په وړه خوله چې څـــوک کـــوي راتــــه د زور خبرې
ماته رايـــادې شـــــي اکثـــر د کـــــلـــــي کور
خبرې
دا خپلواکي ده په قراره قرارۍ يې اخستلـی نشو
ځي ککرۍ په کــې دادي د جنـــګ او شور خـبرې
داخو دنيا ده يو دســتور غـــواړي خبـــرې غواړي
دې کې عار نشتـــــه او نـــه دي داد پېــغور خبرې
زه چې يو پل د پښتـــنــو له قـــانـــون لـــرې ږدمـــه
پټانه شــــي راتــــه رايـــادې د ځپــــــــل مور خبرې
پټان افغان
0 Comments