د کاروبار پيلولو پرمهال ستونزې

د کاروبار پيلولو پرمهال ستونزې :

په عمومي ډول د هر کاروبار پيلولو پرمهال خامخا ستونزې موجودې وي، ځکه انسانان له هره لحاظه پوره نه دي، يوه نه يوه نيمګړتيا لري کله مالي تنګلاسۍ سره مخ، وي کله يو ښه نظر موجود نه وي چې کاروبار پرې پيل کړي او کله هم داسې وي چې نظر او سرمايه موجوده وي خو کاروباري وړتيا نه وي ، مطلب په عمومي لحاظ د هر نوي کار پيلوونکي لپاره له لاندې ستونزو يوه يې موجوده وي :



لومړی شتمني او کاري طرحه شته خو کاروباري وړتيا نشته:

په دې مانا چې تاسې سره يو ښه نظر موجود دی چې د هغې نظر له مخې تاسې په يو معلومه جغرافيه کې تاسې يو کار پيلولای شئ ځکه تاسې دا درک کړې او محسوسه کړې وي چې د يادې سيمې خلک دا اړتيا لري او دغه اړتيا ستاسې په سنجول شوي کار حل کېدای شي، او ستا نظر ستاسې د کاروبار سبب ګرځېدای شي او د کاروبار پيلولو لپاره کافي سرمايه هم لرئ، خو د ياد کار پيلولو په چم او  پرمخبيولو تاسې نه پوهېږئ، مطلب ستاسې مسلک نه دی.

په دې صورت کې تاسې کولای شئ چې يو د باور وړ اهل کس چې په ياد کار کې کاري تجربه لري له ځانه سره د شريک په توګه ونيسئ يا دا چې په تنخوا يو شخص له ځانه سره وګمارئ ترڅو ستاسې کار پرمخ يوسي يا هم کولای شئ چې په خپله لومړی په ياد مسلک کې شاګردي وکړئ، مالومات ترلاسه کړئ، کاري تجربه حاصله کړئ له هغه وروسته د خپل کار په پيلولو پيل وکړئ.

دوهم کاروباري وړتيا او شتمني شته خو کاري طرحه نشته:

په دې صورت کې تاسې کولای شئ چې د نورو خلکو له کاري طرحو ګټه واخلئ او په عوض کې يې هغوی ته مزد او اجوره ورکړئ، د بېلګې په توګه تاسې په ورځپاڼو، تلوېزيونو او ټولنيزو رسنيو کې د خپل کاروبار په اړه اعلانات وکړئ، چې د ياد کاروبار د پرمختګ لپاره هرڅوک مونږ ته ښه نظريه او ايډيا راکړي، نو مونږ به هغه ته دومره روپۍ ورکړو، يا دا چې د کار نه د ترلاسه شوې ګټې دومره سلنه به هغه ته ور کړو، يا دا چې مونږ ته د داسې کارګر اړتيا ده چې ياده برخه کې کافي تجربه ولري او زمونږ لپاره نوې کاري طرحې چمتو کړي، نو په دې توګه تاسې کولای شئ چې د خپل کاروبار لپاره کاري طرحو چمتو کوونکي په کار وګمارئ او هغوی ته مالومه تنخوا ور کړئ.

درېيم کاروباري وړتيا او کاري طرحه شته خو شمتني نشته:

په دې صورت کې تاسې کولای شئ چې له نورو خلکو شمتنۍ واخلئ، چې د نورو خلکو نه د شتمنۍ د ترلاسه کولو بېلابېلې لارې شته، د بېلګې په توګه له بانکونو په مضاربت د پيسو اخيستل،له عامو خلکو څخه په مضاربت پيسې اخيستل يا دا چې يو داسې څوک ومومئ چې سرمايه ولري او له تاسې سره د شريک په توګه په دغه کاروبار کې د شتمنۍ مصرفولو ته لېواله وي، په هر ډول چې تاسې له خلکو د سرمايې د ترلاسه کولو هڅه کوئ ويې کړئ، خو هېره مو نه وي چې هيڅوک چاته په پور پيسې نه ور کوي، نو تاسې کوښښ وکړئ چې هغوی نه د شتمنۍ د ترلاسه کولو په موخه هغوی ته داسې وړانديزونه وکړئ چې د هغوی په ګټه وي، خو ستاسې په تاوان نه وي، مطلب خلکو ته د خلکو د ګټې لالچ ور کړئ او شتمني يې په خپله ولکه کې واخلئ ترڅو خپل کاروبار پرې پيل کړئ.

#کاروباري سپارښتنې

#کاروباري-سپارښتنې

#خپل-کاروبار-څنګه-پيل-کړو؟

#سوداګري

#کاروبار

#کار

#کوم کار وکړو؟

Post a Comment

0 Comments