شرمښ د خدا يه څه غواړي ؟ باد و باران .
شرمښه دې شيدې راکي زما مور ده .
شرم مې کوت ، بېخ مې خوت
شريک خر شرمښان خوري .
شکوڼ (سوى ) که حلال دى ، رنګ يې د
مردار دى .
شړومبې چې وڅښې ، کاسه يې تر سر لاندې
کړه .
شناخت به کوو ، کور ته به نه سره بيا يو
.
شنه ګړنګ مې بهېده ، چې خداى راکړه ستا
يې څه ؟
شنې په غلا نه چې چل کيږي .
شيدو سوى ، مست يې پوکی .
شيطان لا د مړي لاس اخلي .
شين د شانه معلوم وي .
0 Comments