونه
        کله چې د يو شخص يا يو څيز د نوم او يا د هغه د اندازې او شمېر څرګندونه مقصد نه وي، په نا څرګنده توګه ځينې کلمې استعمالېږي ، که چېرې دغه کلمې د نوم پرځای له خپل موصوف څخه پرته راوړل شي ، نا څرګند ضميرونه ورته وايي، چې په څو ډوله دي:
۱-ساده ناڅرګند ضميرونه:
له (څوک، چا ، څه ، هيڅ او څومره ) څخه عبارت دي . دغه ضميرونه پرته له (هيڅ) څخه هماغه استفهامي ضميرونه دي چې دمخه بيان شول، خو کله چې د استفهام لپاره نه وي ، نو ناڅرګند ضميرونه ګڼل کيږي، مثلا:
څوک شته او څوک نشته.
چا کار کړی دی او چا نه دی کړی.
څه دا دي څه نور.
څو يې مړه شول څو يې پاتې دي.
دلته هيڅ نشته.
۲-مرکب نا څرګند ضميرونه:
      له مخکنيو يادو شويو ضميرونو سره د (هر) په يو ځای کولو سره لاسته راځي ، مثلا: که (هر) له (څوک،چا او څومره ) سره يوځای شي ،نو (هرڅوک ، هرچا او هرڅومره ) به ورڅخه جوړ شي ،همدارنګه له چا او څوک سره د (هيڅ ) په يوځای کېدلو او د (څ) په حذف سره جوړيږي. مثالونه يې په لاندې ډول دي:
هرڅوک: هرڅوک پيدا دی خپل خپل کار لره کنه.
هرچا : هرچا پکې څه ويلي دي.
هرڅه : دلته هرڅه پيداکيږي.
هيچا: هيچا بد کار نه دی کړی.
هيڅوک: هيڅوک نه وايي چې زه ناپوه يم .

۳-لاندېني ساده صفتونه:
   په عمومي محاوره کې د ناڅرګندو ضميرونو په توګه کارول کيږي، لکه :
ټول-ګرد: ټول يا ګرد راغلي دي.
ډېر: ډېر مې ونيول.
نور: نور هلته تللي دي.
لږ: لږ يې پرېښودل.
ځينې : ځينې ښه دي ځينې بد دي.
درست : درست ايسار شوي دي.
بل : بل مې په کار نه دی.
   همدارنګه لاندې مرکب صفتونه هم د ناڅرګندو ضميرونو په توګه استعماليږي، لکه :
نورڅوک: نورڅوک نشته .
بل څوک : بل څوک څه نه وايي.
بل څه : بل څه مې په کار نه دي.
بل يو : اوس به بل يو راشي.
بل چا : د بل چا غرض نشته .
هر يو : هريو خپل کار کوي.
نورڅه : نور څه نه غواړم.
يو چا : يو چا ويلي دي.
             په پورتنيو کلمو کې (ټول، ګرد ، ډېر ، لږ ، درست ، نور) د تغير او ګردان وړ دي او د ښځينه جمعې په فاعلي او ارتباطي حالت کې يې په پای کې(واو) راوړل کيږي، لکه : ټولو ته ووايه چې راشي.  له نورو څخه کتابونه واخله. او( واړه ځينې) د جمعې لپاره استعماليږي او په فاعلي او ارتباطي حالت کې (هې او يې) په (واو) بدليږي ، لکه : د ځينو حال معلوم نه شو.
پلوي (سمتي) ضميرونه
         هغه نومځري دي چې د اشخاصو له پلوه د يوعمل او فعل سمت لوری ښيي.
       په بله وينا هغه درېګوني نومځري دي چې له آره د يوه کړ او چار لوری څرګندوي ، خو په ترڅ کې له هغه کړو سره د ځانګړو نومځرو پرځای راځي او ياهم ورسره مختاړي کيږي او هغه هم د لېږند کړ په ترڅ کې له لرې پېرسره د کړ لوری ښيي چې هر يو يې د( يوه ګړي يا ډېرګړي) وګړي ښکارندويي کوي او له وګړو پرته نور اوړوني اړخونه (ګڼه، نوږی او پير ) نه لري.
      دا لاندې درې بڼې لري چې هر يوه يې د يو شخص يا ډېرو اشخاصو ښکارندويي کوي(را، در ، ور) ).
را : د متکلم يا لومړي شخص لوری ښيي.
در : د مخاطب يا دويم شخص لوری ښيي.
ور : د غايب يا درېيم شخص لوری ښيي.
     دغه نومځري همېشه (تل) لازمي فعل په سر کې لوېږي ، لکه : راځم ، درځم ، ورځم .
وييکنومځري(اداتي ضماير)
        ادا تي ضماير هغه ضمايروته وايي چې د وييکو(اداتو) او نومځرو ګډه وظيفه ترسره کوي.
       په بله وينا له سربلو په تېره اوستر بلوڅخه منځته راځي او د اړوندو اداتو له چار او دندې سره سم د نومځرو ځای نيسي.
۱-پکې (درآن-ها) : چې (ورکې ) د هچاري په توګه د درېيم يو ګړي يا ډېر ګړي ښځينه يا نارينه وګړي په ناوړيدوني ډول په تون پير کې ښيي، لکه :
باغ وای د ګلونو پکې ناست وای زه او ته
(خوشحال خان خټک)
     د کندهار خواته يې پرځای(پکښې کې ) او په يو نيم ګړ دود کې يوازې(کې ) هم په همدغه جاج کارول کيږي چې يوازې وروستی ځېل ((کې )) يې د وزن او يا هم پښېلې د اړتيا له مخې په پېيلې وينا کې راتلای شي، که نه هسې خو دواړه له يوې کره ليکلارې سره سمون نه خوري.
۲-پسې(بسوی او-ايشان): چې د ورپسې د لنډيز په توګه دا هم د پاس په څېر درېيم وګړي په تون کې توپير کې ښيي، لکه د ملنګ جان په يو شعر کې :
د زهرو ګولۍ خورم( پسې)
خامخا به ورپسې ځم
پسې تلل مې راغلي ديږ
پسې ځم.
پسې به لاړ شم.
۳-باندې (ورباندې) :د ورباندې د لنډيز په توګه په هماغه پاسني ډول درېيم وګړی په توان او هغه هم په پورتني استعلايي پېر کې ښيي، لکه :
ګل وای غوړېدلی (باندې) ملاست وای زه او ته
(خوشحال خان)
پرڅوکۍ باندې کېنه.
پر کټ څملاستل ترځمکې څملاستو ښه دي.
په خپل هېواد باندې سرښندنه د ښو ځوانانو کار دی.
۴-پرې (برآن، برآنها...): دا هم ورباندې يا په بله وينا ((باندې )) ته ورته دنده پرځای کوي يا ترسره کوي،لکه :
زما پرې قرض دی.
زما پرې روپۍ دي.
ما پرې سر کېښود.
ځوانانو پرې سر ورکړ،خو سنګريې پرېنښود.
سر پرې ورکوم خو سنګر نه پرېږدم.
۵-ترې : دا اداتي نومځری ) د (ورڅخه ، ورنه، ورځنې ) د يو لنډوال په توګه يو نوم په منشايي او مکاني کښتني(ښکتني) حالت ښيي، لکه :
ماترې کتاب لاندې کېښود.
قلم مې ترې واخيست.
کتاب ترې واخله.
۶-ځنې : کټ مټ د ((ترې)) او ورځني ((ورڅخه )) ورنه يا ترېنه هممانيزونه او همچاريز په توګه کارول کيږي چې په نا کره ډول له ځينې يا په کندهاري وينګ((ځينې )) سره يو رنګ کارېدنه لري، له پلوي نومځرو (را، ور ، در) سره ترکيبونه جوړوي.

ماخذونه
1)   پنزل، هربرت ، پښتو ګرامر، ژباړن محمد ابراهيم الهام ، دانش خپرندويه ټولنه، دويم چاپ، ۱۳۸۹ل.
2)    خويشتکی، پوهنوال محمدصابرو پښتو غږ پوهنه او ويپوهنه .
3)   رښتين، پوهاند صديق الله ، د پښتو ګرامر، ژباړن محی الدين هاشمي ، يونيورسټي بک ايجنسي، ۱۳۷۲ل.
4)   رښتين ، پوهاند صديق الله ، د پښتو اشتقاقونه او ترکيبونه ، مومند خپرندويه ټولنه ، دويم چاپ ۱۳۸۹ل.
5)   رښتين، پوهاند صديق الله ، پښتو ګرامر ، الازهر خپرندويه موسسه ، ۱۳۸۲ل.
6)   زيار ، پوهاند دوکتور مجاور احمد ، پښتو پښويه ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۴ل.
7)   شېرزاد ، پوهنمل محمداقا، مورفولوژي، د دارالمعلمين تدريسي کتاب، ۱۳۸۷ل.
8)   هاشمي ، سيد محي الدين ، پښتو ژبې لنډ ګرامر صرف ونحوه ، د اربک د ګرځنده کتابونو اداره و ۱۳۸۳ل.



Post a Comment

0 Comments