حليمه خټک

حليمه خټکه
          بي بي حليمه د ستر اديب او لوی قهرمان خوشحال خان خټک لور او د عبدالقادر سکه خور وه ، دغه پوهه شاعره يوه عارفه او عالمه ښځه وه او د خپل وخت له ډېرو مروجه علومو سره يې اشنايي درلوده ، حليمه يوه اديبه پښتنه وه ، د پښتو ښه اشعار به يې ويل.
      بي بي حليمې  د خوشحال خان د کورنۍ د ښځو او نجونو د تدريس دنده هم په غاړه درلوده اود هغوی په ښوونه او روزنه کې به يې زيار ويسته .
    تر اوسه پورې د حليمې يوازې يو غزل ادب پوهانو ته په ګوتو ورغلی دی ، چې هغه غزل دا دی:
داشنا په فکر خوښه هسې شان شوم
نه پوهېږم چې ممتاز که نور جهان شوم
چې يې کړمه ستا په مينــــه سرفــــــرازه
ثنا خوانه په څورنګه د رحمـــــــان شوم
چې مجاز مې د ايـــــــــاز ولاړ له زړه نـه
سربلنده تر محمد غوندې سلطان شوم
وهــرچــــاوته چې ګــــــــورم واړه دی دی
د جما له ننداره يې شادمـــــــــان شــوم
غير فکـــــــر مــې له زړه رابهــــــر شـــــــو
پر خليل و پرعدو باندې يکســـان شـوم
حليمې د غماز مکر زيات له حـــد شــــو
چې دې بېل له ياره نه کا په ګمان شوم

Post a Comment

0 Comments