دومره ظلم او ستم، دومره تغافل او بې پروايي، دومره کبر
او غرور.
داسې سخت زړه؟
بې رحمي او بې غوري انتها ته ورسېده.
د زړونو له ازاره هيڅ نه وېريږي.
زما په ژړا يې زړه نرم نه شو.
زما فريادونه نه اوري.
زما عذرونه او زارۍ تاثير نه لري.
زه په ډېر امېد ورشم ، زما په زړه کې ډېرې خبرې وي.
زه وايم خپل ټول عرضونه به وکړم.
هغه لکه برېښنا د سترګو په رپ کې له سترګو پنا شي.
له ډېرې استغنا راته ګوري هم نه.
عاشق د معشوقې له لاسه دغه راز شکايتونه کول.
حاکم اشتباه وکړه، هغه يې سياستاَ بندي کړ او په سياسي
بنديانو کې حساب شو.
اه ! د وطن مينان په دغسې خبرو زندان ته ځي.
کتاب : د استاد الفت هنري نثرونه
ليکوال : استاد ګل پاچا الفت
زيار : محمدزبير شفيقي
1 Comments
ښکلی او له پنده ډک نثر دی واقعاً الفت صيب د پښتو ژبې ستوری وو، پرته له ستورو نور داسې پنځونې نشي کولای
ReplyDeleteروح يې ښاد