چاړه چې د سرو زرو سي ، په نس کې نه وهل
کېږي .
چپه يې وهه ، چې راسته راسي .
چر سي زوى ، نه زو ى .
چغول و کوزې ته ويل سورۍ .
چرندک په خوب کې پښې اسمان ته نيسي ،
واي که نړيدى پر پښو به مې تکيه سي .
چې ابا ، هغه سي يې کبا .
چې ادې ، هغسي يې پايڅې
چې اړ سوې و خره ته به وايي چې بابا!.
چې اړ سوې و هندو ته به وايي چې ما ما ! .
چې اړ نسې ،وړ به نه سې .
چې اوبه لوړي تر خولې سي ، شيرين زوى لاندي تر پښي
سي
چې اوسې ، په خوى به دهغو سې .
چې بد کوې ، بد مه مومې
چې بد ګرځي ، بد به پرزي .
چې په اخير کې يې مرداره نکړي پښتون نه دى
چې پلار يې بړيڅ نه وي ، زوى يې نه فتح خان کېږي .
چې پر ما وار راغى ، د هاخوا يې پلار راغى .
چې په بازار کې دي خوراک ښور وا وي ، نو کور ته به
څه خورې .
چې په خندا کې خورې ، نو يې خوره .
چې په ځان کې ويني ، په جهان کې ويني .
چې په کاسه موړ نسوې ، په څټلو به يې هم موړ نسې .
چې په ګرانه دي رانيولي وي ،په ارزانه يې مه خرڅوه
.
چې پياز ونه خورې ، د خولې دي د پيازو بوى نه ځي .
چې تر ملکه دي کړه ، نو ورکه دي کړه
چې تنګ سي ، نو په جنګ سي .
چې تور نه مري ، بور هم نه مري .
چې جنګ سوړ سو، ميرى تود سو .
چې جنګ نه کوې تر ځان لو ډبره اخلى .
چې چنګښه وايي قر ، تره کى وايي مقر
چې حج حج لري ، عاقبت به حاجي سې .
چې خان يې ، په ياران يې چې ياران نه وي توري خاوري
د بيا بان يې
چې خپل کړې يې سپيتانه ، ځيني ځغلي تل ميړانه .
چې خداى يې پري وهي مړونه يې راګرځوي ، چې مړونه يې
پري وهي خداى يې نه راګر ځوي
چې خداى يې ورکوي ، دا نه وايي چې کور دي چې ري دى
؟.
چې خر نه لري ، خر نه ارزې .
چې څه کرې ، هغه به رېبې .
چې ځوان وايي بد په ايسي ، چې زوړ وايي ذهين رسى .
چې ځوان وم ، د هري چټي يار وم .
چې داسي يار لري ، نو خود به نر راوړي .
د درانه بارونه وړي خوراک يې ځوز دى ،چې
اومه کاکونه خوري چارياک يې ګوز دى .
چې د راوړلو يې نه وې ، نو ډکيدلې ولي ؟.
چې د خان يې د برکي سدرۍ وي ، د سيمه دار به يې څه
حال وي ؟
چې ډب نه وي ، ادب نه وي
چې ډيرى سي ، مر دارى سي .
چې روژه سي ،لوى لري به ښکاره سي .
چې ري چې زړه ورځي .، هلته پښې ورځي .
چې زما په ډوډۍ څه سي ، هغه زما د مور ميړه سي .
چې زوړ سوم ، اوس د هري ګادړي دپيغور سوم .
چې زوړ سو ، نو پرو ړ سو .
چې زه بې خاونده يم ، پر دنيا دي مړوښه نه وي .
چې سر دي نه خوږېږي ، داغ يې مه اېږده .
چې سهار وختي بيدار دى ، که غل وى زما يار دى .
چې ښۀ کوې ، ښه به مومې .
چې غر ، هغسي يې کر بوڼى
چې غل نه تښتي ، مل دي و تښتي .
چې غل نه يم د باچا څه نه بيرېږم .
چې غوږ ګران وي والى يې هم ګران وي .
چې غول خوري ، کاچوغه په ملا کې وهي .
چې ګوډېږم ، داغسي دي رغېږم .
چې لاس و درېږي ، خوله هم درېږي .
چې لالا سوى وو داسي وار ى يې نه وو کړى .
چې لرې يې خوره ، کنه مره .
چې له ياره ژاړې ، له ځانه ژاړې .
چې مالګه يې وڅکې ، نمک دان يې مه ماتوه .
چې مال يې ورک سي ، ايمان يې ورک سي .
چې مرئي لرې ، مربا به خورې .
چې مرغه غوندي رپېږي، تر نصيب به نه تيرېږې .
چې مرګ سوى وو داسي مړي يې نه وو کړى
چې مړ سو ، نو پړ سو .
چې مړونه وي ، هلته کورونه وي .
چې مشر يې غمبر ( قمبر) وي ، اختر يې ماځيګر وي .
چې ملا وايي هغه کوه ، چې ملا يې کوي هغه مه کوه .
چې مور ميره سي ، پلار پلندر سي .
چې نر يې په چارښاخه راوړي ، ښځه يې په جارو کې وړي
.
چې نه پوهېږي ځوان مال کوه .
چې نه کار په هغه دي څه کار .
چې نه کوي حبيب ،څه به وکي خوار طبيب .
چې نه لرې سړي ، مه کورت خوره مه غوړي .
چې نې خورې ، ولاکې تمامه کې
چې وخت د ښکار سي تازي غول ونيسي .
چې و دي خوړ نعمت ، بيا ادا کړه شکريت .
چې ورور يې نه کړې پر سپور بې نه کړې .
چې ولاړ سې ولاړ سي، بير ته به د لالاو سپيره ته
راسې .
چې ولري سړي ، هم به کورت خورې هم غوړي .
چې وې غواړې په خوله، نو وبې خورې په څه؟.
چې وې نه خورې پر سر ، په څه به سې خبر .
چې يو لور يې تر ملا وي، نه ځيني رغېږي .
چې يې ټينګه اراده وي ، تل په غم کې مستانه وي .
0 Comments