د کاروبار پيلولو لپاره کوم څيزونه اړين دي؟

 د کاروبار پيلولو لپاره کوم څيزونه اړين دي؟

اوسمهال په نړۍ کې نږدې اته ميليارده انسانان ژوند کوي، لکه څنګه چې د نړۍ پرمخ د انسانانو ګڼوالي سيمې وېشلي، نو په همدې ډول يې کارونه هم په بېلابېلو برخو وېشلي دي چې د ژوند هر ډګر پکې شامل دی، دا نو ستاسې په خوښې او وړتيا پورې اړه لري چې تاسې ترې په کومه برخه کې خپل مهارت په کار اچوئ او د خلکو اړتياوې پوره کوئ او له دې لارې خپل کاروبار پيلوي، که څه هم د سيمو، وګړو، بازارونو او ځايونو په توپير سره کارونه هم لږ و ډېر توپير کوي، خو بيا هم په ټولو کارونو کې ځينې ټکي په ټولو کارونو کې يو شان دي  چې بايد کار پيلولو مهال په پام کې ونيول شي، چې هغه په لاندې ډول دي:



د خلکو اړتيا :

د دې لپاره چې تاسې يو کار پيل کړئ، نو د خلکو اړتيا ته بايد وګورئ چې خلک څه ته اړتيا لري او هغه زه په څه ډول پوره کولای شم، له دې وروسته نو بيا تاسې د يو کار په پيلولو اقدام کولای شئ، ځکه که چېرته يوه توليد يا خدمت ته خلک اړتيا ونه لري، يا دا چې اړتيا يې ورته ډېره کمه وي، نو د دا ډول کارونو کاميابول ډېرې سرمايې او زيات وخت ته اړتيا لري چې ډېری وخت دا ډول کارونه ناکاميږي او د اکثره خلکو د وسې کار نه وي، ځکه زياته سرمايه د هر چا سره نه وي، ترڅو يو کاروبار پرې کامياب کړي، نو کله هم چې تاسې د يو کار کولو هوډ لرئ، نو مخکې له هغې د خلکو اړتيا درک کړئ او له ځانه سره دا جاج واخلئ چې خلک دا ډول خدمت يا توليد ته څومره اړتيا لري او زه په څه ډول دا خدمت يا توليد هغوی ته وړاندې کولای شم.

پلان يا نظريه :

د يوه کاروبار د پيل لپاره پلان درلودل هم يو له مهمو فکتورونو څخه دی چې بايد د کار پيلولو پرمهال له شخص سره موجود وي، ځکه بې پلانه کار پيلول اکثره د تاوان سبب ګرځي، نو مخکې له دې چې خپل کاروبار پيل کړئ، نو لومړۍ د خلکو اړتيا درک کړئ، وروسته له هغې په دې کار وکړئ چې د خلکو دا اړتيا زه څنګه د خپل کاروبار وسيله ګرځولای شم، د دې کار لپاره کوم ځای وټاکم، څومره شمتنۍ ته اړتيا لرم او بالاخره څومره وخت او څومره محنت او کارګرو ته اړتيا لرم چې دا کار پيل کړم، لنډه دا چې د کاروبار ټول اړخونه بايد وسنجول شي، په ليکلې بڼه له ځانه سره راغونډ کړای شي ترتيب کړای شي او محفوظ وساتل شي ترڅو د همدې پلان له مخې بيا کاروبار پيل او پرمخ يوړل شي، د ليکلو ګټه په دې کې وي چې له يوې خوا به تاسې د ياد کاروبار په مصرف او اصول ښه پوه شئ او له بله پلوه که چېرته مو په کاري پلان کې کومه نيمګړتيا وي، نو هغې ته به مو پام شي او هغه به حل شي، بله ښېګڼه به يې دا وي چې له تاسې به د وخت په تېرېدو ستاسې پلان نه غلطيږي او د وخت او شرايطو سره سم پکې تاسې ادلون او بدلون راوستلای شئ.

ځای :

د کاروبار د پيلولو لپاره د مناسب ځای ټاکل يو ډېر اړين شرط دی، که چېرته د کاروبار لپاره يو مناسب ځای ونه ټاکل شي، نو دا به تر ډېره د کاروبار د پرمختګ مخه ډپ کړي او د کاروبار د ناکامېدو سبب به وګرځي، نو کله چې تاسې يو کار پيلولو هوډ لرئ، نو وګورئ چې ياد کاروبار څومره ځای ته اړتيا لري، په کوم ځای کې ياد کاروبار د خلکو ښه پام ځانته رااړولای شي، او کوم خلک چې د ياد کاروبار له توليداتو او خدماتو نه استفاده کوي، ايا دغې سيمې ته چې تاسې پکې د خپل کار پيلولو هوډ لرئ په اسانۍ سره مراجعه کولای شي يانه؟

که چېرته تاسې يو داسې ځای يا چاپېريال د خپل کاروبار لپاره وټاکئ چې ياد چاپېريال او ځای ستاسې د کاروبار لپاره مناسب نه وي يا دا چې ستاسې د توليد او خدمت غوښتونکي خلک ورته په اسانۍ لاسرسي ونه لري، نو ستاسې کاروبار به د له منځه تللو او ناکامېدلو له خطر سره مخامخ شي.

وړتيا :

د کاروبار پيلولو لپاره وړتيا هم يو له مهمو ټکو څخه ده چې بايد د کاروبار پيلولو پرمهال په پام کې ونيول شي، هيڅکله د داسې يو کار د پيلولو هوډ مه کوئ چې تاسې يې په اړه مالومات نه لرئ، يا دا چې د ترسره کولو او پرمخبيولو وړتيا يې نه لرئ، مخکې له دې چې تاسې يو کار پيل کړئ، نو لومړی د هغه کار په اړه مطالعه وکړئ، عملاً له نورو ادارو سره د کارګر په توګه کار وکړئ، وروسته له هغه د ياد کار پيلولو اقدام وکړئ.

البته دلته د يوې خبرې په اړه بايد وضاحت وکړم، چې تعليم لرل او تجربه لرل سره توپير لري، د يو کار پيلولو په هکله د مالوماتو درلودل يوازې کافي نه دي د دې سره ترڅنګ بايد تاسې عملاً د ياد کار کولو وړتيا ولرئ او په ياد کار کې کاري تجربه ولرئ او که نه تاسې له ماتې سره مخ کېدلای شئ.

خو هېره دې نه وي که چېرته تاسې د يو کاروبار په اړه ښه پلان ولرئ، سرمايه ولرئ او عملي کار مو نه وي کړی، خو د مخبيولو لپاره يې منظم پلان ولرئ، نو په دې حال کې کولای شئ چې د ياد کار پوه کارګر له ځانه سره شريک يا کارګر په توګه ونيسئ، ترڅو په لومړيو کې ستاسې کار تنظيم او وڅاري، تاسې يوازې له خپل کار نه څار وکړئ او زده يې کړئ.

شتمني :

د کاروبار د پيل لپاره تر ټولو اړين او مهم څيز هغه د شتمنۍ درلودل دي، د دې لپاره چې تاسې يو کاروبار پيل کړئ، نو تاسې شتمنۍ ته اړتيا لرئ چې ياد کاروبار پرې ترسره کړئ، دا چې تاسې څومره شتمنۍ ته اړتيا لرئ، په څه ډول يې ترلاسه کولای شئ، ستاسې خپله ده، د پور شتمني ده يا دا چې له بل سړي نه مو شراکت اخيستې دا بايد ستاسې په کاري پلان کې مخکې له مخکې موجوده وي، او عملاً يې بايد په لاس کې ولرئ چې تاسې پرې خپل کاروبار پيل کړئ، د دې ترڅنګ تاسې بايد د کاروبار مصرفېدونکي شتمنۍ علاوه نوره اضافي شتمني له ځانه سره ولرئ، ترڅو خپل کار پرې د تاوان او زيان پروخت کې جاري وساتئ او د پيسود کمبود په وخت کې بايد ستاسې کاروبار د سقوط سره مخامخ نه شي.

د بېلګې په توګه که چېرته تاسې يو کار پيلوئ او د هغه پيلولو لپاره ټولې پنځوس زره افغانيو ته اړتيا وي، نو تاسې بايد له ځانه سره د پنځوس زره افغانيو علاوه، د يو کال د ځای کرايې، کارګرو تنخوا، خوړو، برېښنا او نورو ورځنيو لګښتونو لپاره هم شتمني په واک کې ولرئ او که نه وي، نو تر ډېره بريده شونې ده چې ستاسې کاروبار ناکام شي يا لږ ترلږه د پرمختګ مخه يې ډپ شي.

زغم :

د يو کار د پيلو پرمهال زغم ډېر اړين څيز دی، کله چې تاسې خپله سرمايه د يو کار په پيلولو ولګوله، نو زغم ولرئ او صبر وکړئ، ترڅو ستاسې کاروبار پرمختګ وکړي، هڅه وکړئ، سختې پرځان تېرې کړئ،ترڅو خپل کاروبار کاميابۍ تر بريده ورسوئ، يانې د کاروبار د پيلولو سره سم له خپلې شتمنۍ څخه سملاسي د ګټې ترلاسه کولو هيله او تمه مه کوئ، ځکه کاروبار وخت ته اړتيا لري ترڅو د کافي اندازې وخت په تېرېدو ستاسې کاروبار په پښو ودرېږي او له هغې وروسته تاسې ګټه ترلاسه کړئ ، لنډه دا چې کوم کار مو پيل کړئ، نو په هغه لګېدلې شتمني مو سوځېدلې وګڼئ او وخت ور کړئ، د وخت په تېرېدو او کاروبار په برياليتوب پورې زغم ولرئ. ځکه له کاروبار د ګټې اخيستل سملاسي نه کيږي، ډېری کارونه شته چې د هغې نه د ګټې ترلاسه کول مياشتې او کلونه بر کې نيسي، نو تاسې بايد دا زغم ولرئ.

#کاروباري سپارښتنې

#کاروباري-سپارښتنې

#خپل-کاروبار-څنګه-پيل-کړو؟

#سوداګري

#کاروبار

#کار

#کوم کار وکړو؟

 

Post a Comment

0 Comments