مونږه پښتانه يو خپل هېواد راباندې ګران دی



مونږه پښتانه يو خپل هېواد راباندې ګران دی
مونږ د دې هېواد يو دا هېواد زمونږه ځان دی
مونږ يو سوله خوښي مونږه نېکــــې ارادې لرو
زړونو کې د دې وطـن ابادېـــــــــــدو جذبې لرو
***
يو هېواد پالونکي ملي ګټو ته مو پــــــــام دی
سوله دې وطن کې کاميابي زمونږ مــــرام دی
نسل اريايي يو ځکــــــه لوړې حوصـــــــلې لرو
زړونو کې د دې وطـن ابادېـــــــــــدو جذبې لرو
***
درومو له نړۍ سره پـــــــــــــه يو رديف روان يو
ځکه بريالي پــــه هر ډګــــر په هر ميـــــــدان يو
نوم به مو روښانه په نړۍ وي مونږ چې داسې ولولې لرو
زړونو کې د دې وطـن ابادېـــــــــــدو جذبې لرو

Post a Comment

0 Comments