1) لکه شمعه چې ځان
ويلي کوي او نورو ته رڼا وربښي تاسې هم ځان د هغې په څېر وسوځوئ چې نورو ته مو ګټه
ورسيږي.
2) ستنه که بربنډه هم
ده د نورو جسمونه پټولی شي.
3) په دې کې شک نشته چې
يوه ښځه هم پېغمبره شوې نه ده، خو په ياد ولرئ چې د خدايۍ دعوه يې هم نه ده کړې او
ټول پېغمبران، وليان، صديقين او شهيدان د همدوی په غېږ کې ستر او روزل شوي دي.
4) خپل زړه په خپل لاس
کې ساتل او د نفس له هوسونو ځان ژغورل په خپله يوه مېړانه ده.
کتاب : د پند
او خوند خبرې
ترتيب کوونکی : مولانا مفتی عاسم عبدالله صاحب
0 Comments