په زړه دې غټه تيږه کېږده







ګرانه زما د زړګي سر يې!، تېر هېر کړه او راتلونکي په اړه سوچ وکړه،
 خيالونه دې بدل کړه او راتلونکی دې روښانه
له تقديره ګيلې مه کوه، ځکه ګيله کول د کمزورۍ نښه او د بذدلو خلکو کار وي او ته خو پښتون يې، پښتون مېړنی وي ، د پښتون له شان سره کمزوري نه ښايي.
ژوند د ماتو او برياوو زينه ده او ماته او بريا منزل ته د رسېدو لپاره دوه پاړکي دي چې انسان اړ دی خپلې موخې ته د رسېدو لپاره له دواړو يې تېر شي، خو دومره در ته وايم  چې ملک د پښتو دی، په پښتو کې پښتۍ ماتيږي، کوم تقدير چې پښتو او پښتانه ټاکي هغه نه بدلېدونکی وي
په پای کې
په زړه دې غټه تيږه کېږده
ملک د پښتو دی پښتو نه رسوا کوم

که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments