پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې

 پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې 

پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې د ښاغلی غوث خيبري اثر دی چې په خوږه پښتو ژبه يې په 578 مخونو کې په کال 1391 لمريز کې خپور شوی دی

ښاغلي غوث خيبري په پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې 
د پښتو ژبې د محکوميت او له پښتو ژبې سره د پښتنو واکمنو ناپامي او بې باکي په ډېرو څرګندو او سپينو ټکو کې بيان شوې ده، چې له پښتو ژبې سره د ليکوال د نهايت بې کچې مينه ترې له ورايه ښکاري، ياد اثر د امير شېرعلي خان له وخته نيولې تر حامد کرزي وخته پورې د پښتو ژبې د لوړتيا او ځوړتيا داستان دی چې پښتنو واکمنو په حکومتي چارو کې له پښتو ژبې سره څه کړي دي او ځای ځای له هغه تاريخ ليکونو او تاريخونو هم نقاب پورته شوی چې هڅې يې کړي، پښتو ژبه، پښتانه او پښتانه مشران تحقير کړي او تاريخي مواد او ليکنې يې په ناسم ډول درج کړي دي.

دا کتا ب 

  ځايه ډاونلوډ کولای شئ

 

داکتاب د ACKU له خوا انټرنېټ ته پورته شوی.

Post a Comment

0 Comments