د پښتنو د قتل عام پلان روان دی!

 د پښتنو د قتل عام پلان روان دی!

د تاريخ په اوږدو کې د پښتنو د تجزيه کولو بېلابېلې طرحې په کار واچول شوې چې د هغې له جملې يوه يې د ډيورنډ کرښه وه چې بريالۍ شوه او پښتانه يې په دوه برخو ووېشل او په دې لحاظ يې پښتانه په افغانستان کې د غوټ اکثريت څخه اکثريت ته راکښته کړل او وخت ناوخت يې په خپلو تاريخونو او څېړنو کې د پښتنو شمېره تر خپلي اصلي شمېرې څو چنده کمه وښودله، ترڅو له دې لارې د پښتنو حقوق تلف کړي او پښتانه ماتحت وساتي او تل يې د لږه کيو قومونو تر واک لاندې وساتي، تش په نوم پاچا يې پښتون وي هغه هم داسې پښتانه چې پښتانه يې هيڅ نه پېژني او نه يې هم پښتو ژبې او پښتنو ته کومه ګټه ورسيږي، نور ټولې دولتي او حکومتي چارې يې په دري ژبه وي، وخت ناوخت بيا بېرته له همدې محروميتونو پښتانه خبرول کېږې هم، خو تر څنګ يې دا روحيه هم ور کول کيږي چې پښتانه هيڅ نه شي کولای، ځکه د دوی په لاس کې هيڅ هم نشته،د لر او بر ( پاکستان او افغانستان ) حکومتونو تل دا هڅه کړې چې د پښتنو په سيمو کې تل پاتې جنګ وساتي، ترڅو له دې لارې دوی ځان ته دا جواز ور کړي چې د پښتو قتل عام په ښکار توګه وکړي او له بل لوري پښتني سيمې د ساختماني او بيارغونې له چارو وروسته پاتې شي، ځکه دوی به دا بهانه وړاندې کوي چې د امنيت له کبله دا چارې پرمخ نشي وړل کېدای، دا کړنه څه اوسنۍ نه ده، حتی دا چاره د غزنويانو له وختونو راروانه ده، مغولو بيا دې چارې ته ښه پوکی ور کړ چې ښه بېلګه يې په کابل کې د يوسفزو د اته سوه مشرانو وژل ول.

محمود غزنوي د سوريانو او پښتنو نه د غچ اخيستلو او د دوی له صحنې نه ويستلو لپاره د غور سوريان د باغيانو او د ملتان لودي پښتانه چې د ملتان د تخت واګې يې په لاس کې لرلې او له لس ګونو کلونو يې د اسلام ډيوه د هند په خاوره کې روښانه ساتلې وه، د قرامطيانو په پلمه قتل عام کړل، په داسې حال کې چې د ملتان لودي کورنۍ سوچه حنفي مسلمانه کورنۍ وه او برحال يې شاهي کورنۍ د اسلام تبليغ کاوه او هندوانو ته يې د اسلام د مبارک دين بلنه ور کوله.


خو تازه په (1399) کال کې بيا دا چاره په داسې انداز وړل کيږي چې په لر او بر کې د پښتنو حقوق تلف کيږي، وژل کيږي او پرته له ګناه په زندانونو کې اچول کيږي، بېرته بيا يوه ډله پښتانه د دوی د حقوقو د غوښتلو په نوم مبارزه کوي چې د پښتنو ژغورنې غورځنګ يې بولي، خو حالت ورځ تر بلې داسې روان دی چې ځينې پښتانه دا جاج اخلي دوه زره پنځوسم پورې به په دې سيمه کې يوه خونړۍ جګړه پېښه شي چې د جګړې اصلي قربانيان به پښتانه وي، ځکه په دې سيمه کې يوازې د پښتنو حقوق تلف کيږي او نړۍ واله مافيا او نړۍ واله ټولنه ټوله په دې هڅه کې ده چې پښتانه وځپي د دوی له حرکاتو داسې بريښي چې دوی نه غواړي نور نو پښتون ملت د يو ويښ او په خپلو پښو ولاړ ملت اوسي، دا چې ولې يې نه غواړي دا ځانته دلايل لري چې وروسته به پرې بحث وشي، خو اوس په دې بحث کوو چې تر دوه زره پنځوسم عيسوي کال به په دې سيمه کې نور نو د پښتنو د صبر کاسه نسکوره شي، زغم به يې پای ته ورسي او د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو لپاره به ټوپک ته لاس کړي يا په بله اصطلاح په ټوپک راخيستلو به يو ځل بيا مجبور کړای شي، دا چې په دې جګړه کې به د پښتنو ګټه زياته وي او که تاوان دا نو له جاجه وتلی کار دی، ځکه د دې جګړې ګټه به هم پښتنو ته رسيږي او تاوان يې هم، ځکه که له يوې خوا به دوی د خپلو حقوقو د ترلاسه کولو هڅې کوي، نو دوی به قرباني ور کوي ، چې په دواړو حالتونو کې به يې ګټه نورو ته رسيږي، پښتانه به بې بها قربانۍ په دې پار ور کوي چې د يو خپلواک هېواد څښتنان شي چېرته چې به دوی خپله واکمن وي، د دوی ژبه به واکمنه وي او دوی به په خپله ژبه د خپل دولت چارې پرمخ بيايي او د دوی حقوق پکې نه تلف کيږي. 

خو دا به په حقيقت کې د دوی د له منځه وړلو لپاره يوه ډېره قوي او ځواکمنه طرحه وي، هيله لرو چې د نړۍ والې مافيا او پښتنو ضدو دغه توطيه به هم ناکامه شي او پښتانه به ترې بريالي راووځي او د وخت او حالاتو سره سم پښتانه داسې قيادت لرلو ته اړتيا لري چې دغه جګړه د دوی په ګټو راوڅرخوي او زيان يې تر نورو قومونو او پښتون ضدو ور ورسوي او هغه څوک چې د پښتون په خاوره د دې اور د بلولو هڅه کوي، نو پښتون قيادت دغه اور د هغوی د لمن سېځلو لپاره وکاروي.

#پښتانه

#پښتانه-د-کلتوري-ښکېلاک-په-زنځيرونو-کې

#د-پښتنو-د-له-منځه-وړلو-هڅې-روانې-دي

#پښتانه په لوی لاس د جګړې ډګر ته ورټېل وهل کيږي

#پښتانه وژغورئ

#پښتو د له منځه تللو په حال کې ده.

#پښتون ژغورنې غورځنګ

#منظور پښتين

#پښتو وژغورئ

#پښتون وژنه بس کړئ!

#Stop Pashton Massacre

#Stop pashton jenocyde

Post a Comment

0 Comments