د لنډې کيسې لنډه تاريخچه


سريزه
   کيسې ډېر پخوانی تاريخ لري او د انسان له ژوند سره يوځای رامنځته شوي د انسان د ژوند ټول کړه وړه يوه کيسه ده چې کرکټرونه يې همدغه انسانان دي ، زما هم د کوچنيوالي څخه د کيسو اورېدلو سره ډېره مينه او علاقه وه او ډېر ځلې مې دا هڅه کړې ده چې لنډې کيسې وليکم ، خو پرې نه يم توانېدلې ،خو اوس چې زمونږ وروستی سمسټر د پای ته رسېدو په حال کې دی ،نو دا مې اړينه وګڼله او غوښتنه مې هم دا وه چې د دغه ادبي نثري ژانر په اړه څه نا څه معلومات حاصل کړم ،نو ځکه مې د مونوګراف موضوع د خپلې علاقې پر اساس د پښتو لنډې کيسې تر عنوان لاندې انتخاب کړه او د ادارې له خوا هم راسره ومنل شوه ، نو ما هم د خپل وس تر حده د مختلفو ماخذونو نه په استفادې سره څه ناڅه معلومات يعنې د لنډې کيسې تاريخچه ، د کيسې پېژندنه ، د کيسې مهم توکي ، د پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسه چې سيد راحت زاخېلي ليکلې او دې ته ورته د کيسې په اړه د بېلابېلو سرليکونو لاندې خپله موضوع بشپړه کړه ، ښايي هغسې به مې نوموړې موضوع نه وي څېړلي ،څنګه چې لازمه ده ، بيا هم د نيمګړتياوو او د تېروتنو راته بښنه وکړئ  ، په پای کې د خپلو ټولو ښاغلو او درنو استادانو  نه ډېره مننه کوم چې په دې دوره کې يې ډېر څه راوښودل په ځانګړي ډول د ادب په برخه کې او په ځانګړې توګه د خپل لارښود استاد ښاغلي !عبيدالله اغېز څخه د زړه له کومي مننه کوم چې د مونو ګراف د موضوع په راټولولو او ترتيب کې يې راسره ډېره مرسته کړې او بېلابېل کتابونه يې د ماخذونو په توګه راسپارلي وو، کور يې ودان په عمر او ژوند يې برکتونه!
شغله يعقوبي
د بهسودو حمايوي دارالمعلمين د پښتو څانګې فارغ التحصيل ۱۳۹۴لمريز

د لنډې کيسې لنډه تاريخچه :
           د انسان د ژوند سره سم کيسې هم پرځمکه پل کېښود . په انساني ژوند کې د هرې کړنې بيانول خپله يوه کيسه ده ، يوه فلسفي مقوله ده چې انسان د انسان په وړاندې انسان دی ، په دې مانا که انسان غواړي خپل انسانيت ثابت کړي ، نو مجبور دی چې له انسانانو سره اړيکې ولري او داچې انسان يو ټولنيز مخلوق دی ، هرو مرو غواړي چې له خپل همنوعه سره راشه درشه او اړيکې ولري ،او د همدې ټولنيزو اړيکو له امله کيسه راوزېږېده .
     خو نننۍ لنډه کيسه په لويديځ ادب کې د نولسمې مېلادي پېړۍ په پيل کې پيدا شوه ، او هرکلی يې ځکه وشو چې نوره نوې نړۍ د بوختياوو په حال کې وه او د پخوانيو افسانو او اوږدو کيسو اورېدلو يا لوستلو ته چا وخت نه مونده او بل لوی سبب يې دا و چې په افسانو کې به کرکټرونه ، پېښې ، چاپېريال او حتی کله کله خبرو اترو له انساني ژوند سره اړخ نه لګاوه ، په لويديځ کې د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه د نولسمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې (۱۸۱۴-   ۱۸۱۸ز)کلونو ترمنځ ، جرمني کيسه ليکوال راټي ډبليوهوفمين خپره کړه ، ورپسې امريکايي دارونـــګ په( ۱۸۱۹ ۱۹۲۰ز) کې (The short stories ) خپره کړه .
      د لنډې کيسې لپاره لومړی ځل امريکايي ليکوال (ادګارالن پوه) په ۱۸۴۲م کال يو لړ ځانګړي اصول وړاندې کړل چې پر مټ يې له اوږدو کيسو سره لنډه کيسه ښه توپير کېدله . 
           کيسه په شرقي ادب کې په بېل فورم کې له پخوا نه موجوده وه ، په اريايي اثارو کې له ميلاده دوه زره کاله وړاندې د پنچاتنترا يا پنچا کيانه په نامه کيسې موجودې وې ، چې تر دې دمه د نړۍ پر مختلفو ژبو ژباړل شوې دي ، او د يادو کيسو پښتو ژباړه له ننه شاوخوا درې سوه کاله وړاندې په ۱۲۲۸سپوږميز کال افضل خان خټک وکړه  چې له هغې وروسته يې درې نورې ژباړې هم وشوې.
         پښتو ادب ته د لنډې کيسې راتګ په اړه ځينې څېړونکي دا نظر لري چې د اردو ادب د پريم چند د کيسې د راتګ په تعقيب پښتو ادب ته راغلې ده .
       او دا چې په پښتو ادب کې لومړنۍ کيسه (کونډه نجلۍ ) ده او که (شلېدلې پڼه ) ؟ د ښاغلي تقويم الحق کاکاخېل د پښتو اثارو د کرونولوژيک فهرست له مخې د مرحوم سيدراحت زاخېلي  (شلېدلې پڼه ) د ۱۹۰۸ مېلادي کال چې د شلمې پېړۍ لومړۍ لسيزه ده ، په چاپي اثارو کې راوړې ده ، ډېری ليکوال نظر لري چې (کونډه نجلۍ ) تر (شلېدلې پڼه ) لنډې کيسې  يو کال مشره ده . د کاکا خېل صيب د ياد فهرست پر بنسټ ځينې وايي چې پښتو ادب ته مخکې له دې چې په اردو ادب کې منشي پرېم چند پر کيسه ليکلو لاس پورې کړي لنډه کيسه راغلې ده .
        په هر حال په پښتو ادب کې د لنډې کيسې د پيلامې وياړ مرحوم زاخېلي صيب ګټلی دی .
        وروسته د شلمې پېړۍ د درېيمې لسيزې په نيمايي۱۹۲۶ميلادي کال په (افغان) مجله کې د ابولمعاني ازاد((د يوه مړي پيغام )) او د سربلند خان د ((نواب صيب اشنا يې )) لنډې کيسې خپرې شوې.
           د پښتونخوا په دې لوري کې لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په ۱۳۱۲ لمريز ۱۹۳۳مېلادي کال کې د طلوع افغان په کلنۍ کې د ((سرو زرو ګېندتوب)) تر سرليک لاندې يو ادبي طرحه خپره کړه چې د لنډې کيسې څرکونه په کې لګېدل له يادې نېټې درې کاله وروسته بيا هم لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي د ((توريالۍ پښتنه )) په نامه يوه حماسي کيسه خپره کړه چې د يوې بشپړې لنډې کيسې نمونه يې ګڼلای شو ، وروسته ګڼ شمېر ژباړلې کيسې خپرې شو او ليکوالانو پر لنډه کيسه ليکلو لاس پورې کړ.
د لنډې کيسې پېژندنه
        لنډه کيسه ، چې په پښتو ژبه او ادب کې د دري ژبې د داستان کوتاه او د انګريزي ژبې د شارټ سټوري (short stories) سره معادله او هم مانا ده ، د اصطلاحي پېژندنې په لړ کې يې د بېلا بېلو ادبپوهانو او ليکوالانو له خوا بېلابېلې توضيحي او تشريحي څرګندونې شوي ، چې ځينې يې دلته د دغه منثور ادبي ليکنې ژانر د پېژندنې لپاره رااخلو .
        د لنډې کيسې د ادبي ژانر بنسټګر امريکايي ليکوال ايډګارالن پوه وايي(( لنډه کيسه هغه نثري داستان دی چې لنډ وي او له نيم ساعت څخه تر دوو ساعتونو پورې ختم شي )) يوه بله پېژندنه يې داسې ده ( لنډه کيسه هغه نثري داستان دی چې په هغې کې يو چاپېريال (ماحول ) ، يو کردار يا يوه کيسه د نورو وړو کردارونو يا پېښو په مرسته داسې بيان شوې وي چې د مکان او زمان پوره يووالی پکې موجود وي .)
       د لنډې کيسې د پېژندنې لپاره دا لاندې ځانګړنې ښودل شوې دي :
1.    منظمه او مشخصه طرحه لري.
2.    يو اصلي کرکټر لري .
3.    دغه شخصيت يا اصلي کرکټر په يوې پېښې کې وړاندې کيږي.
4.    ټولې برخې يوله بلې سره متقابلې اړيکې لري.
5.    يوه اغېزه ښيندي .
6.    لنډه وي .
   دې پورتنيو ځانګړنو ته په کتنې سره لنډه کيسه داسې تعريفولای شو :
          لنډه کيسه هغه اثر دی چې په هغې کې ليکوال د يوې منظمې طرحې په مرسته يو اصلي شخصيت يا کرکټر په يوې اصلي پېښه  کې څرګندوي او دغه اثر په ټولو يو ډول اغېزه کوي .
د لنډې کيسې د رامنځته کېدو اړتيا او اهميت
      انسان په فطري ډول د کيسې اورولو او اورېدلو ذوق لري ، لنډه کيسه د اوسني پرمختللي عصر زېږنده او پيداوار دی ،څومره چې بشري ټولنې له يوې ورځې څخه بلې ته په ذهني او مادي لحاظ د پرمختګ پړاوونه وهلي په هماغه اندازه د انسانانو ضرورتونه او مصروفيتونه هم زيات شوي دي ، پرونی انسان چې ډېر وزګار وختونه او مصروفيتونه يې لرل او ان داچې شپې شپې به يې د مينې او محبت په روماني ناولونو  ، د جنګونو او ننګونو په حماسو او د ښاپېريانو او ديوانو په خيالي او موهومي اوږدو کيسو په لوستلو او اورېدلو سبا کولې او له هغو څخه به يې خوندونه ، پندونه او نتباه اخيستله او خپله د کيسې اورېدنې تنده به يې پرې خړوبوله ، خو د اوسني عصر انسان د ژوند په بهير کې د ډېرو مصروفيتونو او بوختياوو له کبله دا کار نشو کولی ،خو دا چې د کيسو يا پېښو اورېدنه او ځان خبرونه ، لوستنه او ځان پرې پوهونه د انساني ذهن فطري غوښتنه ده او د بشر د روحي تسکين لپاره همېشه د يوې مهمې اړتيا په توګه محسوسيږي ،نو له همدې امله د وخت په تېرېدو او بدلېدو ،اوږدو کيسو او داستانونو د اوسنۍ لنډې کيسې بڼه خپله کړه ، دا چې د داستاني ادب د هر صنف او ډول په پرتله لنډه کيسه خلکو ډېره مقبوله کړې ده چې مهم لامل يې لنډون ، د وخت د ضايع کېدو مخنيوی او سپما ده ځکه چې لوستونکی يا اورېدونکی يې په لږ وخت يانې يوه ناسته کې هم لوستلی او اورېدلی او له کيسې څخه د پند ،خوند او نتباه دنده په ډېره اسانه توګه ترسره کولای شي.
د لنډې کيسې جوړښتي توکي
      ادبي څېړونکو د لنډې کيسې د جوړښت لپاره يو شمېر توکي ښودلي دي ، چې ډېر مهم او بنسټيز يې دا دي :
۱ پېښه يا واقعه         ۲-   پلاټ يا طرحه                    ۳-  د کيسې پيلامه
۴ کرکټر               ۵ سپنس (تلوسه يا ذهني هڅونه) ۶ مکالمې او منظر کښنې
   ۷  - تخيل يا خيال پردازي   ۸   د کيسې د اوج ټکی     ۹ د کيسې پايله او انتباع
دلته هر توکی په لنډ ډول در پېژنو :
۱ پېښه (واقعه ) :
           پېښه يا واقعه د لنډې کيسې د جوړښت لپاره بنسټيز اهميت لري بې له پېښې څخه د کيسې رغښت او جوړښت ناشونی دی . همدغه پېښه يا واقعه ده چې د هغې له مخې د کيسې طرحه يا پلاټ جوړيږي،  د لنډې کيسې پېښې په دوو ډولونو (اصلي پېښې او فرعي پېښې ) بېليږي .
         اصلي پېښه هغه ده چې شته والی يې د کيســـې د طرحــې لپاره ضروري او حتمي وي فرعي پېښه هغه ده چې ليکوال د هغې په مرسته د کيسې طرحه پراخوي او د هغې کړۍ ته ، چې اصلي پېښه ده پيوند او اړيکې ورکوي.
۲-  پلاټ (طرحه ) :
        په کيسه کې د راغلې پېښې او واقعې طرحې يا خاکې ته پلاټ ويل کيږي ، د يوې کيسې طرحه کېدای شي د يو شخص فکري او ذهني يا روحي حالت او يا داخلي جذباتو او احساساتو څرګندونه وي ، چې البته د دغې څرګندونې د تجزيې او تحليل دنده معمولا د کيسې د مهمو پېښو په غاړه ده .
   ادب څېړونکي د لنډې کيسې د پلاټ لپاره دا لاندې بنسټيزې ځانګړنې ښودلې دي:
1)    پلاټ بايد ډېر کړکېچن نه وي څومره چې ساده وي اغېزه او خوند يې زيات وي.
2)   پلاټ بايد له حقيقت او رښتينولۍ سره اړه ولري او د ژوند رښتينی انځور وړاندې کړي .
3)   نوښت او جدت د يو ښه پلاټ لپاره ضروري دی ، ليکوال بايد دا ځواک او وړتيا ولري چې زوړ شی هم په نوي ډول او انداز وړاندې کړای شي .
      د لنډې کيسې پلاټ يا طرحه په دوو ډولونو کېدای شي : ۱- منظم ۲ غير منظم ،    په منظم پلاټ يا طرحه کې پېښې او کردار يو له بل سره اړيکې لري چې يو د بل له مرستې پرته وړاندې نشي تللی ، خو په نامنظم پلاټ يا طرحه کې نه د کردار او نه د پېښو ترمنځ اړيکې وي او نه هم پکې پېښې کوم ځانګړي ترتيب او نظم لري.
۳ -   د کيسې پيلامه :
         د لنډې کيسې پيلامه بايد داسې وشي چې لوستونکی يا اورېدونکی لوستو يا اورېدو ته داسې لېوال کړي چې تر پای پورې هغه پرېنږدي .
       په هنري ادبي ليکنو کې دا چاره په دوو لارو ترسره کيږي : يوه لاره داده چې ليکوال کيسه له پای څخه پيل کوي او ليکوالي په فني او تخنيکي مهارت پيل ته راځي او بيا په کيسه کې د شاملې موضوع تفصيل بشپړوي . دا پيلامه په ساده جملو وې او که په شاعرانه ، دا د لنډې کيسې د ليکوال خوښه ده ، خو په هر حال دې ته پاملرنه په کار ده چې پيلامه د بې مقصده اوږدوالی ښکار نه شي .
۴ کرکټر يا د کيسې کردار لوبغاړی :
        کرکټر يا کردار هغه څوک دی چې په خپلو کړنو او ويناوو پېښه او کيسه رامينځته کوي ، دا کرکټر له ستونزو او خنډونو سره د مقابلې او مجادلې په ډګر کې له بېلابېلو حالتونو او پړاوونوسره مخامخ کيږي ، غورځي او پرځي ، خو په خپل ټول وس او ځواک د موخې او هدف په لوري له وړاندې تګ څخه لاس نه اخلي .
       د يوې لنډې کيسې په پېښه کې کېدای شي له يوه څخه زيات اشخاص يا په بله وينا کرکټرونه يا کردارونه څرګند شي ،خو مرکزي کرکټر قهرمان يا اتل پکې هغه وي چې د پېښې جزئيات په مجموع کې د هغه پر شاوخوا څرخي ، دا مرکزي کرکټر د پېښې د جزئياتو په بهير کې ورو ورو راڅرګنديږي او بيا يوې نتيجې ته رسيږي .
    د لنډو کيسو کردارونه په دوه ډوله دي :
 لومړی هغه کردار دی چې په هغه کې د پېښو په سبب بدلون نه راځي د دې خبرې مطلب دا دی چې هغه لا تراوسه په شعوري ډول پختابه ته  رسېدلی نه دی .
   دويم هغه کردار دی چې هغه پختابه ته رسېدلی او د پېښو بهير پرې اغېزه  نه کوي او بدلون پکې نه راځي .
۵ سپنس ( تلوسه او ذهني هڅونه ):
       تجسس يا سپنس ( تلوسه ) نه يوازې په لنډه کيسه کې ، بلکې په هره هنري او ادبي ليکنه کې په ځانګړې توګه داستاني ادب کې لازمي توکی دی .
          ليکوال د خپل فن په مهارت د پېښې جزئيات په داسې ترتيب ترتيب راوړي چې لوستونکی يا اورېدونکی د لوستنې يا اورېدنې پر مهال  په يو ډول فکري او ذهني تجسس ، تلوسه او کشمکش کې راښکېلوي ، ډول ډول غوښتنې او پوښتنې ورسره مطرح کيږي : داڅه وشول؟ او همدارنګه يې شېبه په شېبه د راتلونکو پېښو په هکله ذوق او تلوسه لاپسې زياتيږي ، چې نور به څه کيږی ؟
۶ مکالمې او منظر کښنه :
         په لنډه کيسه کې که څه هم مکالمو ته ډېره اړتيا نه پېښېږي ، د ناول او ډرامې په پرتله پکې مکالمې لږې وي ، خو بيا يې هم له اهميت څخه سترګې نشو پټولای ،ځکه چې د مکالمې د کردارونو په عادتونو او خصلتونو رڼا اچوي او پېښې مخ په وړاندې بيايي ، مکالمې بايد له کردار او پېښې سره سمون ولري او بې ضرورته مکالمې دې نه کارول کيږي .
    د مکالمو په هکله داهم ضروري ده چې هغه بايد له حال او مهال سره سمې وي ، يانې د خوښۍ په وخت کې د خوښۍ په  الفاظو او لهجې خبرې او مکالمه او د غم يا خواشينۍ پر مهال دې لهجه او الفاظ  غمناک او خواشيني کوونکي وي ، څومره چې په کيسه کې دغه برخه قوي ، ځواکمنه او طبيعي وي ، هومره ښه ګڼل کيږي .
۷ تخيل کارول ( خيال پردازي) :
        د نورو هنري او ادبي ليکنو په څېر لنډه کيسه کې هم له لوړ تخيل څخه کار اخيستل کيږی ، ليکوال د خپل تخيلي ځواک په مرسته د خپل ذهن پنځولې پېښې ، کردارونه او منظرې مونږ ته په داسې بڼه وړاندې کوي چې بالکل واقعيت ته نژدې او په ټولنيز ژوند کې د هغسې کېدو امکان موجود وي .

۸ -  د کيسې اوج او لوړ ټکی : 
    د لنډې کيسې هره طرحه بايد د اوج ټکی او پرېکنده شېبې ولري ، چې هغه بايد په ډېرې اسانۍ سره وپېژندل شي ، دې ته بايد پاملرنه وشي چې د يوښه او ج ( لوړټکي ) ليکنه ډېره ستونزمنه او له کړاوه ډک کار دی .
     د کيسې لوړ ټکی (اوج) بايد د مسايلو او مشکلاتو د حل پړاو وي ، تر څو دمخه اچول شوې غوټې يو په بل پسې پکې  پرانيستل شي  او کيسه د منطقي پايلې په لور له ځان سره يوسي .
    ادب څېړونکو د لنډې کيسې د اوج ټکي لپاره لاندې ځانګړنې ، غوښتنې او پاملرنې ښودلي دي :
1)    د کيسې لوړ ټکی بايد د هغې تر ټولو لوړ د لطف او علاقې نقطه وي .
2)    د کيسې د پېښو منطقي پايله او نتيجه وي.
3)    له هغو کړکېچونو سره چې دمخه راغلې وي ټينګه اړيکه ولري .
4)    د اوج ټکی بايد روښانه او قانع کوونکی وي .
5)    تر هغه چې لوستونکی هغې ته نه وي رسېدلی هغه بايد ونشي .
۹  -   د کيسې پايله او انتباع :
     دا په واقعيت کې هغه پړاو دی چې دلته بايد ټول هغه مقصد ، اغېز او تاثير يا پيغام چې ليکوال يې لوستونکي ته رسول غواړي ، بشپړ شي .
          د لنډې کيسې په دې برخه کې ډېر زيات غور په کار دی ، د کيسې پايله بايد په داسې ډول وشي چې لوستونکي يا اورېدونکي ته کټ مټ د حقيقت په څېر وبرېښي او که څه معنويت او غير طبيعي والی پکې څرګند شي د ټولې کيسې خوند به خراب کړي.
د لنډې کيسې موضوع
           د لنډې کيسې په سکالو کې پخوا يوازې څېرې کښته او پورته کېدې ، همغه څېرې يا پرسوناژونه به يې څوکې (اوج ) ته رسول چې تر ډېره ځايه به يې يوه کرداري او روايتي بڼه درلوده ، په ارو واقعيتنونوبه دومره نه څرخېده او ټوله پاملرنه به يې څېرې ته اړولې وه ، نو ښکاره خبره ده چې دا ډول کيسې د ټولنې د حقايقو انځورونه او رابرسېره کول په سمه توګه نشي کولای او که ويې هم کړي په نشت حسابيږي .
        دغه راز يو ډول نورې کيسې هم وې چې ليکوال به پرې ډېر زحمت ويستلو ،خو له بده مرغه داسې سکالو به يې ټاکلې وه چې د ټولنې لپاره به يې هيڅ ګټه نه رسوله او يوازې لوستونکي به يې د څو شېبو لپاره بوخت ساتل ، دا او دې ته ورته خورا ډېرې بېلګې شته چې سړی يې وړاندې کړي ، په هرحال د پښتو ژبې لنډې کيسې اوس له دغه اکره راوتې دي  خورا ډېرې سکالوګانې پکې راپيدا شوي ،نوې نوې څېړنې پکې شوي ، د بهرنيو کيسه ليکوالو سره زمونږ کيسه ليکوالو ليدنې کتنې کړي ، دهغوی ادبي بنډارونه يې ليدلي او د نړۍ وال فورم په رڼا کې يې د ژوند په هره برخه کې کيسې ليکلي او ليکي يې د ساري په ډول که مونږ چېرې د پيرمحمد کاروان ، زرين انځور ، بريالي باجوړي او عصمت قانع لنډې کيسې ولولو ، له ورايه معلوميږي چې نوموړو د ژوندن په هره برخه کې زور ازمويلی دی او تر ډېره ځايه پکې بريالي شوي دي، نو د لنډې کيسې سکالو درې اساسي توکي لري چې هره لنډه کيسه ليکوال بويه دغه درې توکي ، پيل ، منځ ، پای په پوره پام لرنې سره په نظر کې ونيسي ځکه همدغه توکي دي چې کيسې ته خوند ورکوي او همدغه توکي دي چې لوستونکی زړه تورن کوي.
د لنډې کيسې واقعيت
         هره لنډه کيسه يوه مرکزي پېښه رانغاړي ، دا پېښه به د تخيلي وزرو سره سره د واقعيت وزرې هم لري ، يانې کيسه د واقعيت او تخيل ترمنځ يو منطقي تړاو لري ،چې دا کيسه بيا واقعيت ته نژدې ښکاري او لوستونکی پرې هم ګومان کوي چې کيسه رښتيانۍ ده .
        کومه کيسه چې پر واقعيت ولاړه وي ، دا يوه بريالۍ کيسه ګڼلای شي ، خو زمونږ د پښتو معاصرې کيسه ليکنې بهير کې ځينې کيسې وينو چې کټ مټ پکې واقعيت تصوير شوی وي اود تخيل هيڅ تومنه پکې نه محسوسيږي او يوازې د پېښې بيان وي يا خو په بشپړه توګه تخيلي او خيالي وي چې پر واقعيت منل يې ناشوني وي .
          د بېلګې په توګه بايد ووايو که کيسه ليکوال په افغاني ټولنې او چاپېريال کې اوسي او دی راته د يوه اروپايي چاپېريال او ټولنې کيسه کوي ، که کيسه د تخيل په زور هم وليکل شي ؛نو دا هغه وخت ښه او واقعيت ته نژدې ګڼلای شي چې د کيسې فني تخنيکونه او اصول پرې تطبيق شي ، دغه مهال لوستونکي پرې د رښتيانۍ کيسې باور کوي ، په هرحال واقعيت واقعيت دی .
        اوس که يو کيسه ليکوال کيسه ليکي ، تر ډېره بريده بايد دا هڅه او زيار وګالي چې د کيسې د ليکنې پرمهال واقعيت او رښتيا غوندېتوب ته پوره پوره پام وکړي ، کيسه واقعيت ته نژدې انځور کړي ،خو دا واقعيت بايد داسې وي چې پر منطق او دليل ولاړ وي ، نه داچې د واقعيت نه واټن واخلي او مصنوعي ښکاره شي يا يې کيسه ليکوال د خپل ذهن تابع وګرځوي ، په خپلو خيالاتو او تصوراتو کې ورک شي او اصلي واقعيت او سوژه ترې مبهمه شي پر دغسې کيسو بيا د لوستلو تنده نه ماتيږي.
        د پای په توګه بايد ووايو چې زمونږ کيسې دې بايد داسې  انځور او وليکل شي چې د ټولنې او ولس پر واقعيتونو ولاړې کيسې شي او د دوی پر ژوند او چاپېريال راوڅرخي او هم يې استازيتوب وکولای شي .
پښتو کيسه ييز ادب
        د پښتو په داستاني ادب کې د لنډې کيسې د تاريخي بهير د څېړنې په لړ کې د دې خبرې يادونه ضروري ده چې مونږ د پښتو په ليکلي ادب کې له لسمې هجري پېړۍ راهيسې د لنډو حکايتونو او کيسه ييزو رواياتو بېلګې لرو .
       د زرينې څانګې د ليکوال د څرګندونو له مخې په دې لړ کې لومړی د پېښور د لنډۍ اخوند احمد ( په يوولسمه هجري ) لنډې منثورې کيسې چې درې درې نيم سوه کاله پخوا ليکل شوي ، چې له هغو څخه د بېلګې په توګه د (( ورک زوی څنګه پيدا شو!)) نومې کيسه ده چې  د نننۍ کيسه ليکنې په چوکاټ کې ښه مطالعه پرې کېدای شي او ډېرې هغه باريکۍ پکې شته چې اوسنۍ کيسه ليکنه يې له مونږ څخه غواړي برسېره پر دې د مولوي نور محمد نوري افغان په نچه روه (۱۲۰۸سپوږميز) کې تاليف د اووه لسو په شاوخوا کې واړه واړه حکايتونه او روايتونه ، چې ډېر په خوږه ژبه د ولس له محاورې سره برابر ليکل شوي دي ، يادولی شو .
       لومړنی پښتون ليکوال چې په دغه لړکې يې خپل قلمي ځواک ازمويلی ارواښاد سيدراحت زاخېلي دی چې په (۱۹۰۸ز) کال يې د ((کونډه نجلۍ )) په نوم پښتو لنډه کيسه يې ليکلې ده ، دغه لنډه کيسه د لومړي ځل لپاره په پېښور کې افغان اخبار او بيا وروسته د مردان قند مجلې په (۱۹۵۹ز) کال خپره کړې ده .
          د سيد راحت زاخېلي دوه يمه لنډه کيسه ((شلېدلې پڼه ) نوميږي چې په (۱۹۱۸ز) کال ليکل شوې ده .
     په کوزه پښتونخوا کې د لنډې کيسې په ليکوالو کې په سيد راحت زاخېلي پسې د ميا ازاد ګل نوم د يادونې وړ دی چې په (۱۹۲۶ز) کال يې ((د يو مړي پيغام )) په نوم لنډه کيسه ليکلې او په افغان اخبار کې يې خپره کړې ده .ورپسې د بدرښو سربلند خان دی چې په (۱۹۲۶ز) کال يې په افغان اخبار کې د ((خان صاحب اشنا يې )) په نوم لنډه کيسه خپره شوې . په همدې لړ کې د ارواښاد ماسټر عبدالکريم نوم د يادونې وړ دی چې له (۱۹۲۲ز) کال څخه يې د لنډو کيسو ليکل پيل کړي دي ، تر دې وروسته د پاکستان تر جوړېدو پورې زيات شمېر ليکوالو د لنډې کيسې ليکنې په ډګر کې خپل قلمي ځواک ازمويلی او ليکلي کيسې يې په بېلابېلو خپرونو ، لکه افغان ، پښتون ، نن پرون ، اسلم او نورو کې خپرې شوې دي ، دلته دا لاندې نومونه د بېلګې په توګه يادوم :
       مولانا عبدالقادر ، ميا سيدرسول رسا، فاروق شينواری ، ايس ايس ای رحمان ، حمزه شينواری ، مفلس درانی ، اديب سرحدي ، مراد شينواری ، ندا سرحدي او ...
        ترکومه چې خبره په افغانستان کې د پښتو لنډې کيسې په تاريخي بهير پورې اړه لري د ادبي څېړنو له مخې جوته شوې چې لومړنی ليکوال چې په دې ډګر کې يې خپل قلم چلولی يا ازمويلی ، هغه ارواښاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبي دی . استاد لومړی په تول پوره او کره لنډه کيسه د ((توريالۍ پښتنه )) تر سرليک لاندې چې د طلوع افغان په څوارلسم خپرنيز کال (۱۳۱۵لمريز) په لومړۍ ګڼه کې خپره شوه ، وروسته بيا ځينو نورو ليکوالانو هم کله کله د لنډو کيسو په ليکلو خپل استعداد ازمويلی او د دوی لنډې کيسې او يا لنډو کيسو ته ورته ليکنې  وخت په وخت په چاپي خپرونو کې خپرې شوي چې د دغو ليکوالانو له ډلې څخه دا لاندې نومونه د بېلګې په توګه يادولای شو :
       استاد ګل پاچا الفت ، سراج الدين سعيد ، استاد قيام الدين خادم ، عبدالقدوس پرهېز ، عبدالرحيم هاتــف، غلام محــــی الدين زرملــــوال ،  عبدالرؤف بېنوا او نور ...
د يادونې وړ ده  چې پورتني ليکوالان د لنډې کيسې ليکنې مسلکي ليکوال نه وو، د نورو ډېرو علمي او  فرهنګي بوختياوو ترڅنګ به يې کله کله دادبي ذوق له مخې د لنډې کيسې ليکنې نوې تجربې کولې ، نو ځکه يې کيسې معياري ، په تول پوره او کره نه دي او يو ډول داستاني طرحې يې بللی شو.
      په افغانستان کې د پښتو لنډې کيسې ليکنې په برخه کې له (۱۳۳۰ل) کال راهيسې بنسټيز کار پيل شو او ځينې داسې ليکوال ډګر ته راووتل چې له نويو  نړۍ والو ادبياتو او دادبي جريانونو سره اشنا ول او داسې لنډې کيسې يې وليکلې چې نن مونږ د معيار له مخې پرې حساب کولی شو ، په دغو ليکوالو کې د : حبيب الله تږي ، ميراجان سيال ، سعدالدين شپون ، نورمحمد تره کې ، غوث خيبري ، عبدالروف قتيل ، محمد موسی شفيق او نور...
د پښتو لنډه کيسه لر او بر کيسه ليکوال
      هغه ليکوال چې پښتو لنډې کيسې په نړۍ کې ښه تره مشهورې کړې او په نړۍ والو ژبو يې وژباړلې او بيا يې هم مډالونه او نغدې ډالۍ پرې تر لاسه کړې د ځينو نومونه دادي :
     قلندر مومند ، اجمل خټک ، ميرمهدي شاه پاچا ، ماسټر عبدالکريم ، هميش خليل ، زيتون بانو ، سلطان محمد صابر ، اشرف حسين ، ډاکټر شېرزمان طايزی ، اکمل اسدابادي ، پروفيسر هدايت الله خټک ، درمحمد کاسي ، غوث خيبري ، مېرمن بلقيس ، ساغر اپريدی ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، سعدالله جان برق ، سحر يوسفزی ، عبدالله جان مغموم ، سيف الرحمن سيد ، جمال رازي ، رضا مومند ، محمد اقبال اقبال ، محب الله شوق ، قيوم مروت ، ډاکټر سيد چراغ ، حسين شاه ، مجيدالله خليل ، سلمی شاهين ، پروفيسر شاه صابر ، عنايت الله ضيا ، رحمت شاه سايل ، فاروق سرور ، استاد قيام الدين خادم ، استاد عبدالرؤف بېنوا ، استاد صديق الله رښتين ، استاد ګل پاچا الفت ، استاد عبدالشکور رشاد ، پيرمحمد کاروان ، زرين انځور ، پروين فيض زاده ملال ، عارفه عمر لور ، جميله مجاهد ، ساره سادات ، ناجيه هاروني ، اکبر بري ، عبدالخالق رشيد ، شفيق شاپنزي ، اکبرکرګر ، ولي محمد ،نظر پانيزی ، سيدامين مجاهد ، بريالی باجوړی ، لايق زاده لايق ، نورالامين يوسفزی ، شيرين خدوخېل و علي کميل قزلباش ، خليل باور و مشتاق مجروح ، اسماعيل ګوهر ، عصمت قانع ، صالح محمد صالح ، علم ګل سحر ، نذير احمد سهار ، غزانور غزا ، محمد اياز غزل ، نصير احمد احمدي ، عظما هما ، عرفان خټک ، مېرمن عصمت بي بي ، م . ر . شفيق ، حفيظ الله تراب ، مجيب الرحمن اميري ، عبدالرحمن احساس ، عبدالوکيل سوله مل شينواری ، خورشيد اقبال ، نعمان دوست ، بازمحمد عابد ، مېرمن صفيه حليم ، ډاکټر محمد اکبر يوسفزی ، اجمل اند ، اجمل تورمان ، نصيب الله سيماب ، تاج الدين تاجور ، اظهارالله اظهار ، پروفيسور محمد يوسف ، اورنګ زېب ارشاد ، ذبيح الله شرر، ذبيح الله احساس ، حنان حبيبزی ،علي خېل درياب ، سيدصابرشاه صابر ، سيده حسينه ګله ، اسير منګل ، عبدالخالق خليق ، نجيب عامر ، وږمه سبا عامر ، مېجر الطاف خټک ،مراد شينواری او داسې نور ... دي چې پښتو لنډې کيسې يې تر هسکه ورسولې خدای دې مړي غرق رحمت کړي او ژوندو ته دې نور توان ورکړي چې يوه ورځ په نړۍ واله  کچه د پښتو ژبې لنډه کيسه د لومړۍ درجې په کتار کې ودروي او لکه ټاګور چې په شعر کې واخيست دوی په کيسه کې د نوبل جايزه واخلي.
        هېره دې نه وي چې د سعدالدين شپون ، نورمحمد تره کې ، غلام غوث خېبري ، عبدالروف قتيل ، محمد موسي شفيق او نورو نومونه په ځانګړې توګه د يادونې وړ دي .

د پښتو لومړنۍ لنډه کيسه
          لکه په پيل کې مو چې يادونه وکړه د پښتو ژبې لومړنۍ لنډه کيسه سيدراحت زاخېلي صيب په (۱۹۰۸ز) کال کې ليکلې ده ، د نوموړي په دوه کيسو کې چې ((شلېدلې پڼه )) او ((کونډه نجلۍ )) نوميږي د ليکوالو ترمنځ يو څه اختلاف دی چې څوک يې يوه او څوک يې بله مشره ګڼي چې په پيل کې مو پرې بحث وکړ،خو اوس د ((کونډه نجلۍ )) چې د پښتو ژبې د لومړنۍ لنډې کيسې په حيث منل شوې ده . لومړی به داکيسه ولولو او بيا به يې کرکټر د هغه څه په رڼا کې وګورو چې پورته مو ولوستل:
سيدراحت زاخېلي
کونډه نجلۍ
       دا کيسه د يوې کونډې جنۍ ده او د هغې بېوزلې د ژوند نقشه تصويروي ، ددې کيسې مطلب دا نه دی چې د حجرې وخت پرې ښه تېر شي ، بلکې دلته د قام يو لوی ظلم ته فکر کول دي ، رښتيا خبر خو داده پښتنه ښځه چې کونډه شي نو خسر او خواښې ته يې محض ډوډۍ ورکول لا ګران ايسي ، نو که مونږ د دې ژوندي بنيادم د بربادېدو سببونه ولټوو،نو راته څرګنده به شي چې اصلا د دېوال رده ورانه ده ځکه دېوال کوږ دی .
            اول خو پلارګنۍ د لور او خور په سر باندې دومره روپۍ واخلي چې خسرګنۍ د پولۍ پړک ته کېنول شي او په دې خيال چې دا خو د بل د کور ده څه علم او هنر هم نه ورښيي ، دې ته نه ګوري چې داهم بنيادم دی ، د خدای پرځمکه زمونږ په شان د خوراک او څښاک حق لري او داحق خدای پرمونږ ايښی دی . د خدای په قانون يې خاوند ژوندی وي ،خو بيا هم په يو ډول د ډولونو ژوند تېرېږي ، د روپو ، وريجو او غوړو حسابونه خو ورسره کيږي ، د قرضونو ورسره کيسې وي ، د ټبرونو پېغورونه وي ، بيا هم هغه بې زبانه مال د هغه دوو سترګو ته ګوري او څه لنډه تنګه ساه کاږي ، نو خدای مه که ، که کونډه شي ، نو بيا راشه که يې ګورې ، د خسرګنۍ کره يې خو ځکه ځای نه وي چې د هغوی پوله او پټي  تللای وي په سلمونو اوسودونو کې ډوب شوي وي ، نو چې دې بدو ته ګوري ګړۍ په ګړۍ غوسه ورځي د کور ټول بامبېړ يې په غاړه کې ورواچوي ، ډول ډول خبرې ورته کوي ، خو بيا يې هم تاو نه سړيږي ، پلارګنۍ خو ورسره يو ځل دښمني کړي ، يوه ټوکرۍ ډوډۍ ورته غر ښکاري ، بل خاوند هم د پېغورونو ګوډی وي .په زرګونو ظلمونو کې په لکونو تباشوو کونډو کې د يوې پېغلې کيسه دا ده .
       د مرجانې په مرغۍ سترګې ولګېدې ، نو لکه د زمري وغړمبېده او سرې سترګې يې پرې راوښکې ـــ تورې بلا ! زما د ګل په شان زوی دې وڅاټه اوس مولا شرموې بېل ...د مرغۍ له سترګو نه د اوښکو لښتي روان شول په سلګو سلګو يې ...وويل...    مرجانه : ژړا دې ميراته شه  په ژړا باندې خلک وېروې يوه پولې خبره وشوه بس ستا اوښکې روانې شوې ، ودرېږه د جمال پلار راشي ،ځمکه به ښه درباندې سره کړي.
        پر زړه خوږې مرغۍ ځان ټينګ نه کړای شو ، يوه وارخطا چيغه يې تر خولې ووتله او د خېرنې پټې (پړوني) پيڅکه يې مخ ته ونيوله او ويې ويل : ابۍ ته زما په دې خوږ زړګي ولې مالګې دوړوې !
      مرجانې نورڅه ونه کړه ،خو يو ښه سوک يې ور حواله کړ ، خبردار چې بيا ماته (ابۍ)  ونه وايې ګنې ژبه به دې له کومي نه  راوباسم اور دې پورې شي په داسې کور چې تاغوندې نوغې پکې زرغونيږي ، د داسې ميندو ګېډې خو دې وچې شي چې ستا په شانې توتکه ترې پيداکيږي ، زه ستا په زړه مالګې اچوم بې حيا ، که تا زما ځيګر سکاره کړ ، داسې سپېره مخې خو دې خدای د چا په کور او غولي نه ورولي ، خدای دې ژر په ژېړو تلو له دې کوره وباسه !   په غونډۍ کاڼي دې پښه وښويېږه ! زما د نولسو کالو غمی تورو خاورو ته ولاړ. سوک د مرغۍ په تشي لګېدلی و ، له ډېره درده تړقېدله او په اوښکو يې د لوپټې پيڅکه خيشته پيشته کړې وه په سلګو سلګو يې ووې : مورې نور وهل نشم زغملای ، ښه اخر زما ګناه خو راوښيه ، هسې مې ولې وهې ؟ پښتنه جنۍ ګوره او خواښې نه دا پوښتنه کول چې (( زه دې ولې ووهلم ؟)) دا د مرغۍ يوه داسې ګناه ده چې د بښلو وړ نه وه ، د مرجانې ټټر باندې اور ولګېده ،ژبه يې راوويسته، ټول کور مالت يې په سر واخيسته :
          درواغجنه ګوره چې ماسره ناندرۍ وهي په ورو غوندې مې د ګوتو سرونه ور ورسېده ته به وايې په تورو مې کړه ، چې داسې د ګل غوټۍ وې ، نو مور او پلار واده کولې څه دپاره ؟ تاويز کړې به يې وې او په غاړه به يې ځړولې وې ، په ستن کې تار اچول نه ورځي نخرې يې ګوره ، نه کار نه روزګار ډوډۍ څلور په شمار ، څمڅۍ مينځل ورته لوی غر ښکاري ، سترګې په ډډه شي ټول لوښي مردار پراته وي ...
     دې نه مخکې بيا د مرجانې ژبه څه وه توره ورېځ وه د کنځلو ږلۍ يې راشروع کړې مړي ژوندي يې ټول وستايل ، مشر و کشر ترې خلاص نه شول بدبختې کونډې سره د ددې ښکنځلو بل ځواب نه و،  په ژړا يې د سلګو وار نه کېده پوهېده چې يو ساعت پس به ګل محمد خان راشي او په ما به د غضب تندر راپريوځي .
    مرغۍ ښايسته وه ، قابله وه همزولو به يې ويل چې د دې په خبرو کې جادو دی هرڅوک راماتوي ، اوس هم چې به ددې پخوانۍ همزولې چېرته د اختر په پاڼي جغ سره يوځای شوې ،نو د دې خبرې به يې رايادولې په خپل کلي د مرغۍ اصل والی او سيالتوب مشهور و، ليکن افسوس د پښتنو ناروا رواجونو هغه بې برخې کړه ، سپېره يې کړه (بدشګومه ) د هغې په تندي تياره شوه ،
       پلار يې په روپو پسې ړوندېده په خپلو سپېرو لاسونو يې ډولۍ کې کېنوله او لرې يې ورکړه يو څو مياشتې پس د هغې کوڅۍ ببرې شوې او هغه يوه کونډه وه ، انجلۍ  کونډه او د غمونو غر يې په سر راپرېوتی و.
      پلارګنۍ کره خو يې ځای نه و، خسرګنۍ بيا سپېره ورته ويل او هغه سپېره مخې وه دنېک پاله نه وه ، ناکاره وه ، د ټول ټبر پېغورونه به يې تېرول ، د خسر کنځلې به يې زغملې ، ټوله ورځ به يې کار کې  زړګی وچاود، خو بېګاه ته به يې د سترګو پټولو حق هم نه و، هغې ډوډۍ نه خوړله بلکې ډوډۍ دا خوړله ، خيرنو خچنو کالو ته يې هم زړه نه کېده ، کفن به يې راياداوه داسې هم نه تېرېدله چې يوه يادوه پڼې او کنځل به يې نه خوړلې ، يوه ورځ يې په سر کې ږمنځ وهله ، خسر د لښتې وار پرې وکړ  چې ډېرې ورځې يې په هغه لاس کار نشو کولای ، لوپټه يې خيرنه ، ريخانګې وه نو مرغۍ د مور لوپټه په سر کړه خسر پرې له شانه د خاورو تېل واچول ،تيلی يې ورته کولو خدای ترې بچ کړه ، دا نننی جنګ په څه و؟ په دې چې د شپاړسو کالو نجلۍ چې تمامه ورځ يې په مېچنو زړه شين شو ، ګرمې خولې پرې  د  (تېز سېلاب ) غوندې روانې  وې د باد دپاره د کوټې بام ته وخته بس دانه وه بلا وه ، د مرجانې په سترګو کې اغزي اغزي کېده ، ماخوستن مرغۍ کټ کې لږ غوندې ملا نېغه کړه چې ګل محمد خان کور ته ننوت ، د راتللو سره يې خوله ورباندې وسپړله : ستا ملا ولې ماته ده ؟ ډيوه کې لا باتۍ خلاصه نه ده ته بيا مرداره شوې يې، پاڅه!  لاس وينځونی راواخله .
     مرجانه په يوه ټوپ ورته مخ کې شوه او ويې ويل دې ته څه مه وايه دا دمحل راڼۍ پرېږده چې خوب وکړي که ستا څه کار وي ، نو زه به يې کوم دومره ساعت کې مرغۍ کوزې او لاس وينځونی سره خسر ته ورغله . مرجانې ورته په سينه کې داسې ټېله ورکړه چې د هغې په سترګو يې توره شپه کړه ، مرجانې ووې : بس بس مونږ وبښه ته راني يې ، مرغۍ د اوښکو ډکې سترګې ورته راواړولې او ويې ويل : ابۍ ! زه راڼۍ چېرته يم ستا وينځه يم ته هسې خپه کېږې ، مرجانې پرې لرګی را اوچت کړ ! ته بيا ماسره خبرې کوې ؟ وګورئ خلکه ما د دې سره څه کړي دي؟ چې دا هر وخت ژاړي ما که تش دومره ووې چې لورې ! دا کار د سيالانو نه دی ته کونډه يې داسې مه کوه ،نو ما بده خبره کړې ، راڼۍ له هغه وخت راهيسې تندی تريو نيولی دی او ژبه يې راباندې ايستلې ده ، بيا يې لاهم ارمان پاتې دی ؟
         ګل محمد خان چې دا خبره واورېده نو خپلې ښځې ته يې وويل : ته ددې بدبختې سره څه مه وايه دا بدبخته به يوه ورځ زما پوزه پرې کړي ، دا خو تا اول وار په خپل سر وخېژوله . هغه بله ورځ چې مې پرې د خاورو تېل اچول او سوځوله مې چې د غمه يې خلاص شو ،نو ته زما مخې ته راغلې او مخکې مخکې کېدلې او رانه خلاصه دې کړه ، اوس مزې کوه!
      مرغۍ په سلګوسلګو د خسر په پښو کې ولوېده او ويې ويل باباجي ما دې خدای مړه کړي که به ما د ابۍ سره لام کلام کړی وي ، خدای خبر چې ولې د سهار راهيسې راپسې شوې ده . ګل محمد خان چې داخبره د مرغۍ له خولې واورېده په سر باندې يې يوه ښه څپېړه ورکړه او ويې ويل:
-     لرې شه ! تا ته دې خدای مرګ درکړي چې زما عزت په ځای پاتې شي ، زما د غمي په شان زوی دې وخوړْ! او په دې سپينه جامه هم داغ راږدې.
مرغۍ پاڅېده او په زاريو يې لاس پرتندي کېښود او ويې ويل:
-     بابا که رښتيا داسې وي لکه چې ته وايي ،نو ما اوس وسوځوه چې سبا ستاسې د ډېران ايرې يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي .
ګل محمد چې دا خبرې واورېدې له خولې يې ځګونه راغلل په ډېر تاو ولاړ شو ويې ويل : مردارې پليتې شيطانې زما له لاسه  سول غواړې ؟
     مرغۍ : باباجي سول غواړم ، له خپله لاسه راباندې اور ولګوه ، له دې ژونده راته مرګ ښه دی ، زه که يم څه او که نه يم څه؟
ګل محمد خان: کم اصلې ! د رازمحمد پليت نوغې زه به په تا اوس اور بل کړم داخبره يې وکړه او ښځې ته يې اواز وکړ: د جمال خان مورې هغه دتېلو بوتل راوړه ، په دې وخت کې پر بېوزلې مرغۍ راګرځي او په وهلو شروع کوي ، پس له دې په غولي کې دغه درې غږونه اورېدل کيږي ، نو ر هيڅ يو ږغ نه و، يو د ګل محمد خان دلرګي شرکهار بل د هغه دا چېغې چې (اور غواړې؟)،( حرامونې اور غواړې؟) بل د مرغۍ په زوره زوره چېغې چې ويل به يې باباجي مړه شوم د خدای لپاره رسول ته وګوره ... خپله پلاره ...خپلې مورې ...يا کاکا صاحب ...راورسېږې !
      د بدبختې مرغۍ مخ نن لږ غوندې روڼ ښکاري ، بدن کې يې ايله وينه ګرځېدلې ده ، دا ځکه چې يو نيم کال پس مور کره تللې ده ، د مشر ورور واده يې دی ، د خسر کره يې بڼه په وهلو ، وهلو داسې شوې ده چې لکه چا چې چونه پرې دوړولې وي ، په ژړا ژړا يې سترګې سپينې شوي دي ، دې ويل چې د مور کره به يو څو ورځې په خندا تېرې کړم ،قسمت به ورته ويل چې  د کونډې هيچېرې د خوښۍ ځای نشته ! د مور غېږ ستا دپاره اوس يو سور تنور دی.
      مرغۍ پس له ډېرې مودې د خپلو همزولو څېرې ليدلې وې ، خوشحاله وه د خپل غم هغه اوږدې کيسې يې شاته کړې وې ، د هرچا سره يې په خندا خبرې کولې پاکې او نوې  جامې يې پس له ډېرې مودې  څخه اغوستې وې چې دې نوو جامو يې همزولو ته بيا د هغې تېر ښايست ور په ياداوه ، د ورور وده چې به يې په زړه د خوشحالۍ باد راوالوزاوه ، نو کله به يې د نجونو سره ټوکې ټکالې هم کولې ،خو بيا به يې د نجونو سره سندرې ويلې چې ورور به يې وليد نو دا به تر مور زياته ورځارېدله ، لنډه داچې د ډولۍ وخت راغۍ ورا تيارېده د هلک او نجلۍ جامې اخېستې شوې او ښځې او روانېدو ته راپاڅېدې ، د واده پنډوکی وتړل شو، نو هر چا د ناوې او زوم کالي او ځړوکي کتل ، دې بدمرغه مرغۍ هم د ورور لونګۍ ته ګوتې وروړې ښځو په دې کار ورټله ، دلته د مور هم ورته پام شو او داسې مضبوته څپېړه يې ورته ورکړه چې د ګوتو تغمې پرې جوړې شوې ، مرغۍ اريانه ودرېده ،مور يې ورته وويل چې کونډه ښځه د واده جامو ته لاس نه وروړي ؟ ته خو سپېره کونډه يې ، تا ولې ګوتې وروړې ؟
      هغه مور چې مرغۍ يې د ځيګر په سپينو پيو لويه کړې وه ، او نازوله يې نن ورته له خوده ووته دا سپېره پال ، هغ چېرې زغملای شي ، چې د يوې کونډې لاس د ورا جامو ته ګوتې وروړي ؟
     په دې وخت کې د خدای فضل و ، چې د مرغۍ د پلار په زړه د رحم اوبه تېرې شوې او د مرغۍ مور ته يې وويل ((خير داسې خطا له بنده څخه کيږي )) ګنې خدای خبر چې د مرغۍ به کوم ځای مات و.
      د مرغۍ زړه ډک و ، ژړلای يې هم نشوای ځکه ژړا تر هغه لا ډېره  بده وه په دې وخت کې ، نو د اوښکو ډکې سترګې کوټې ته ننوته ، نوې جامې يې وويستلې او زړې جامې يې واغوستلې لوپټه يې په مخ واچوله ، د خونې ګوټ کې څملاسته  ، ورا ولاړه ډولۍ راغله غال بول تېر شو ، خو مرغۍ پرې خبره هم نشوه نه يې چا تپوس وکړ، چا ياده هم نکړه ، کونډه بدبخته د چا په ياد وي .
         غوټه نيمه شپه شوه مرغۍ د (اديزو ) پر سړک باندې روانه ده تياره دومره ډېره ده چې د لاس ګوتې نه معلوميږي ، خو مرغۍ نه له مار نه وېريږي او نه هم د غله يا بل ځناور نه ، د سيند غاړې ته ورسېده ، پښه يې ونيوله ، بيا د سړک نه په ډډه لاړه او لرې د يوه کمره پر سر کېناستله په ټکري يې مخ پټ کړ او د زړه له اخلاصه يې وژړل ، وروسته يې په زړه کې دا ډول ګيلې له خدايه شروع کړې :
-     ای زما لويه خدايه ! زما د بدنصيبې خو اوس د مور په غېږ کې هم ځای نشته زه اوس سپېره بلل کېږم او بې برخې ، خسرګنۍ که مې بېګانه خلک وه ، د هغو نه خو ګيله نشته مګر زه خو نن په خپل کور کې هم بد پاله او سپېره وبلل شو م ، افسوس خدايه ! چې ښځې دې ولې پيداکولې ، تا خو داسې نه دي ويلي او نه ستا رسول داسې ويلي ، دا پښتانه خو ځانونه مسلمانان بولي دوی ولې داسې کوي؟
     دوی خو د اذانونو سره سم جماعت له هم ورځي ، د دې ډول عبادتونو سره په دې ظلم کولو مسلمانان بلل کيږي؟ دوی وايي چې مونږ کې لوی لوی بزګان او عالمان هم شته مګر د لور او خور سره چې کوم کارونه کوي هغه خو کفارو کې هم نشته ، لور چې پيدا شي بده او سپېره وي چې واده شي بيا سپېره کيږي ، چې مړه شي هم سپېره وي ، خدايه ته په اخرت کې دوی ته جنت هم ورکوې ؟
     يا په دنيا کې ښه ورځ هم پرې راولې ؟ مونږ خو هم تا پيدا کړي يو  او د بني ادم له ذاته يو مونږ سره دا دومره ناروا ولې کيږ ي؟ زه خو په دې خبره پوه نه شوم ، ستا په دې دمره لويه دنيا کې خو ما د سر سيوری هم پيدا نه کړ ، کوم کور کې چې ما سترګې غړولې دي او وړه په کې لويه شوې وم ، هغه هم نن زما دپاره دوزخ شو . دوی زما دوه کاله کونډتون ته ونه کتل او نه يې دا زړه ته تېره شوه چې د دې حال څرنګه و او دی؟ نو ځکه تا ته التجا کوم چې ما له مرګ راکړې ځکه زما مرګ لويه پرده ده که څه هم وايم هغه شرم ، که اورم هغه شرم ، زما ناسته او ولاړه ، خوراک او څښاک ټول شرم شول ، نو زه غواړم چې دا د شرم بوج له مانه واخلې او پټه شم (سلګۍ ....بيا سلګۍ )     
       ای سينده! ته زما لويه پرده يې ستا لوی زړه دی ، بنيادم چې د چا د لوی زړه صفت کوي ،نو وايي: (( ستا زړه لکه د درياب دومره دی )) ته د دې خپل لوی زړه روی ومنه! ماته غېږ خوره کړه ! ته د خدای او رسول روی ومنه ،ما ته په خپله لويه غېږ کې ځای راکړه ! ، ما په خپله لويه غېږ کې ونيسه ، زما د پاره پرده شه ، د خدای په دې دومره لويه ځمکه کې زما د پاره زما ارام ځای نشته ، تاته ننواتې راغلې يم ، هسې نه چې ته هم زما د خواښې او خسر په شان ما ورټې ، ما مه رټه !
      زه د مسلمانانو پښتنو د لاسه په توره شپه کې تا  له ننواتې راغلې يم ، دوی خواخوږي نه لري ، دوی د رحم زړونه نه لري ، دوی د ظلم نه هم دومره خوند اخلي لکه د رحم نه چې يې زړه سواندي انسانان اخلي ، نو ته زما ننواتې ومنه!
    دې نه پس د غړمب يو اواز شو د سيند زړه د مرغۍ په زاريو نرم شو او د حال په ژبه يې ورته وويل :
-     زما لمن لويه ده ، زما غېږه تاته خلاصه ده ، زه نه ستا خواښې يم او نه خسر ، زه نه ستا مور يم ، نه هم يو انسان ، زه تاته په خپل غېږ کې ځای درکوم ښه راغلې!!ښه!
دکونډې نجلۍ ، ظاهري او رواني اړخونه
          په پورته کيسه کې مرکزي کرکټر ( مرغۍ ) ده ، چې لومړی اړخ يې د کيسې له پيله تر پايه څومره ښه انځور شوی ، ښه په دې مانا چې په پښتني ټولنه کې د کونډې تصوير د سړي ذهن ته داسې يو څوک دروي لکه مرغۍ ، ځکه چې زمونږ په ټولنه کې کونډه له عادي ښځو سره بايد په خبرو ، جامو ، ناسته پاسته ، کړو وړو او ...کې توپير ولري .
     کونډه بايد په زوره خبرې ونکړي ، ونه خاندي ، ځان پاک و نه ساتي او يو بل څه چې په پورته کيسه کې چې له  ننه څه باندې سل کاله پخوا ليکل شوې ده ، د سړي سترګې وراوړي هغه د کرکټر دويم يا اروايي اړخ دی چې په کيسه کې د (مرغۍ ) دروني ښځينه احساسات لوستونکی ښه درک کولای شي ، په کيسه کې چې مرغۍ له خسره د ځان سوځونې غوښتنه کوي ، ممکن هره کونډه دغسې ، زمونږ د ټولنې د  دود په ژبه ، ژبه وره شي او بل که د مرغۍ خبرې ته سړی فکر وکړي :
      (بابا که رښتيا داسې وي لکه ته چې يې وايې نو ما اوس وسېځه چې سبا ستاسې د ډېران ايرې يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي !) دلته اصلا د جملې وروستۍ برخه د مرغۍ ناهيلي ، خواره خوله ، ښځينه توب او زاري ټول يو ځای وړاندې کوي ، بېخي داسې نه ښکاري چې د خسر ځواب دې يې وي بلکې خپله غوښتنه په ډېره خواره خوله کوي ، خو څرنګه چې د هغې له خوا دومره عکس العمل هم خسريې د ځان سپکاوی بولي ځکه خو يې په وهلو شروع کوي .
    که کوم نارينه د چا تر وهلو لاندې راشي  ، يا خو ځان کلک نيسي چې ممکن يوازې زګېروي يا کله کله اخ ، اوف ، هم تر خوله راووځي ،اما په پورته کيسه کې د مرغۍ کرکټر په پوره مانا د يوې ښځې کرکټر دی او په داسې سختيو او بې علته وهلو کې هم دا خسر ته کومه سخته يا بده خبره نه کوي بلکې دلته هم دا يوه ښځه انځور شوې او له خولې هم ښځينه اصطلاحګانې راوځي لکه يا کاکا صاحب راورسېږې يا هم ... د خدای دپاره ، رسول ته وګوره !
    د پيرانو د رارسېدو هيله که څه هم نارينه کوي ، خو د، رسول ته وګوره ، په پوره ډاډ يو ښځينه غږ دی . دا د هرې ښځې خوی دی چې ژړا په پټه خوند ورکوي ،خو که د تمې يا غمشريکۍ څوک وويني ، نو بيا ښه په زوره زوره ژاړي تر دې چې خپل ګرېوان څيرې او خپل ويښتان هم شکوي ، د کيسې په پای کې د کرکټر دومره لوی بدلون چې ځان وژنې  ته تياريږي . لږ به ورته تم شو ، چې ښځينه تر دې حده له مرګه وېريږي چې پر لري پردي مړي باندې هم کله اوښکې تويوي ، ادې مې چې کله واوري د کومې ښځې زوی يا ورور مړ شوی ، بيا يې نو چې چاته کيسه هم کوي بېخي د زوی يا ورور کلمه نه يادوي په ډېر تاسف وايي: وی د چا په خوله ام نه ورځي د هغې پلاني بې چاره غم و ، خو دغسې ښځينه احساساتو او عواطفو ته په کتو سړی حيرانيږي چې مرغۍ ولې ځان سيند ته غورځوي ؟


د پښتو لنډې کيسې د درې ليکوالو لنډه پېژندنه
سيد راحت زاخېلی د پښتو لنډې کيسې بنسټګر:
  د پښتو لنډې کيسې ليکوال سيد راحت زاخېلی د سيد قريح الله زوی په ۱۸۸۴ز کال د کوزې پښتونخوا د نوښار په زاخېلو کې زېږېدلی و ، د وخت دوديز ديني او ادبي علوم يې لوستي و ، پياوړی ليکوال ، شاعر ، ژباړونکی ، ژورناليست ،مورخ او خطاط  و .
    په پښتو ژبه او ادب کې د هنري ادبياتو په ځانګړې توګه د لنډې کيسې ، ناول ، ادبي ټوټې او طنز لومړنی بنسټګر او مخکښ ليکوال پېژندل شوی او بلل شوی دی .
   د نظم او نثر تر شلو زيات ليکلي اثار يې راپاتې دي چې د ځيونو نومونه يې د بېلګې په توګه راخلو:
 ۱  -  نتيجه عشق (ناول)      ۲ -  تاريخ افغانستان       ۳  -  پښتو افسانې   
۴ -  داغونه ( شعري ټولګه ) ۵  -  لغات افغاني          ۶   - تاريخ بغداد
۷ قواعد خوشخطي         ۸ قواعد پښتو             ۹ - د سعدي د ګلستان پښتوژباړه
۱۰ تحرير قافيه اونور...
     د غه پياوړی ليکوال ، شاعر ، مورخ او ژورناليست  د ۱۹۶۳ز -   ۱۳۴۱لمريز  کال د مۍ په ۲۹مه نېټه له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او د زاخېلو په هديره کې خاورو ته وسپارل شو .
سيد احسان الله هېر :
    سيد احسان الله هېر د سيد غلام احمد پاچا زوی د لغمان له ساداتو څخه دی ، په کابل کې زېږېدلی او رالوی شوی دی . لوړې زده کړې يې د کابل په طب پوهنځي کې سرته رسولي دي ، له کوچنيوالي څخه يې لوړ ادبي ذوق درلود ، د ادبي اثارو ژوره مطالعه يې کړې او د زړه په وينه او مينه يې خپل ادبي ذوق پاللی و.
    د لنډې کيسې په ليکنه کې يې پوره مهارت درلود ډېرې خوږې ، پخې او معياري لنډې کيسې يې ليکلي ، چې د هېواد په خپرونو کې خپرې شوې او د ((رنځور )) په نوم يې د لنډو کيسو يو ټولګه په ۱۳۴۶لمريز کال د پښتو ټولنې لخوا چاپ شوې ده،د هېر ګلونه په نامه د شعرونو يوه ټولګه هم لري چې تر اوسه نه ده چاپ شوې .
     د پښتونخوا نوميالي او د لغمان محلي شاعران يې نور ليکلي اثار دي . د يادونې وړ ده چې نوموړی د لنډې کيسې څپانده استعداد درلود ، خو د ثور غميزې په بهير کې له هېواد څخه وتلی اوس په انګلستان کې هستوګنه لري او داسې ښکاري چې ليکوالۍ ته يې شا کړې ، ځکه تر اوسه يې کوم اثر نه دی چاپ شوی .
زيتون بانو:
    د کوزې پښتونخوا د پېښور د خليلو په سپينه وړۍ نومې کلي کې په ۱۹۱۸ز زېږېدلې .پلاريې سيد سلطان محمود نومېده چې  د پښتو ژبې پياوړی ليکوال و.
    زيتون بانو لومړنۍ زده کړې د پېښور په اسلاميه کالج های سکول ،منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د الزابت ګرلز های سکول او فرانټير کالج کې تر سره کړي وروسته يې په پښتو او اردو ادبياتو کې د ماسټرۍ تر سويې زده کړې وکړې او د ښوونکې د دندې ترڅنګ يې په پېښور راډيو کې د پروډيوسرۍ دنده ترسره کوله ، نوموړې د ډرامې او لنډې کيسې د نوميالۍ ليکونکې په توګه د لوړ نوم او شهرت نه برخمنه ده ، د لنډو کيسو دا لاندې ټولګې يې چاپ شوي دي :
  ۱  - هنداره ، د ډرامو او لنډو کيسو ټولګه      ۲ -  مات بنګړي
۳    خوبونه ،د لنډو کيسو ټولګه                 ۴ -  ژوندي غمونه                                
 ۵ -  کچکول ( پښتو ډرامې )
  په اردو ژبه هم تر شپږو زيات اثاريې چاپ شوي دي.
                     په پښتو کې د چاپ شويو لنډو کيسو نوملړ
          د لنډو کيسو هغه ټولګې چې په دې تېرو پنځه شپږو لسيزو کې په افغانستان او پښتونخوا کې چاپ شوي او زه يې په ترلاسه کولو بريالۍ شوې يم ، د ليکوال د نوم ، چاپ ځای ، د چاپ کال او مخونو له شمېر سره په ترتيب سره په لړليک کې وړاندې کوم:
شمېر
د ټولګې نوم
ليکوال
چاپ ځای 
چاپ کال 
دمخونوشمېر
۱
پلوشې
نادرخان بزي
پېښور
۱۹۵۰ز
۱۱۳
۲
نشان
ميرمهدي شاه پاچا
پېښور
۱۹۵۶ز
۱۹۶
۳
ځولۍ ګلونه
ماسټرعبدالکريم
پېښور
۱۹۵۷ز
۱۸۴
۴
بسری
صاحبزاده رازق نور
پېښور
۱۹۵۷ز
۹۶
۵
خوبونه
صاحبزاده رازق نور
پېښور
۱۹۵۷ز
؟
۶
ګجرې
قلندرمومند
پېښور
۱۹۵۸ز
۱۷۲
۷
هېنداره
زيتون بانو
پېښور
۱۹۵۸ز
۲۲۰
۸
رنځور
احسان الله هېر
کابل
۱۳۴۶ل
۱۸۱
۹
پت
مير مهدي شاه پاچا
پېښور
۱۹۵۹ز
۱۴۴
۱۰
پښتنې
سمندرخان سمندر
پېښور
۱۹۵۹ز
۲۰۱
۱۱
ارمان
عبدالروف قتيل
کابل
۱۹۶۰ز
۱۱۲
۱۲
موری شستی
اشرف حسين احمد
پېښور
۱۹۶۳ز
۲۰۱
۱۳
هغه وژړل
غوث خيبري
کابل
۱۹۶۵ز
۶۲
۱۴
لاله ګلونه
مير مهدي شاه پاچا
پېښور
۱۹۶۹ز
؟
۱۵
لمبې
پروفيسر هدايت الله خټک
پېښور
۱۹۶۹ز
۱۷۳
۱۶
 د محلونو خواکې
طاهر اپريدی
پېښور
۱۹۷۱ز
۲۷۶
۱۷
زړه چاودی
عبدالغفران بې کس
پېښور، پښتونخوا
۱۹۷۱ز
؟
۱۸
برېښنا
کبرا مظهري
کابل
۱۹۷۱ز
۲۰۱
۱۹
د پښتو پت
عبدالله بختانی
پېښور
۱۹۷۳ز
۱۷۵
۲۰
چارګل
هميش خليل
پېښور
۱۹۷۳ز
۱۱۶
۲۱
د بوډۍ ټال
ميرمهدي شاه پاچا
پېښور
۱۹۵۸ز
۲۵۶
۲۲
بدلون
قمرزمان قمر
پېښور
۱۹۷۶ز
۸۰
۲۳
پاڼې پاڼې
طاهر اپريدی
پېښور
۱۹۷۶ز
؟
۲۴
د راحت افسانې
سيدراحت زاخېلی
پېښور
۱۹۷۷ز
۱۲۶
۲۵
لوګی او رڼا
حسن خان سوز
پېښور
؟
؟
۲۶
پرونۍ هنداره
محمدين پژواک
کابل
۱۹۷۸ز
۱۳۶
۲۷
ژوندي غمونه
زيتون بانو
پېښور
۱۹۷۹ز
۲۸۰
۲۸
شېبې
اکبر کرګر
کابل
۱۹۸۰ز
۱۳۲
۲۹
د کشمير غازي
سعدالله جان برق
پېښور
۱۹۸۲ز
۱۹۰
۳۰
نورې لمبې
هدايت الله خټک
پېښور
۱۹۸۲ز
۱۷۸
۳۱
کاږه مخونه
عبدالکافي اديب
پېښور
۱۹۸۲ز
۱۶۰
۳۲
کوګا منډه ليوان
غوث خيبري
کابل
۱۹۸۳
؟
۳۳
که اباسين راغلی نه وی
حسن خان سوز
مردان
۱۹۸۴ز
۱۳۱
۳۴
داسرونه دارسمونه
زرين انځور
کابل
۱۹۸۴ز
۱۸۰
۳۵
د چراغ ارمان
نورمحمد سهيم
کابل
۱۹۸۵ز
۱۰۶
۳۶
شلېدلي تارونه
احسان الله ارين زی
کابل
۱۹۸۶ز
۸۰
۳۷
واورې او ګلونه
صاحب شاه صابر
پېښور
۱۹۸۶ز
۱۰۰
۳۸
تازه غوټۍ
بشير دوديال
کابل
۱۹۸۶ز
۱۳۸
۳۹
خوبونه
زيتون بانو
پېښور
۱۹۸۶ز
۲۰۰
۴۰
سپينې پاڼې
پروين فيض زاده ملال
پېښور
۱۹۸۶ز
۱۰۰
۴۱
ژوندۍ قصې
نور عنايت ابوشايق
پېښور
۱۹۸۷ز
۱۱۳
۴۲
لاره کې ماښام
طاهر اپريدی
کراچۍ
۱۹۸۷ز
۱۹۰
۴۳
سينده ځه بهېږه!
اکبرکرګر
کابل
۱۹۸۷ز
۱۱۶
۴۴
پردېس
غوث خيبري
کابل
۱۹۸۷ز
۱۲۴
۴۵
ډولۍ
خالق رشيد
کابل
۱۹۸۷ز
۱۱۲
۴۶
شپېلۍ
ډاکټر شېرزمان طايزی
پېښور
۱۹۸۸ز
۱۲۱
۴۷
پټ مخونه
قيوم مروت
پېښور
۱۹۸۸ز
۲۱۴
۴۸
تړې او چپې
اکمل اسدابادي
پېښور
۱۹۸۸ز
۱۲۸
۴۹
تيارې لارې رڼې کرښې
شهرت ننګيال
پېښور
۱۹۸۸ز
۱۲۳
۵۰
دريه
فاروق سرور
کوېټه
؟
؟
۵۱
سيپۍ
ډاکټر اکبراکبريوسفزی
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۰۶
۵۲
يادونه انګارونه
رضا مومندي
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۱۴
۵۳
سره غالۍ
محمد صديق پسرلی
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۲۷
۵۴
دا ورځې دا يادونه
شهرت ننګيال
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۱۶
۵۵
رنګ روډ
نورالامين يوسفزی
پېښور
۱۹۸۹ز
؟
۵۶
مړاوې ګلونه
بادشاه شيرين وصال
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۲۱
۵۷
کباړي
ذبيح الله شرر
پېښور
۱۹۸۹ز
۴۳
۵۸
جونګړه او ماڼۍ
محمد نسيم ستانيزی
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۱۶
۵۹
سبابه بيا کډې باريږي
عصمت قانع
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۱۷
۶۰
ارمانونو ځولۍ
عوض الدين صديقي
پېښور
۱۹۸۹ز
۷۱
۶۱
د سبا غازي
ولي محمد ولي
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۳۰
۶۲
مازيګرۍ سوری
عنايت ضيا
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۱۶
۶۳
تروږمۍ
زرين انځور
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۰۴
۶۴
څپېړې
عرفان خټک
پېښور
۱۹۸۹ز
۱۲۷
۶۵
وروستۍ سلګۍ
اورنګ زېب ارشاد
پېښور
۱۹۹۱ز
۷۱
۶۶
وير او تصوير
محمدين ژواک
کابل
۱۹۹۱ز
۵۲
۶۷
تنده غرې
عبدالکافي اديب
پېښور
۱۹۹۲ز
۱۲۶
۶۸
د غره لمن
ميراجان
پېښور
۱۹۹۲ز
۱۶۴
۶۹
درشل
درمحمد کاسي
پېښور
۱۹۹۲ز
۱۸۶
۷۰
ورکه
حفيظ الله تراب
پېښور
۱۹۹۲ز
۵۲
۷۱
ناليدلې بلا
سيدچراغ حسين شاه
پېښور
۱۹۹۲ز
۱۲۶
۷۲
زمونږ د کلي پاڼې
زرين انځور
پېښور
۱۹۹۲ز
۶۲
۷۳
کنګل ږلۍ کنګل لاسونه
عبدالخالق رشيد
پېښور
۱۹۹۲ز
۱۶۴
۷۴
تنده
فاروق سرور
کوېټه
۱۹۹۴ز
۱۲۶
۷۵
له نرګسه ترګسه
پيرمحمد کاروان
پېښور
۱۹۹۴ز
۹۵
۷۶
د سرو غاښ
مفلس درانی
پېښور
۱۹۹۴ز
۲۱۷
۷۷
زولنې
عبدالله جان
پېښور
۱۹۹۴ز
۱۹۲
۷۸
خالونه
اقبال حيران
پېښور
۱۹۹۴ز
۱۴۴
۷۹
سوالګر
اکبر بری
پېښور
۱۹۹۴ز
۱۳۰
۸۰
پوره سړی
عظمت هما مجاز
پېښور
۱۹۹۴ز
۱۳۶
۸۱
ډډې ونې
نورالامين يوسفزی
پېښور
۱۹۹۵ز
۱۴۶
۸۲
ژوند قصې قصې ترتيب
اسمعيل ګوهر
هزاره
۱۹۹۵ز
۱۵۶
۸۳
پوسټ مارټم
درمحمد کاسي
کوېټه
۱۹۹۵ز
۱۶۸
۸۴
اخري سندره
رحمت شاه سايل
پېښور
۱۹۹۸ز
۱۸۳
۸۵
د ډيوې لاندې تورتم
امير عثمان
اسلام اباد
۱۹۹۸ز
۱۹۸
۸۶
خير راواستوئ خير يوسئ
عصمت قانع
پېښور
۱۹۹۸ز
۱۵۰
۸۷
آينه
عبيدالله خان
پېښور
۱۹۹۸ز
۱۹۷
۸۸
ميتريا
شيرين زاده خدوخېل
پېښور
۱۹۹۸ز
۱۱۹
۸۹
بيا هغه ماښام دی
طاهر اپريدی
کراچۍ
۱۹۹۸ز
۱۹۸
۹۰
قصه خانه
زبيرحسرت
مردان
۱۹۹۸ز
۱۰۴
۹۱
تلي پيرونه
محمد اقبال اقبال
مردان
۱۹۹۹ز
۱۴۳
۹۲
سکروټې
فاروق سرور
کوېټه
۱۹۹۹ز
۱۲۶
۹۳
خالي لاسونه
شيرين زاده خدوخېل
پېښور
۱۹۹۹ز
۱۲۳
۹۴
ماته ائينه
لايق زاده لايق
کوېټه
۱۹۹۹ز
۱۳۱
۹۵
ټپ
بلقيس مکيز
پېښور
۱۹۹۹ز
۱۲۲
۹۶
نکل
اکبر بری
پېښور
۱۹۹۹ز
۱۲۶
۹۷
د نينو بټ
خالقداد اميد
پېښور
۱۹۹۹ز
۹۸
۹۸
ازميښت ډولۍ
اجمل يوسفزی
پېښور
۱۹۹۹ز
۳۴
۹۹
ګل پاڼه
علي خېل درياب
پېښور
۱۹۹۹ز
۱۱۳
۱۰۰
لستوڼۍ د ګرېوانه پاتې دی
اجمل يوسفزی
پېښور
۱۹۹۹ز
۱۲۳
۱۰۱
د پرښتې ځواب
حفيظ الله تراب
پېښور
۲۰۰۰ز
۵۳
۱۰۲
د ژوند په تله
محمود کوچی
پېښور
۲۰۰۰ز
۸۷
۱۰۳
ناقلاري
اميرمحمد شبګير
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۵۲
۱۰۴
ټالونه
عنايت الله ضيا
پېښور
۲۰۰۰ز
۶۰
۱۰۵
زغم
سيف الاسلام سيف
پېښور
۲۰۰۰ز
۹۱
۱۰۶
د کاڼي اوښکې
خورشيداقبال خټک
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۱۳
۱۰۷
نکلونه افسانې
محمد اشرف غمګين
پېښور
۲۰۰۰ز
۲۰۸
۱۰۸
نيمګړې ښځه
عصمت بي بي
پېښور
۲۰۰۰ز
؟
۱۰۹
کاڼي او ازغي
سلمی شاهين
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۱۷
۱۱۰
سپوږمۍ
م . ر. شفيق
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۴۴
۱۱۱
زړه کلا
عبدالوکيل شينواری
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۴۴
۱۱۲
دلته غرونه دي هسک
زرين انځور
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۸۸
۱۱۳
کړه مار
محمد اياز غزل
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۲۶
۱۱۴
ارمانونه حسرتونه
عبدالله جان مغموم
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۵۹
۱۱۵
هغه لېونۍ ده
نذير احمد سهار
پېښور
۲۰۰۰ز
۱۵۰
۱۱۶
د اسونو پاچا يې
نورالامين يوسفزی
پېښور
۲۰۰۰ز
۸۸
۱۱۷
د څپو په وزرونو
امين افغانپور
کابل
۱۹۸۳ز
۱۳۰
۱۱۸
موسکا
امين افغانپور
کابل
۱۹۸۶ز
۱۱۱
۱۱۹
ايلبند
امين افغانپور
کابل
۱۹۷۹ز
؟
۱۲۰
لنډې کيسې
بسم الله حقمل
کابل
۱۹۸۵ز
؟
۱۲۱
ليونۍ
حبيب الله زړه سواند شينواری
پېښور
۱۹۸۸ز
؟
۱۲۲
د نيمو شپو چېغې
عبيدالله محک
پېښور
۱۹۸۸ز
؟
۱۲۳
د سرينګر قيصې
محمدابراهيم ټکرځاځی
پېښور
؟
؟
۱۲۴
د تيارو په تل کې
محمد زبير شفيقي
پېښور
؟
۹۶
۱۲۵
تور داغونه
مير مهدي شاه مهدي
پېښور
؟
۱۹۲
۱۲۶
شندي ګل
اشرف حسين احمد
پېښور
؟
۱۶۳
۱۲۷
نوی سحر
مبارک سلطان شميم
پېښور
؟
۱۲۷
۱۲۸
انګازې
ارباب رشيد احمد خان
پېښور
؟
‍‍۱۱۶
۱۲۹
مات بنګړي
زيتون بانو
پېښور
؟
۱۵۹
۱۳۰
داغونه
ګل افضل خان
پېښور
؟
۱۶۱
۱۳۱
کږې لارې
ګل افضل خان
پېښور
؟
۱۹۱
۱۳۲
در شهوار
عبدالروف نوشهری
پېښور
؟
؟
۱۳۳
کپری
حافظ محمد طوفان
پېښور
؟
؟
۱۳۴
بله ډيوه
ولي محمد طوفان
پېښور
؟
؟
۱۳۵
د قيامت نښه
مير مهدي شاه مهدي
پېښور
؟
؟
۱۳۶
د ښارو قصې
طاهر بخاري
پېښور
؟
؟
۱۳۷
د لاله ګل
سيد ثروت جهان
پېښور
؟
؟
۱۳۸
نتکۍ
کبرئ مظهري
کابل
؟
؟
۱۳۹
کيږدۍ
کبرئ مظهري
کابل
؟
؟
۱۴۰
سوځېدلې شمع
منان ملګری
کابل
؟
؟
۱۴۱
ارمان
فضل الله رښتين
پېښور
؟
؟
۱۴۲
متاع
پيرمحمد شارق
پېښور
؟
؟
۱۴۳
داسې هم و
محمد صديق پسرلی
پېښور
؟
؟
۱۴۴
پلوشې
مراد شينواری
 پېښور
؟
؟
۱۴۵
شاړې کوڅې
زرين انځور
کابل
۱۸۷ز
؟
۱۴۶
ډولۍ
کبری مظهري
کابل
؟
؟
۱۴۷
خدايي يو مالګې تروې
درمحمد کاسي
کوېټه
؟
؟
۱۴۸
دلته لږ زمونږاوربل دی
بېلابېل کيسه ليکونکي
؟
؟
؟
۱۴۹
اوښکې
عنايت الله ضيا
کابل
؟
؟
۱۵۰
ټالونه
احسان الله ارين زی
پېښور
؟
؟
۱۵۱
اباسين کيسې کوي
ګڼ ليکوال
کابل
؟
؟
۱۵۲
سرې جامې
احسان الله ارين زی
کندهار
۱۹۹۹ز
۵۸
۱۵۳
غره ته روان سړی
پيرمحمد کاروان
کابل
۱۹۸۵ز
۶۰
۱۵۴
نيمګړی انځور
صفيه حليم
پېښور
۱۳۸۳ل
۱۱۷
۱۵۵
سور مازيګر
محمد رفيع صياد
کابل
۱۹۹۹ز
۷۶
۱۵۶
چې ماشوم سندرې ووايي
محمد اکبر کرګر
پېښور
؟
؟
۱۵۷
د ډيوې په غېږ کې
صفيه حليم
کوېټه
۱۳۸۲ل
۱۱۳
۱۵۸
نا مريې ځواک
بازمحمد عابد
پېښور
۱۳۸۳ل
۸۹
۱۵۹
صفر صفر ټول ناکام
سهراب ديدار
پېښور
۱۳۸۱ل
۵۲
۱۶۰
نيلو
بلقيس مکيز
کابل
۱۳۸۵ل
۸۹
۱۶۱
مينه
نصير احمد احمدي
پېښور
۱۳۸۴ل
۱۰۳
۱۶۲
څلورمه لار
ايمل پسرلی
پېښور
۱۳۷۲ل
۸۰
۱۶۳
د اباسين  سپېدې
سليمان لايق
کابل
؟
؟
۱۶۴
کوچی
محمد عيان عيان
کابل
۱۳۶۴ل
۹۵

پايله
         لکه څرنګه چې زما د مونوګراف موضوع پښتو لنډه کيسه ده ،نو ما هم د خپل وس تر حده پکې د موضوع په تړاو لومړی د لنډې کيسې تاريخچه چې کله رامنځته شوه ، د کيسې پېژندنه چې کيسه څه ته وايي؟ او د رامنځته کېدو اهميت او اړتيا يې څه وه؟ همدارنګه د لنډې کيسې جوړښتي توکي چې په کيسه کې خورا مهم ګڼل شوي لنډه يادونه شوې د لنډې کيسې د موضوع ترڅنګ د کيسې پر واقعيت هم بحث شوی يانې کومه کيسه چې پر واقعيت ولاړه وي دا يوه بريالۍ کيسه ګڼلای شو ، همداراز د پښتو کيسه ييز ادب باندې رڼا اچول شوې چې لومړی ځل پکې سيدراحت زاخيلي خپل قلمي ځواک ازمويلی او ورسره د لر او بر هغه کيسه ليکوالو يادونه چې د پښتو لنډې کيسې يې مشهوري کړي او د نړۍ نورو ژبو ته يې ژباړلي چې مډالونه او نغدې ډالۍ هم پکې اخيستي او ورسره په څنګ کې د پښتو لومړنۍ لنډه کيسه چې سيدراحت زاخيلي په (۱۹۰۸) کال ليکلې او کونډه نجلۍ نوميږي په مکمله توګه راخيستې او د کونډې نجلۍ رواني او ظاهري اړخونه مې څېړلي چې مرکزي کرکټره يې مرغۍ ده چې په پښتني ټولنه کې د يوې کونډې تصوير وړاندې کوي ، د مونوګراف په وروستۍ برخه کې د پښتو لنډې کيسې د درې ليکوالانو لنډې پېژندنې تر څنګ په پښتو کې د چاپ شويو لنډو کيسو نوملړ يادونه مې کړې  او په همدې ډول مې خپله موضوع راټوله او پای ته رسولې ده.


ما خذونه
1)   اغېز ، عبيدالله ، د کيسې واقعيت مقاله نننی افغانستان (اوونيزه ) درېيم کال ، ۱۴۸ګڼه ۱۳۹۳ل کال.
2)   پسرلی ، اجمل ،لنډې کيسې به څنګه ليکو ؟ ژباړه ، دانش خپرندويه ټولنه ، پېښور، ۱۳۷۸ل کال.
3)   پوهنوال شاه ولي ، د پښتو ادبي نثر ډولونه او بشپړتيايي پړاوونه ، سلام خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۹۰ ل کال.
4)   سيدي ، سيد نظيم ، پښتو لنډه کيسه او ادبي ټوټه ، صميم ادبي ټولنه ،کابل، ۱۳۸۶ل کال.
5)   ناوک ، داد محمد ، د لنډې کيسې کرکټر ، مومند خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ۱۳۹۱ ل کال.
6)   هاشمي ، څېړنوال  سيد محي الدين ، د نثري ادب ډولونه ، وحدت خپرندوی ټولنه ، ۱۳۸۹ل کال.
7)   يوسفزی ، سحر ، ادب څه دی؟ الکتاب پرنټرز ، پېښور ، درېيم چاپ ، ۱۹۹۶ ز کال.



Post a Comment

0 Comments