د خوشحال خان خټک د کورنۍ شاعران


سريزه
             د پښتو ادب د کلاسيکي دورې د دويمې برخې سياسي او ادبي خوځښت ګڼلای شي ، دا عصر د پښتو د ادبي خوځښت يو روښان او بډايه عصر دی ، په دې عصر کې ډېر تکړه او پياوړي شاعران ، اديبان او ليکوال ميدان ته راوتلي او ډېرغوره کتابونه او دېوانونه يې هم ليکلي دي ، په دې اثارو کې د ژوندانه زياتره اړخونه روښانه شوي دي ، ددې عصر ادبي خوځښت زيات د خټکو کورنۍ ته منسوب دي، خوشحال خټک د پښتو ادب يو پياوړی ، غښتلی ، ملي ، قومي ، اجتماعي ، حماسي شاعر او ګڼ اړخيزه شخصيت د دې کورنۍ د ادبي مکتب بنسټګر بلل کيږي ، دا عصر يوازې د نظم خوځښت عصر نه د ی بلکې د نثر لمن هم په دې زرين پړاو او عصر کې پراختيا موندلې او په دغه وخت کې په نثر او نظم دواړو کې کتابونه ليکل شوي او د فورم او موضوع له پلوه ډېر بډايه دي.
         د پښتو ادب د کلاسيکي  دور د دويمې برخې او پړاو سرخېل او سرلار خوشحال خان خټک دی چې د خټکو کورنۍ ادبي مکتب بنسټ يې ايښی دی ، په همدې اساس مې وپتيله چې  د خوشحال خټک د کورنۍ شاعران تر سرليک لاندې موضوع باندې په لنډه توګه بحث وکړم ، دا موضوع مې د بهسودو حمايوي دارالمعلمين درنې ادارې سره ګډه کړه ، هغوی راسره ومنله ، په دې موضوع کې لومړی د خوشحال خان خټک په اړه لنډ بحث کړی ،ورپسې چې دده کورنۍ نامتو شاعرانو لکه اشرف خان هجري، عبدالقادر خان ، سکندرخان ، ګوهر خان ، افضل خان ، کامګار خان او کاظم خان شيد ا په لنډه توګه د پېژندنې سره سره د دوی د کلام او شعر يوې يوې بېلګې سره ذکر کړي دي ، ښايي ددې کورنۍ نور شاعران هم شتون ولري ،خو زه يې په راټولولو او پېژندلو کې  پاتې راغلې يم ، هيله ده چې بښنه راته وکړئ.
    په پای کې د خپل لارښود استاد ښاغلي او منلي استادعبيدالله اغېز صيب څخه غرونه غرونه مننه کوم او زه يې ډېره منندوۍ يم  چې په نوموړې موضوع کې يې له ماسره هر رنګه مرسته او همکاري کړې ده او ټول مواد او لا زمې مشورې يې له ماسره شريکې کړي دي ، الله تعالی دې ورته په عمر او ژوند کې برکتونه واچوي او الله تعالی دې تل بريالی او سرلوړی لري.
بياهم ډېره مننه
شکريه صديقي

د خوشحال خان خټک ژوند
          د پښتو کلاسيکې دورې دويم پړاو او خوځښت زيات د خوشحال خټک کورنۍ ته منسوب دی ، خوشحال خان خټک د پښتو ادب يو غښتلی ، ملي ، قومي ، اجتماعي او حماسي بنسټګر بلل کيږي . ښايي يادونه وشي چې په دغه وخت کې په نظم او نثر کې ډېر کتابونه ليکل شوي او د فورم موضوع له پلوه ډېر بډای او غني دي ، دلته مونږ لومړی د همدې کورنۍ بنسټګر پر ژوند او ادبي هڅو بحث کوو:
خوشحال خان خټک
          د خوشحال  د اثارو او ژوندانه لپاره اوږده څېړنه په کار ده ،ځکه توره او غيرت ، فکر او سياست ،ورکړه او سخاوت ، ليکوالي او کتابت دا ټول د خوشحال خان خټک په وجود کې يوځای شوي ، خوشحال خټک د خپلې زېږدنې او د خپل پلار او نيکه ګانو د پېژندګلوۍ په باب داسې وايي:
د هجرت زر دوه ويشت سن و
چې زه راغلــــــــم په جـــهـــــــان
زه خوشحال د شهبـــاز خان يم
چــې تورزن يم کان پــــــه کان
شهبـــــاز خان د يحيی خــــان و
چې بل نـــه و هســــــې ځوان
يحيی خــــــــــــان د اکـــــوړي و
چې په توره شو سلطـــــــــــــــــان
           هو ! خوشحال خان د شهباز خان زوی ، د يحيی خان لمسی ، د ملک اکوړي کړوسی او د ملک دروېش محمد (چې په چنجو مشهوردی ) کودی و. نوموړی د هندي مغلو د جلال الدين اکبر (۹۶۳-۱۰۱۴هجري ) په وخت کې د خټکو د ټبر لوی مشر او د کابل د لارې ساتندوی و او د خوشحال د کورنۍ ټاټوبی ((سرای)) هم ده ودان کړی دی چې ((اکوړه )) يې هم بولي او د پېښور لمر خاته په (۳۵ )ميلۍ کې اباده شوې ده ، خوشحال خان هم په همدې (  د خټکو اکوړي) سرای کې (۱۰۲۲) سپوږميز کال د ربيع الثاني په مياشت  کې زېږېدلی دی.
        خوشحال خان خټک په کوچنيوالي کې د ډېرو سختو پېښو سره مخامخ شوی دی هغه د شپږو کالو  و ، چې په لنډي سيند کې ولوېد او نژدې و ، چې مړ شي ، خو د سيند نه ژوندی راووت ، په اته کلنۍ کې د څپر نه پرې يو کاڼۍ راوليد او دی يې په تندي زخمي کړ ، تر اوو ورځو پورې يې حال خراب و، بيا وروسته له څه مودې روغ شو.
         په ديارلس کلنۍ کې د خپل پلار شهباز خان سره د يوسفزيو د باکوخان په مقابل کې په جګړه کې برخه واخيسته او په جګړه کې يې ډېره ميړان وکړه ، خوشحال خان په اتلس کلنۍ کې واده کړی دی ، خوشحال خان په شل کلنۍ کې په شعر ويلو پيل کړی دی:
((په شل کاله کې ديګ زما د شعر په اور بار شو
په دا دور يې پوخ چې شپېتــــــــه کاله مې تللي ))
          په (۱۶۴۰-۱۶۴۱ز) کلونو کې کمال زيو  (د يوسفزيو يوه پښه ده ) خټکو ته د ماليې ورکولو نه انکار وکړ،خو شهباز خان په يوسفزو باندې حمله وکړه او خوشحال خان چې په دغه وخت کې اته ويشت کلن زلمی و ، هم ورسره په دې جګړه کې ملګری و .
      شهباز خان سخت ټپي شو او خوشحال هم په پښه په غشي ولګېد، شهباز خان له دې ټپ څخه پنځه ورځې وروسته په (۱۰۵۰هجري – ۱۶۴۱ز) کال مړ شو او خوشحال خان خټک (۴۰)ورځې وروسته جوړ شو ، خوشحال خټک د خپل پلار د مړينې نېټه داډول ښودلې ده :
سن د هجر زر پنځـــوس و
چې شهيد شو شهباز خان
           د شهباز خان د مرګ نه وروسته خوشحال خان د شاه جهان له خوا د سردار په توګه د پلار پرځای وټاکل شو ،خوشحال خان په دې وخت کې اته ويشت کلن و ، چې مشري ورپه غاړه شوه او تر ډېره عمره پورې يې دا کار کړی دی . مغلو د خپل مقصد لپاره خټک او يوسفزي يو له بل سره په جنګ جګړو اخته کړي وو، ځکه شاه جهان په دې خبره پوهېده چې پرته د خټکو له دوستۍ او ملګرتيا په پښتنو باندې حکومت نشي کولای ، نو په دې اساس د هغه له خټکو سره ظاهري وضع ډېره ښه وه ،مګر په باطن کې يې هيڅ کوم لوی منصب خټکو ته نه و، ورکړی .
       د شاه جهان په وخت کې د خټکو او يوسفزيو ترمنځ سخته دښمني وه ،ځکه د خوشحال خان پلار هم د يوسفزيو له خوا مړ شوی و او خوشحال خان د خپل پلار انتقام د اخيستلو په غرض د يوسفزيو سره ډېرې جګړې کړي اود هغوی ډېر کلي يې سېځلي دي . کله چې په (۱۶۵۷ز) کې شاه جهان په ناروغۍ اخته شو او زامن يې د پادشاهۍ نيولو پر سر په خپلومنځونو کې سره ونښتل او نتيجه کې اورنګ زېب په (۱۶۵۹-۱۷۰۷ز) کې بريالی شو او خپل پلار او خپل ورونه يې بنديان کړل او د او داراشکوه يې وواژه ، په دغو پېښو کې  خوشحال خان خټک د اورنګ زېب ملګری واو له ده سره يې ډېره مرسته وکړه .
      کله چې اورنګزېب خپل سياسي قدرت ټينګ کړو ، نو ځينو مسئلو ته يې رامخه شوه چې په دې کې يو هم د خوشحال خان نيول او د پښتنو ځپل وو.
        سيد مير خوافي چې په کابل کې د اورنګزېب والي و، د پېښور نائب ميرزا عبدالرحيم ته يې د څو تنو مشرانو نيولو او بندي کولو امر له پاچا ځنې اخيستی و، کله چې سيدمير خوافي پېښور ته راغی او خوشحال خان يې د مشورې په پلمه راوغوښته او خوشحال خان هم په (۱۶۶۴ز) کال پېښور ته راغی ، نو په همدغه وخت کې خوشحال خان په چل ونيول شو او بيا يې ډيلي ته بندي بوته ، له همدې وخته د خوشحال خان د کورنۍ(۵۸) کلنه دوستي او وفاداري چې له مغلو سره يې د ځينو مجبوريتونو له کبله ساتلې وه ، په دښمنۍ بدله شوه او خوشحال خان د اورنګ زېب دښمن شو ، خوشحال خان يونيم کال په بند کې تېر کړ او څه موده نور په هند کې نظر بند پاتې شو . د ه خپل ډېر شعرونه په بند او نظر بندۍ کې ويلي دي ، همدغه بندي توب په خوشحال خان ډېره سخته اغېزه وکړه او دده په روح کې يې د انتقام سوځنده جذبه راپيدا کړه .
         خوشحال خان په دې راز ښه پوه شو چې شخصي اقتدار د شخصيت دښمن دی او ظالم ، مستبد او فيوډالي حکومتونه خوشحال غوندې شخصيتونه نشي منلی ، دغه راز عواملو ده کې  ډېر لوی انقلابي فکر راپيدا کړ او د ظالم حکومت اصلي څېره ورته روښانه شوه .
      خوشحال خان په زندان کې په شپو شپو خپله اينده سنجوله او پس د ډېر فکر نه يې دا فيصله وکړه :
پس له بنده دی دا عزم
د خوشحال خاطر جزم
يا نيولی مـخ کلــــې ته
يا مغـــــلو ســــــره رزم
        د همدې عزم او پيمان په اثر کله چې په (۱۶۶۸-۱۶۶۹ز) کال کې خپل هېواد ته راغی ، نو فکر او احساس کې يې داسې بدلون راغلی و ، چې بيا ترمرګه د فيوډالي مغلو سره جوړه ونکړه . خوشحال خان د (۷۸) کالو په عمر د (۱۱۰۰سپوږميز) کال د دويمې خور په (۲۸) له دې دنيا نه ولاړ او د هوړې د غره ترڅنګ د ابدي ارام غېږې ته وسپارل شو .
د خوشحال خان خټک اثار
         سره له دې چې  د خوشحال خان سرګردانه ژوند يا په جنګ جګړو کې يا په بنديتوب او په ښکار او ګرځېدو تېر شوی دی ، خو بيا هم هغه ډېر اثار ليکلي دي او ډېر په دې خبره سره يو خوله دي ، چې خوشحال خان تر درې سوه ډېر اثار دلودل .
     د خوشحال کوم اثار چې د زمانې له تاړاکه پاتې دي په لاندې ډول دي :
1)   دېوان :
د خوشحال خان دېوان تر څلوېښتو زرو زيات بيتونه لري لکه چې په خپله وايي:
درست دېوان مې لکه باغ د علم ګنـج دی
پکې هر رنګه ګلونـــــــــــــه هـر نهـــــــــــــــال
د دېوان مې که بيت بيت سره حساب کړې
تر څلوېښت زره به تېر شي په ســـــــــږ کال
2)    فضل نامه :
فضل نامه ( دوړوکي بحر مثنوي مذهبي مسايل) يو ديني کتاب دی.
3)    فرخنامه :  (د تورې او قلم بحث ) اثر دی.
4)    فراقنامه
5)   رياضي الحقيقت
6)    هدايه : (له عربي نه پښتو ترجمه) ده .
7)    دستارنامه
8)   طب نامه
9)   سوات نامه
10)آئينه : د (فقه کتاب)
11)بازنامه : د ښکار بحث دی.
12)بياض : ( په نثر کې د پښتو تاريخ ) دی.
13)د پښتنو تاريخ :( ورک دی)
14)ځنځيرۍ : ( د لنډ ليک په باره کې  يوه رساله ) ده .
15)د خوشحال رباعيات .
16)تفسير سورت يوسف
عبدالقادر خټک(۱۰۶۳- ۱۱۲۸سپوږميزکال)
         عبدالقادر خټک د خوشحال خټک د ادبي باغ و بڼ دوهم خوږ ژبی بلبل دی . خوشحال د ده د زېږېدنې کال د ((عبدالقادرخان )) له کلمې څخه راايستلی دی ، په دې مانا چې عبدالقادرخان د (۱۰۶۳سپوږميز)کال د لوی اختر د مياشتې په پنځه ويشتم زېږېدلی دی.
       عبدالقادرخټک د خوشحال خان د ادبي کورنۍ د روزنې او ښوونې نه پوره برخه اخيستې ده ، د عبدالقادر خان د اثارو څخه دا جوتيږي چې نوموړی لوی عالم او د شاعرانو په لومړي قطار کې شمېرل کيږي.
     همدا ډول د ده دېوان د اشعارو څخه داهم معلوميږي چې هغه په هندي ، عربي ، فارسي ژبو ښه پوهېده ځکه چې ده په خپلو اشعارو کې د قافيې د برابرولو لپاره د دغو ژبو د کلماتو څخه کار اخيستی دی .
      برسېره پر دې عبدالقادر خان خټک د شاعرۍ په څنګ د ليکوالۍ او ترجمې پوره استعداد هم درلود .
     د خټکو د سرسري تاريخ څخه دا څرګنديږي چې عبدالقادر خان نه يوازې شاعر ، ليکوال ، بلکې د خپل ننګيالي پلار او ورونو غوندې د قلم په څنګ کې د تورې خاوند هم و، چې مشهور ختيځ پوه انګرېز ميجر راورټي (۱۸۲۹-۱۹۰۶ز) د عبدالقادر په باب داسې ليکلي دي:
   ((عبدالقادر د توري هم دومره مړنی و لکه چې د قلم و او دا هغه شاعر دی چې د پېښور ضلعې يې د مغلي پوځ څخه د نوښار کلا د درې مېلټو څخه وروسته ونيوله او درې زره مغل يې مات کړل ....))
      همدارنګه عبدالقادر د پلارسره په (۱۰۸۵هجري)کال کال د ګښت په جنګ کې د حکومت پر ضد د شېر محمد بنګښ سره جنګېدلی دی ، په دې جنګ کې عبدالقادرټپي شو او ډېرو خلکوته يې زيان ورسېد ، دغې پېښې ته خوشحال خټک داسې اشاره کړې ده :
ښه ځوانان چې د ګښت په ميدان ومړل
د هرځوان په زړه کې ننګه افغـــاني ده
همګي ځوانان زما د زړه ارمـــان دی
پکې بېله د عبــــدل تانـــده ځواني ده
د غليم سره په اس غاړه غــــړۍ شـــو
د عبدل د مړنتـــوب بحـــــره کاني ده
         عبدالقادرخان د شپېتو اثارو نه زيات کتابونه ليکلي دي ، خو پرته د شپږو او دمعمې څخه د نورو اثارو نومونه اوس چاته نه دي معلوم ، د عبدالقادر خان خټک هغه اثرونه چې د زمانې د سېلاب څخه خوندي پاتې او چاپ شوي دي او مونږ ته معلوم دي ، هغه دادي:

1)    دېوان
د عبدالقادر دېوان د لومړي ځل لپار په (۱۹۳۸ز) کال په کندهار کې د استاد حبيبي په سريزه او سمون چاپ شوی دی.
دوهم ځل په پېښور کې د همېش خليل له خوا په (۱۹۶۷ز) کال کې چاپ شوی دی.
درېيم ځل په (۱۹۶۹ز) کال د انورالحق په زيار د چاپ ميدان ته راوتلی دی.
څلورم ځل په (۱۹۷۲ز) کال په پېښور کې چاپ شوی دی.
په دېوان کې (۲۶۹) غزلې (۲۳۳) څلوريزې او (۱۱) بوللې راغلي دي.
پنځم ځل د پرو فيسور جهانزېب نياز له خوا په (۲۰۰۲ز) کال چاپ شو.
2)    ګلدسته :
دغه اثر د سعدي (د ګلستان) کټ مټ پښتو ژباړه ده چې په خوږ او روان نثر يې دغه ګلدسته اړولې ده ، دغه ژباړه په (۱۱۲۶سپوږميز) کال پای ته رسېدلې ده ، ګلدسته په (۱۹۶۱ز) په پېښور کې چاپ شوې ده .
3)    يوسف زليخا:
د ا کتاب د (جامي) له فارسي مثنوي څخه چې هغه هم د عربي څخه په نظم اړولی او بيا په پښتو خفيف بحر ترجمه شوی او د اورنګ زېب (۱۰۶۸-۱۱۱۸سپوږميز) په وخت کې په (۱۱۱۲سپوږميز) کال نظم شوی دی.
 عبدالقادر د يوسف زليخا په پای کې داسې ويلي دي:     
په خفيف بحـــــــــــــر ويلـې        کل دقت ځنې وتلــې
چې خفيف بحر شيرين کا     هغه کس سحر مين کا
ماشيرين بحر خفيف کړ      بې ځوابه مې حريف کړ
     د يوسف زليخا کيسه د لومړي ځل لپاره په (۱۸۷۱ز) کال کې ،دوهم ځل په (۱۸۸۰ز) کال د ډيلي د يوسعي په چاپخونه کې چاپ شوې ده او په درېيم ځل په (۱۸۹۷ز) کال دکابل په دارالسلطنه  چاپخانه کې او څلورم ځل په (۱۹۲۲ز) کال په لاهور کې چاپ شوې ده .
     د يوسف زليخا له کيسې څخه پروفيسر ډرون په خپل اثر (( د پښتو منتخبات )) او راورټي په خپل اثر ((ګلشن روه)) کې خوښونې رانقل کړي دي.
4)    حديقه خټک :
        دا کتاب په (۱۱۰سپوږميز) کال کې په نظم ليکل شوی دی ، د پټې خزانې نامتو مولف د (خټکو حديقه ) کتاب په (۱۱۴۰سپوږميز) کال په نظم ليکل د پښتونستان په دېره اسماعيل خان کې ليدلی دی. دا کتاب په (۱۹۶۹ز) کال د سيد انورالحق په سريزه او زيار په پېښور کې چاپ شوی دی.
5)    نصيحت نامه :
دا اثر منظوم دی او د تجنيس صنعت په اساس په مثنوي ډول ليکل شوی دی ، د دې اثر يوازې پنځه بيتونه ميندل شوي او عبدالقادر خان په دېوان کې د استاد حبيبي له خوا نقل شوي او چاپ شوي دي .
6)    د بردې قصيدې ترجمه :
       دا د عربي مشهورې قصيدې ترجمه ده ، د بردې قصيده په (۱۳۴۵سپوږميز)کال په لاهور کې چاپ شوې او په (۱۳۵۳سپوږميز) کال په پېښور کې د چاپ له ډګرڅخه هم راوتلې ده
7)    څلوېښت حديثه :
        د غه اثر له يوې پنځه سوه بيتيزې مجموعې څخه عبارت دی چې د څلوېښتو حديثونو ترجمه ده . په دغه اثر کې  ديني او اجتماعي مسايل راغونډ شوي دي ، د عبدالقادر خان وروستۍ فيصله داسې ده :
شکـــــــــر شکـــــر چې نه خان يم نه اميريــم
نه پادشــــــــــــاه د ولايت نــــــه يـــې وزير يــم
نه قاضــــــــي يم نه مفتــــي نه محتسب يم
چې بډيو رشـــــــــــــــوتـــونــو تــــــه دوګيريم
نـه دعـــــــــــوه  د ملايۍ نه د شيــــخۍ کړم
نـه دعوه کړم چې صوفي صافي ضمير يم
نـه بنګـــــي نه شـــــرابـــي نه قمـــــار باز يــــم
نـه ټګي کــــــړم نه رهــزن نه غل کاسير يــــم
توانګـــــري د زړه لــــــــرم دنيا مې نشتـــــــه
ســــرســـايه زکوة مې نه وځي فقيــــــــــــر يــم
قلنـــــــدر يم په ساده سپنـــــه جامـــــــــــــه کې
نـه په فکر د درم او د دينـــــــــــــــــــــار يــــــــــم
په ظاهــــــــــر په خندا هوس کوم لـــــــــــه خلقـه
پـه باطــن کې ګرفتــــــــار د ځـــــــــان په وير يم
قناعــــت صبـــــر هرځــــــــــای راته ګلـــــــزار کا
ګويا ناست لا په کابل او په کشــــــــميــــــــــر يم
يو ليـــدل د ښکليـــــــــو کــــــړم ښـــــه اواز اورم
خدای مې وبښـــــــــــــه اقرار په خپل تقصير يم
که کرم راباندې کاجنـــــت مې ځــــــــــــــــای دی
که حســـــــاب راســــــــــــره وکا اهــل سعيــــر يم
خوشحالي مې په ديدن د ښکلــــــــــــــــــــو کيږي
چې يې نه وينـــــــم يو دم پســــــــــې زهيـــــر يـــم
پــه اواز مې يې د زړه پرهـــــــــــــــار ګاندی شــي
ميــــن ځکــــــــه د ربـــاب په بـــــم او ځيـــــــــر يـــم
په هرځای چې قدم ايښــــــــــی ښايستــــــــــــه وي
مينـــــــــــــــــــــــه دار په هغـــــو خاورو تر عبيـــر يم
خدای مې روغ عبدالقــــــــــــــــــادره ځينې مه کړه
چې زخمي د خپل مين د عشــــــــــــــــــق په تير يم

سکندرخان
        سکندرخان د خوشحال خان په کورنۍ او زامنو کې د اشرف خان او عبدالقادر خان څخه وروسته د پښتو يو غښتلی او منلی شاعر ګڼل کيږي.
        سکندرخان په (۱۰۶۵س) کال کې زېږېدلی دی ليکن په ځينو ليکنو کې د هغه د زېږېدو نېټه (۱۰۶۸س) ښودل شوې ده .
      کوم وخت چې خوشحال خان په (۱۰۸۵سپوږميز) کال کې تيرا ته تللی و ، نو هغه وخت سکندرخان اووه لس کالو زلمی او د خپل پلار کلک ملګری و، د سکندرخان د شاعرۍ پسرلی په (۱۰۹۰سپوږميز) کال په غوړېدو راغلی دی او په همدغه کال يې د خپل دېوان او د ليلی مجنون مثنوي ليکلې ده ،لکه چې وايي:
ما خپل عمر د شل دوه کالو حساب کړ
چې تمام مې د ليلی مجــــنـون کتاب کړ
د ما دوه ويشـــــــــت کالـــــه ســــــــن دی
زر نــــــــــــــوي ســـــــن د هجــــــــــرت دی
          د سکندرخان د مړينې نېټه پوره نه ده څرګنده ، ده د دوو زامنو په مړينه غم او وير غمجن شعرونه ويلي دي چې وروسته د ويرنې په برخه کې ورته اشاره شوې ده.

د سکندرخان اثار:
  ترکومه چې مونږ ته پته ده ، د سکندرخان په اثارو کې دغه وروسته کتابونه څرګند شوي دي:
1)    دېوان :
       په دې دېوان کې غزلې ، بوللې ، څلوريزې او پاړکي شته دي . دېوان د يوې قلمي نسخې له مخې چې د ښاغلي دوست محمد کامل په اهتمام او سريزه په (۱۹۵۳ز) کال په پېښور کې په ښکلي صحافت چاپ شوی دی.
2)    د ليلی مجنون مثنوي:
        دغه اثر محمد عصام له ليلی او مجنون سره يو ځای په (۱۲۹۴سپوږميز) کال په ډيلي کې چاپ شوی دی ، همدارنګه د سکندرخان د ليلی مجنون يوه قلمي نسخه د ډيلي په ملي موزيم کې خوندي ده او دغه نسخه د ټونک د نواب له کتابخانې څخه دلته راوړل شوې ده ، د سکندرخان دغه اثر په (۱۳۵۸سپوږميز) کال د علومو اکاډمۍ له خوا د خوشحال د (۳۰۰) تلين کاليزې بين المللي سيمينار په وياړ چاپ شوی دی.
3)   د سکندر خان بل اثر د ( مهر او مشتري) کيسه ده چې محمد بن احمد العطار تبريزي په (۷۷۸سپوږميز) کال په پنځه زره بيته نظم کړې او ده په پښتو نظم اړولې ده.
   د دې کتاب يادونه مسټر راورټي په خپل اثر ((د پښتو ګرامر )) په سريزه کې کړې ده ، مګر په خپله کتاب اوس ورک دی .
د سکندر خان د کلام نمونې
د عشق په ګرانه لار کې مشتاقان کله په پښو ځي
په سترګو په لېمه په سر په لاس نه ځي په زړو ځــــي
که تله په خپل اختيار وی زه به يا سـره ســــاکن وم
بنده سړی به هرچېرې د خپل څښتن په کــــــړوځي
د مينې محبت نشتــــر مې هسې ځيګر پرې کــــــــړ
چې وينې اوښې دواړه مې له سترګو تر لېمـــو ځي
نارې مه وهــــــــــه نه اورم د يار په بېلتــــــــانـــــه کې
رودونه سېـــــلابونه مې د ستـــــــرګـــــــو د اوبو ځي
که کاڼي وي هم مات شي د سړي زړه دی د غوښو
عاشق چې د اشنــــــا له ډېره  غـــمــــــه په نارو ځي
کباب د سکندر زړه دی د اشنا په بېلتـــــانـــــه کې
چې بوي د ورتو غوښـــو هو د ده له ګفتګـــــو ځي
***
مغنـــــي ګوتـــــې په ځـــــــــير ږدي په بم هم
هم ســـــــاقــــــي شتـــــــه هم بهارو صنم هم
ستا د عشق د غشي هسې ځای پرمار دی
چې ريښــــــه پرې ايښوی نه شي مرهــم هم
تا چې مخ ورتـــــــه ښکاره کړ لېونی شـــــــو
پاس په غرونــــو په ســــرګرځـــي په ســـــم هم
هغه راز د محبــــــت چې پټ لـــــــــه تـــــا دی
زړه خبــــــر ورځنـــــې نه شـــــــــو قــــلــــــم هم
د خوښۍ پيالــــه په لاس کې نــــن زمــــــا ده
درد زحمـــــت راځنــــې وتښتـــېـــــده غم هم
په لذت دې د سرو شونډو کوثر هيــــــڅ کـــړ
د حيــــــات اوبـــــــه لا هــــــــــم د زمـــــــــــزم هم
که ناستی د يـــــاره کــــوي په خاورو مـــومي
باغ بهـــــــــــــــــــار د سکنـــــــــــدر دی ادم هم

پايله
             دا رساله د خوشحال خټک پېژندنې په لړ کې يوه کوچنۍ هڅه ده ،ځکه  خوشحال بابا يوازې د يوې ژبې، يو ملت او يوې زمانې او يو هېواد شاعر نه دی ، بلکې د نړۍ شاعر او د پېړيو مفکر ګڼل کيږي .
            خوشحال خان بابا او دده د کورنۍ د شاعرانو  په لوستلو سره په خپله دده د کورنۍ په باره کې وړ او په زړه پورې معلومات تر لاسه کيږي ، په هند کې د مغولو د امپراتورۍ سره يې د پلار او نيکونو د دوستۍ اړيکې درلودنې باندې پوهه مينده کيږي او بيا چې د خوشحال خټک او د اورنګ زېب تر منځه په اړيکو کې ګډوډي رامنځته کيږي او د دواړو اړخونو ترمنځ د اړيکو اندازه تر دې حده رسيږي چې وسلو ته لاسونه ورتېروي او تاوده جنګونه پيلوي ، په هر حال خوشحال خان خټک د پښتو ادب د کلاسيکې دورې د دويم پړاو بنسټګربلل کيږي، هغه د ادبي ، علمي ، ملي ، حماسي ، قومي او نورو ګڼ اړخيزه ځانګړنو درلودونکی شخصيت و ، مونږ هم په دې کوچنۍ رساله کې د خوشحال خټک د ژوند ، ادبي هڅو ، ملي او حماسي مبارزې او دې ته ورته نورو ګڼو نوښتونو او ټولنيزو او سياسي ځانګړنې او ددې روښانه دورې نامتو او مشهورو شاعرانو، د ژوند او هڅو سر بېره د دوی کلام او شعرونو يوه يوه خوږه او رنګينه بېلګه راوړې ده او تر خپلې وسې ، وسې مې دا هڅه کړې ده چې د رسالې له اصولو سره سم يې تحليل کړم ، په دې رساله کې د خوشحال خان خټک د ادبي او حماسي مکتب د شاعرانو په باره کې لنډې خبرې کړي دي او تر وسه وسه مې هڅه کړې چې د دې کورنۍ نامتو او مشهور شاعران معرفي کړم ، زه په دې باندې ډاډ لرم چې په راتلونکي وخت کې به داسې يو څوک دا چاره بشپړه کړي او په ښه بڼه به يې وڅېړي او د هغوی ژوند او ادبي هڅو تياره او ورک ګوټونه به روښانه کړي او لا ښې ژورې ، علمي ، اکاډميکې ، هراړخيزه او ګټورې څېړنې او پلټنې به ترسره کړي.
ماخذونه
1)   بېنوا ، عبدالروف ، خوشحال خان خټک څه وايي؟ ، درېم چاپ ، سهاک نشراتي موسسه ، کوېټه ، ۱۳۸۲ل کال .
2)   حبيبي ، علامه عبدالحی ، پښتو ادب لنډ تاريخ ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۷ل .
3)   زېور ، ډاکټر زېورالدين ، د پښتو ادبياتو تاريخ منځنۍ دوره ، د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز، ۱۳۸۷ل.
4)   صميم ، محمد اصف ، ګام پرګام ، له خوشحال  سره ، مومند خپرندويه ټولنه ، ۱۳۸۶ل.
5)   عثمان ، ډاکټر عثمان ، خوشحال خټک او دده ادبي مکتب ، علومو اکاډمي مرکز ، کابل ، ۱۳۶۱ل.
6)   واجد ، عبدالواجد ، پښتو کلاسيکو ادبياتو تاريخ (دويمه دوره ) د هند ريپرو مطعبه ، ۱۳۹۱ل.
7)   هېوادمل ، سرمحقق زلمی ، ، د پښتو ادبياتو لومړی ټوک ، دويم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۹ل .


Post a Comment

0 Comments