چا وويل : ټنديږی ، مګر مړيږي نه، ماته سمدلاسه ته راپه
ياد شوې
بل وويل : ګېده خو يې مړه ده، مګر سترګې يې وږې دي.
بيا ته را په ياد شوې
يوه وويل : قصاب نه دی، مګر ډېر خلک يې بې تېغه حلال کړې
دي، دلته هم ته را په ياد شوې.
هغه بل وويل منګولې او پنجې يې د لېوانو نه دي او بې
ګوناه خلک مې په زندان کې وليدل، ته را په ياد شوې.
هغه ورځ چا پوښتنه وکړه، چې په غلو زهير، د مجرمينو
طرفدار د مظلومانو دوښمن، د ناحقې ملګری، د قاتلانو حامي څوک دی؟
ماته ته را په ياد شوې.
کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي
1 Comments
ډېر جالبه او په زړه پورې هنري نثر دی
ReplyDeleteواقعاَ الفت صيب ډېرې پرمفهومه خبرې په دې نثر کې ځای پرځای کړي دي