د پښتو د له منځه وړلو هڅې روانې دي!

   د پښتو د له منځه وړلو هڅې روانې دي!

په لر او بر کې د پښتنو د له منځه وړلو هڅې روانې دي،دا هڅې که څه هم له يوې خوا د جګړې په بڼه رواني دي، نو له بلې خوا د پوهنيزو، رسنيزو او حکومتي اداراتو په چارو کې په بېلابېلو بڼو روانې دي چې هر يو به يې دلته په لنډ ډول تر بحث لاندې ونيسو.



له کلونو راهيسي، په افغانستان او پاکستان کې د پښتنو سيمې د اور په لمبو کې سوځي، دواړه هېوادونو او سيمه ييزه ګاونډيو هېوادونو د پښتنو پر وينو سوداوې وکړې او د پښتنو په سيمه کې يې يوه نيابتي تل پاټې نړۍ واله جګړه روانه ساتلې ده، د کومو چې ګټې نورو هېوادونو ته رسيږي، خو وينې پکې د پښتنو توييږي، که د افغانستان په سطحه يې راواخلو تر طالبانو راوروسته ( د امريکا د يرغل سره سم ) افغان موقت حکومت او نړۍ والې ټولنې چې په سر کې يې امريکا وه ، د دوی د جګړې ټول تمرکز په پښتنو وه، دوی غوښتل چې پښتنانه په افغانستان کې له پښو وغورځوي هماغه و، چې امريکايانو تر ټولو زيات کوښښ دا کاوه چې د پښتنو يووالی له منځه يوسي او د جګړې له لارې دوی وځپي، ښې بېلګې يې په ننګرهار کې د دوی وړندې بمباريانې وې چې په بېلابېلو ولسواليو کې يې حتی په ودونو او جنازو هم وکړې چې په سلګونو کسان پکې مړه شول چې ټولټال شمېر يې زرګونو ته ورسېده، په توره بوره يې په دې پلمه بمباريانې کولې چې دلته طالبانو کمين نيولی حالانکه دوی خپله دا غوښتل ترڅو پښتانه له حکومت سره يو ځای نه شي او له دې لارې پښتانه په لوی لاس د جګړې ډګر ته ټېل وهل کېدل، ښه بېلګه يې د ملا عبيدالله کندهاري سره د حامد کرزي توافق وه چې له مخې يې طالبانو ته به په حکومت کې لکه د نورو افغانانو ونډه ور کول کيږي او دوی به له جګړې لاس اخلي، خو کله چې امريکايان د کرزي او ملا عبيدالله کندهاري له دې توافقه خبر شول، نو ملا عبيدالله کندهاری، ملاعمر  او نور طالب لوړ پوړي چارواکي يې په تور لېست کې واچول او پر سر يې په لکونو ډالر انعام کېښودل شو، هماغه و، چې طالبان چې غوټ اکثريت يې پښتانه ول په لوی لاس د جګړې ډګر ته راستانه کړای شول، له دې وروسته بيا حکومت په پښتون مېشتو سيمو کې په لوی لاس کمزوری حکومت داري پيل کړه چې له مخې يې طالب او نړۍ والې مافيا ته دا زمينه مساعدوله چې هلته خپل ورانکاري فعاليتونه ترسره کړي او وخت ناوخت حکومت ته دا پلمه برابره شي چې د هغوی د ځپلو په پلمه د پښتنو قتل عام وکړي او د هغوی سيمې تر تل پاتې جګړې لاندې وساتي، موجوده وخت کې چې د نړۍ والې ټولنې تر ملاتړ لاندې حکومت رامنځته شوی، شل کاله پوره کيږي خو لا هم د ننګرهار د مرکز جلال په اته کېلومترۍ کې حکومت حاکميت نه لري او وخت ناوخت ځينې ورانکارې ډلې د سړک سر ته راوځي او خپل فعاليتونه ترسره کوي چې لوی زيان يې پښتنو ته رسيږي او د دوی تر تګ وروسته بيا د حکومت له لوري هم عام ولس ځورول کيږي.

له بل لوري اکثريت تعليمي ادارې په دري ژبه دي چې دغه چاره په هغه ولايتونو کې ډېره زياته ده چې هلته پښتانه د دري زبانو پر وړاندې کم وي يا حتی په ځينې داسې ولايتونو کې هم دا چاره همداسې ده چې هلته پښتانه اکثريت دي، خو له يوې خوا په جګړه کې راښکېل دي او له بل لوري ورته په مورنۍ ژبه د زده کړو زمينه نه برابريږي چې ښه بېلګه يې د غزني ولايت دی چې پښتانه پکې په اکثريت دي، خو بيا هم حکومتي ادارې او تعليمي ادارې په دري ژبه فعاليت کوي او واک او اختيار ټول له هم دوی سره دی او پښتانه ترې لرې ساتل شوي دي، کابل هم حالت همداسې دی په کومو ځايونو کې چې پښتو ښوونځي دي هلته پښتو استادان نشته او يا يې هم دري ژبي استادان پکې مقرر کړي دي چې پښتو تدريس نشي کولی، د کابل پوهنتون هم همداسې دی که څه هم بې شمېره پښتانه استادان پکې تدريس کوي خو د تدريس ژبه يې فارسي ده او هيچا تر اوسه دا غږ اوچت نه کړ چې کابل د افغانستان پلازمېنه ده او د کابل پوهنتون په ملي سطحه تر ټولو لوړ پوهنتون دی بايد د هېواد د اکثريت خلکو ژبه پښتو هم ولري او پښتو او دري څانګې دې جلا جلا وي، پښتانه مجبوريږي چې په پردۍ ژبه زده کړې وي.

رسنيو هم په دې چاره کې ورته رول لوبولی اکثريت رسنۍ د ايرانيانو په لاس کې دي، مالي ملاتړ يې هم دوی کوي او تقريباً ټولې خپرونې يې په دري ژبه دي، خو که احياناً کومه پښتو خپرونه هم ولري، نو هغه هم زهنيت سازي وي او د پښتو د اصلي رنګ ورکول وي، د بېلګې په توګه په پښتو ژبه کې د تره ښځې ته ( ترېندار ) وايي او ځينې پښتانه يې بيا کاکاناوې بولي، خو په رسنيو کې بيا په سريالونو کې د تره ښځې باندې ژباړل کيږي او غږ پرې کيږي چې په حقيقت کې د پښتو اصلي روح ته زيان رسول يې هدف وي او بس.

Post a Comment

0 Comments