خپل کاروبار څنګه پيل کړو؟

خپل کاروبار څنګه پيل کړو؟

د نړۍ ټول خلک په منډه کې دي، بيړه يې زياته ده، هرڅوک دا سوچ کوي چې زه دې نن يو کاروبار پيل کړم، نو هغه کاروبار دې سمدستي ماته بېرته ګټه هم راکړي، خو په حقيقت کې کاروبار په دې ډول نه کيږي چې يو څوک دې ووايي چې زه دومره پيسې لرم په کوم کاروبار يې ولګوم چې ماته هره ورځ دومره ګټه راکړي، بلکې کاروبار تر هر څه لومړی يو څه وخت په بر کې نيسي، ترڅو هغه بريالی کړای شي، ترڅو د ګټې جوګه شي او د دې لپاره چې يو کاروبار بريالی کړای شي، نو پيسو، وخت او خوارۍ درې واړو ته اړتيا ده، ترڅو تاسې يې په يو کار ولګوئ، بيا هغه کاروبار باندې داسې خواري وکړئ چې د خلکو پام ورته راواوړي او هغوی سره دا فکر پيدا کړئ چې دغه کار د هغوی د ګټې وړ کار دی يا دا چې دا توليد د هغوی اړتيا ده، ترڅو پېرودونکي پيدا کړئ، وروسته له هغې تاسې بيا د ګټې په اړه فکر کولای شئ.

په سوداګرۍ کې تر پيسو زيات مهم څيز د عقل کارول او زغم لرل دي، چې په وسيله يې تاسې هر ناشونی کار شونی کولای شئ.

تاسې چې هر کار پيلول غواړئ، نو لومړی بايد تاسې د هغه کاروبار په اړه مالومات ولرئ او د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره بايد تاسې هغه کار له بل چاسره د کارګر په توګه ترسره کړئ، ترڅو په ياد کار کې مو تجربه پخه او د کار په ټولو اصولو پوه شئ.

د بېلګې په توګه که تاسې غواړئ چې د چاپ کار پيل کړئ، نو مخکې د کار له پيلولو بايد تاسې کال دوه له بلې چاپخونې سره د زده کوونکي يا کارګر په توګه کار وکړئ، ترڅو د ياد کار په اصولو پوه او د کار ټول اړخونه درک کړای شئ.

کېدای شي چې دا نظريه ستاسې خوښه شوې نه وي، خو دا هغه تګلاره ده چې تاسې يې په مرسته هر کاروبار په پښو درولای شئ، د هر کار د زده کولو پرمهال تاسې دا درک کولای شئ چې د پېرودونکو اړتيا څه ده او مونږ د هغوی دا اړتيا څنګه د خپل کاروبار په توګه کارولای شو، د دې ترڅنګ د نوموړي کار مثبت او منفي اړخونه هم مونږ ته رابرسېره کيږي او مونږ پکې دا زده کولای شو چې د کومو لارو چارو نه کار واخلو ترڅو خپل کاروبار دايم او قايم وساتو.

ځينې خلک دا فکر کوي چې پلانی کاروبار د خلکو زيات ضرورت دی، نو په دې کاروبار پيسې ولګوئ دا خامخا کاميابيږي، يا دا چې څومره ډېرې پيسې مصرف کړئ ، نو هماغومره به مو کاروبار کامياب وي خو حقيقت داسې نه دی، ځکه ډېری وخت مونږ د نورو کاروبار چلښت ته او د خلکو اړتيا ته ګورو، خو د نوموړي کاروبار تر شاه د هغه د چلوونکي هڅو ته نه ګورو يو کار پيل خو کړو، خو بيا له پخوانيو سوداګرو سره سيالي نشو کولای، ځکه مونږ د کاروبار ټول اړخونه نه وي سنجولي يا دا چې ډېرې پيسې په يو کاروبار مصرف کړو، خو د هغې د تاوان او بيک اپ لپاره مو سرمايه نه وي پرېښې چې دا هم يو ډول منفي ټکی دی،



زما له نظره د کاروبار د پيلولو لپاره لاندې ټکي ډېر مهم دي:

خلک څه ته اړتيا لري؟

کوم کاروبار پيل کړو؟

د ياد کاروبار کولو وړتيا زه لرم يانه؟

د ياد کاروبار لپاره څومره شتمنۍ ته اړتيا ده؟

د ياد کاروبار لپاره مناسب ځای کوم دی؟

څومره وخت ته اړتيا ده چې زه دغه کاروبار بريالی کړم؟

څومره اضافي شتمني بايد زه ولرم، ترڅو دغه کاروبار له تاوانه وژغورم؟

د کار تر پيلولو دمخه بايد دې ته سوچ وشي، چې خلک څه ته اړتيا لري او مونږ څنګه کولای شو چې د خلکو دغه اړتيا په خپل کاروبار بدله کړو، د بېلګې په توګه يو څوک ګوري چې د هغوی په سيمه کې خلک غنم کري، خو بېرته د غنمو د اوړه کولو لپاره ماشين نشته، ترڅو خلک خپل غنم اوړه کړي، خلک له ستونزې سره مخ دي، خپل غنم لرې پرتو سيمو ته د اوړه کولو لپاره وړي، نو دلته دغه شخص په دې کار کوي چې څنګه کولای شي د خلکو دغه ستونزه په خپل کاروبار بدله کړي چې له يوې خوا د خلکو ستونزه حل او اړتيا يې پوره شي او له بلې خوا د ده کاروبار هم روان وي، نو پرېکړه نيسي، چې د اوړو ماشين په ياده سيمه کې ولګوي او له دې لارې ځانته يو کاروبار جوړ کړي، نو د اوړو د ماشين اخيستلو لپاره  پلان چمتو کوي چې ايا په واقعيت هم د خلکو ستونزه هم دا ده چې د حل کولو له مخې يې زه د يو کاروبار څښتن کېدلای شم،کله يې چې درک کړه چې زه د دې کار کولو جوګه يم يا دا چې د چا په مرسته دا کار پرمخ بيولای شم، نو له هغه وروسته  په دوهم قدم کې په دې کار کوي چې له کومه ځايه د اوړو ماشين اخيستلی شم، څومره مصرف پرې راځي، کوم ځای ورته مناسب دی او زه څومره سرمايې ته اړتيا لرم ترڅو دغه کاروبار پيل او پرمخ يوسم.

#کاروباري سپارښتنې

#کاروباري-سپارښتنې

#خپل-کاروبار-څنګه-پيل-کړو؟

#سوداګري

#کاروبار

#کار

#کوم کار وکړو؟

 

 

 


Post a Comment

0 Comments