پام چې خوږ مې نه کړې ، که نه د اڅک مړي
به بيا په هديره کې ونه وينې .
پټه خوله اقرار دى .
پخوا به ازميښتونه کال په کال وه ،اوس
دم په دم دى .
پخوا به ميړانه په سيالي وه ، اوس
سپيتانه په سيالي سوه .
پر اخوند ښوروا هم ډيره ده .
پر بدو ښه کول د ميړنو کار دى .
پر پليت بوټي سپى هم شاشې نه کوي .
پر تا وده بازار چې راسې ، پر ايمان
وبيرېږه.
پر خره سپور دى خر يې ورک دى .
پر دوو هندوانو مه درېږه .
پردۍ موچڼه په پښو کې له ورايه معلومېږي
.
پر دې نه ژاړم چې انا مړه سوه ، پر دې
ژاړم چې مرګ را اموخته سو .
پر دې نه ژاړم چې بابا د کلي ملک سو ،
پر دې ژاړم چې کلى له سړو خالي سو.
پر ښو تلوار ، پر بدو تامل .
پر ليونۍ د ميړه او د ليوره کور يو دى
پر ميړه يو کال خواري وي ، پر سپي سړي
تل تر تله .
پر و به مې ته دروې ، را وا يي يې څوک؟
پر وچه اوبازي نه کېږي .
پر هغه چا دي شپه سه ، چې ميلمه يې نوى
ليدلى .
پرې به دي نه ږدم د لالا په زور .
پړ مې که ، مړ مې که .
پړى پر نري ځاى شکېږي .
پز پرې کړي که شرم درلودلى ، د چړې نوم
به يې نه اخيستلى .
پسله ګوزه چارزانو ګټه نه لري .
پښې دي د خپلي کمبلي سره سمي غزوه .
پک تر پکه،نو نه چې ما غزه يې ښکاره وي
.
پک نه پر سر تار لري، نه په چا کار لري
.
پک نه سر لري ، نې په چا خريي .
پلار دي سپرو مړ کى که پلو ؟ چې زما د
ښې يې راويست څه سپرو وژلى څه پلو .
پلار يې مړ سو په پروړو کې ، زوى يې
ګرځي په ګوزو کې .
پلانکى لکه مز دور ماى په سلو بڼو کېږي
.
پنډ خوارکى څه لري؟ ،نرى په هډ ماغزه
لري .
پور چې ځنډنى سي ، خور دنى سي .
پور دي پور ، منت دي نور .
پوره ، ورک دي کړه دوه کوره .
پوښتنه عيب نده ، نا پوهي عيب ده .
پوله يې په ژړا کړه ، اوبه يې په خندا
کړه .
په اما نت کې خيانت مه کوه .
په پاليزه کې ښه هندوانه ، د شکاڼه په
برخه وي .
په پردي وطن کې ګوز واچوه او تر تير سه
.
په پک چې پوسخند وهې ، وا څوڼوره.
په پوښتنه سړى مکې معظمې ته تلاى سي .
په تيرو پسي مه ګرځه .
په جنګ کې الوا نه ويشل کېږي .
په خر توب يې شر مېږي ، په ليوني يې
تيروي.
په خره يې وس نه رسيدى، پر پالانه يې
راکش کړه .
په ځان د بلدى د ګور وان کانه مه کوه .
په دوو ستر ګو ځان ويني په يوه سترګه
جهان
په ډيرو يې ليوني خوشحاله کېږي .
په ډيري کې خوره ، په لږي کې ويشه .
په زهيرو زړونو ګوتي مه وهه .
په ساعت تيري کې بنګړي ما تېږي .
په سترګو ويني ، په زوى لوړي .
په شپشتو کې واښه مه کوه .
په شلو مبو که چا غيدلاى، غړکه به چاغه
سوى واى .
په ښودريدلي ، ډير ننوځي .
په غڼ ( غولانځه) کې هډو کى مه لټوه .
په کور کې نه کوک نه پياز، ارږى د واز .
په ګورم کې يې خر نه درلود ، د ګوروان
سر يې ورمات کى .
په مرګ يې ونيسه ، چې په تبه رازي سي .
په نره راته وايه چې مد المه ، په نره
درته وايم چې ميرى.
په نن پسي سبا سته .
په نه کتاره اوښو کې يو جونګى نه سمېږي
.
په نيستۍ کې سستي او په هستۍ کې مستي مه
کوه.
په هر څه کې د ځان تيشه مه وهه
په هغه واله کې چې اوبه تللي وي بيا هم
ځي .
په هيره خو روژه هم نه ماتېږي .
په يوه چپلاخه ( څپيړه ) د سلو مخ
خوږېږي .
په يوه ځين کې دوې کوني نه ځائېږي .
په يوه ګل نه پسرلى کېږي
په يوه لاس مخ نه مينځل کېږي .
پياز دي وي ، په نياز دي وي .
پيري ته غزنى څه دى ؟
پيښه خو پيښه ده ، خو رامعلومېږي نه چې
په جلال الدين کې ده او که په رازالدين کې .
پيل چې مړ هم سي ، په نس کې يې يو ځنګون
اوبه ولاړي وي
پيل دى ، په خولپه تړلى .
0 Comments