بابړه د پښتنو کربلا / پټان افغان

د بابړې خونړۍ پېښه چې مونږ دلته ورنه د پښتنو د کربلا په عنوان يادونه کوو د پښتنو د تاريخ هغه توره ورځ دی چې د 1948 زېږديز کال د اګست د مياشتې په 12 مه نېټه د خيبر پښتونخوا د چارسدې په بابړه ډګر کې رامنځته شوې، پېښه څه په دې ډول وه چې د خان عبدالفغار خان ( فخر افغان باچا خان ) پلويانو او لارويانو د پاکستان د دولت پرضد يو سوله ييز لاريون کاوه چې موخه يې د خپلو مشرانو ( خان عبدالغفارخان، ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاء الله، ارباب عبدالغفورو او نورو ) د نيولو پرضد سوله ييز احتجاج و، ترڅو له دې لارې په پاکستان زور راوړي، ترڅو دغه مشران بېرته پرېږدي، خو کله چې د پاکستان دولت د پښتنو د رايو ځای کېدو او بابړې ميدان ته د ډلو ډلو پښتنو د راغونډېدو منظر وکوت، نو قيوم خان کشميري چې هغه وخت د خيبر پښتونخوا ايالت واکمن و، امر وکړ، چې په راټولو شويو لاريونوالو بريد وکړئ، هماغه و، چې د پاکستان پوځ او مېلشه وو، تر هغې د دغه پښتنو ټول وژنې ته دوام ور کړ چې مرمۍ يې خلاصې شوې او داسې هم ويل کيږي چې ټولو روغتونو ته امر شوی و، چې د يادې پېښې ټپيانو ته درملنه ونکړي.
د بابړې په دې کرغېړنه پېښه کې شپږ سوه پښتانه ووژل شول او ډېر زيات ټپيان شول وروسته له دې د خيبر پښتونخوا ايالت واکمن د پېښې د قربانيانو له کورنيو نه د هغه مرميو تاوان هم واخيست په کومو چې د دوی خپلوان او د ځيګر ټوټې قرباني شوې وې.
د پښتنو پر ضد په لر او بر کې تل لويې او غټې توطيې روانې دي چې تل دونيا دا کوښښ کړی چې پښتنو قوم د نړۍ له مخه لرې کړي په دونيا کې به د کردانو، بلوڅانو او پښتنو پرته بل داسې بې چاره ميلتونه وجود ونه لري چې سره له ډېرو پراخو ځمکو زيات نفوس او وسايلو بيا هم تل د تاريخ په اوږدو کې محکوم ساتل شوي وي.
د بابړې د شهيدانو اروا دې ښاده وي
هيله لرو چې د دوی قرباني به بې ځايه نه وي تللې.





Post a Comment

0 Comments