فقره او ډولونه يې


د پيل خبرې
    د ماسټرۍ د کړنلارې او لايحې سره سم هر محصل دې ته اړ وي چې د ماسټرۍ په روان بهير کې په بېلابېلو موضوعاتو باندې څېړنې او شننې وکړي او يو څه وليکي او يا په هر اړوند مضمون کې پر يوې ټاکلې تحقيقي او څېړنيزې موضوع باندې څېړنه او شننه ترسره کړي او هغه بيا د خپل لارښود استاد او ټولګيوالو پر وړاندې ارايه کړي.
    ما هم د ننګرهار پوهنتون، د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب څانګې د ماسټرۍ پروګرام د لايحې او کړنلارې له مخې په اړوند مضمون کې د ( فقره او ډولونه يې ) سرليک لاندې موضوع خوښه او غوره کړه او خپل لارښود استاد سره مې پرې مشوره وکړه، هغې پرې د ليکلو او ترتيبولو اجازه راوبښله.
    لومړی مې د دې موضوع اړوند هغه کتابونه له خپل کوچني کتابتون نه راټول کړل چې پکې ځای پرځای شوي وو، وروسته مې د خپلې موضوع اړوند عنوانونه او سرليکونه په ځير سره تر لوستنې لاندې ونيول او يو څه يادښتونه مې ترې واخيستل او له دې وروسته مې خپله موضوع د خپلې لږې پوهې په مرسته ترتيب کړه، دا دی د الله تعالی د لورېينې او مرستې پر مټ پکې بريمن شوی يم.
په درنښت
عبيدالله اغېز





سريزه
    هره ژبه د رغښت او جوړښت يو ځانګړی نظام لري، چې د ژبې ګرامر د رغښت او جوړښت همدغه نظامونه تشرېح کوي،ګرامر د تشريحي ژبپوهنې هغه لويه او غوره څانګه ده چې د يوې ژبې د جوړښت نظام او سيستم د تاريخ په يو ټاکلي پړاو کې تر څېړنې او مطالعې لاندې نيسي، پښتو ګرامر هم د رغښت او جوړښت يو ځانګړی نظام لري، چې ګرامر يې درې اړينې او لويې څانګې لري لکه غږ پوهنه ( فونولوژي ) ګړپوهنه ( مورفولوژي ) او جمله پوهنه ( سنټنس ) څخه عبارت دي، په غږ پوهنه کې غږونه او د هغوی پيدايښت، ډلونه او نورې ځانګړنې په علمي او سيستماتيک ډول څېړل کيږي، په ګړ پوهنه کې د يوې ژبې ټاکلي مورفيمونه د هغوی جوړښت، ترکيب، ګردان او ډولونه يې څېړل کيږي، په جمله پوهنه کې د کلمو په مطابقت، اړيکې، ترتيب او ترکيب باندې رڼا اچول کيږي، په هر حال د ګرامر د جملې پوهنې اړخ ډېر پراخه دی، ما پکې يوازې يو کوچنی اړخ ( فقره او ډولونه يې ) سرليک لاندې موضوع باندې رڼا اچولې ده، په دې موضوع کې مې هڅه کړې چې لومړی فقره د بېلګو سره در وپېژنم له دې وروسته مې د فقرې بېلابېلو ډولونو باندې رڼا اچولې او هم مې بېلګې ورته راوړې دي، وروپسې مې پايله او ماخذونه راوړي دي، الله تعالی دې وکړي چې ياده موضوع کې يو څه بريالي واوسم، دلته غواړم د خپل لارښود ساتاد پوهندوی ډاکټر زرغونه رښتين زېور له لارښوونې مننه وکړم، چې د موضوع د ليکلو او ترتيبولو جوګه يې کړم، هيله ده چې که تېروتنې رانه شوې وي، په بښنې مې ونازوئ.
په درنښت
عبيدالله اغېز


فقره او ډولونه يې
   فقره د ژبې له کُلي واحدونو څخه ده او د جملې اساسي ارکان ( مبتداء او خبر) لريؤ په يوې بلې پېژندنې کې يې داسې لولو : ( فقره د اړوند کلمو هغه ډله چې فاعل، فعل او مفهوم ولري او د يوې مختلطې جملــــــې برخه وي.) لکـه دا جملـــــــه وګورئ :
هغه هلک چې دلته اوسيږي، زما ورور دی.
   د پورتنۍ جملې مبتدا ( هغه هلک چې دلته اوسيږي ) او د جملې خبر ( زما ورور دی ). او په دې جمله کې دوه فعلونه شته چې ( اوسيږي او دی ) دي.
اصلي تابع فقرې :
    الف اصلي فقره : هغه فقره ده چې په يوازې توګه کولای شي يوه بشپړه جمله شي، لکه دا بېلګې وګورئ :
کله چې زمری رانژدې شو.
هغــــــــه ښځـــــــــه ړنـده وه.
نابللی مېلمـــــــه هغـه دی.
    ب تابع فقره : هغه فقره ده چې په يوازې توګه نشي کولای يوه بشپړه جمله شي، خو د اصلي فقرې سره يوځای يوه بشپړه جمله کېدای شي، لکه دا بېلګې تاسې وګورئ :
هلک وتښتېد.
چې ستا څنګ ته ولاړه وه.
چې ډېر تم شي.


دابېلګې به په يو جدول کې راوړو :
اصلي فقره
تابع فقره
کله چې زمری رانژدې شو
هلک وتښتېد.
هغه ښځه ړندوه
چې ستا څنګ ته ولاړه وه.
نابللی مېلمه هغه دی
چې ډېر تم شي.

د بڼې له مخې د فقرې ډولونه :
فقره د بڼې له مخې په دوو ډولونو بېليږي : کوچنۍ فقرې او لويې فقرې.
 ۱ کوچنۍ فقرې : هغه دي چې د جملې بنسټيزه ارکان ( مبتدا او خبر ) نه لري لکه هو، نه، افسوس، ارمان او نور.
 ۲ لويې فقرې : هغه دي چې د جملې اساسي ارکان ( مبتدا او خبر ) لري، په لاندې خبرو اترو کې د کوچنۍ او لويې فقرې بېلګې ښوولی شو :
احمده!
بلې!
چېرې يې ؟
دلته څه کوې ؟
هيڅ.
په پورتنيو خبرو اترو کې ( چېرې يې؟ او څه کوې؟ يانې ته څه کوې؟ ) د جملې اساسي ارکان لري، لويې فقرې دي او پاتې نورې ( بلې!، دلته، هيڅ ) يې کوچنۍ فقرې دي.

د لويو فقرو ډولونه :
    د مخه مو يادونه وکړه چې لويې فقرې د جوړښت له مخې بشپړې دي او د جملې اساسي ارکان ( مبتدا او خبر ) دواړه لري، دا فقرې په دوو ډولونو بېلېږي :
 ۱ ازاده يا خپلواکه فقره :
   هغه ده چې ظاهراً د بڼې له مخې بشپړه وي او کولای شو چې هغه بې له کوم بدلونه څخه په ازاده او خپلواکه بڼه وکاروو او يو بشپړ مفهوم د هغې په واسطه ولېږدوو لکه : احمد راغی، محمود ولاړ.
   دلته محمود ولاړ، يوه ازاده فقره ده، په يوازې ځان هم کارېدلای شي.
 ۲ تړلې يا مقيده فقره :
    چې په خپلواک ډول يې نشو کارولای او په يوازې ځان يې مفهوم بشپړ نه وي لکه په دې لاندې بېلګو کې چې دوهمې فقرې يې مقيدې او ناخپلواکې دي :
ملالۍ راغله او ګلالۍ لاړه.
هغه غير حاضر شو، ځکه ناوخته راغلی و.
احمد بازار ته ولاړ، چې بوټونه واخلي.
    په پورته بېلګو کې دوهمې فقرې ( او ګلالۍ لاړه،ځکه ناوخته راغلی و، چې بوټونه واخلي ) مقيدې او ناخپلواکې راغلې دي.
د معنوي اړيکو له مخې د لويې فقرې ډولونه :
د معنوي اړيکو له مخې لويې فقرې په درې برخو وېشل کيږي :
 ۱ نيمګړې ياناقصې فقرې : چې مانا يې په خپل ذات کې بشپړه نه ده، بلکې يوې بلې جملې ته اړتيا لري لکه په دې لاندې جملو کې تاسې وګورئ :
ګل مې وليد...( چې په باغ کې غوړېدلی و.)
چې څه کرې... ( هغه به رېبې .)
 ۲- بشپړوونکې ( متممې ) فقرې : هغه چې د ناقصو او نيمګړو فقروو د بشپړتيا او يا د نيمګړو فقرو د مفهوم پوره کولو لپاره راځي يانې د هغوی مانا بشپړوي لکه په پورته بېلګو کې ( چې په باغ کې غوړېدلی و.) او ( هغه به رېبې . ).
 ۳ معترضه فقرې : هغه دي چې د جملو په منځ کې راځي او له اصلي موضوع سره مستقيماً څه اړه نه لري، بلکې يو څه اضافه تشرېح وي، که هغه له جملې نه حذف شي، د جملې مفهوم ته کوم زيان نه رسيږي.
   معترضه فقرې معمولاً په جمله کې د لينديو (  ) ترمنځ ليکل کيږي، په لاندې بېلګو کې يې ليدلای شئ :
احمد او بريال ( چې دواړه وروڼه دي ) کابل ته لاړل.
پوهاند رښتين ( ارواه دې ښاده وي ) د پښتو ادبياتو ژبپوه او پياوړی څېړونکی و.
    د يادونې وړ ده چې معترضه جمله په کُلي توګه د وينا اضافي برخه نه ده، بلکې پر تفسير او تشرېح برسېره د وينا ښکلا هم زياتوي او د لوستونکي معلومات هم ور زياتوي، لکه په پورته لومړۍ جمله کې چې لوستونکی د احمد او بريال له ورورۍ څخه هم خبروي.
    دا بايد ووايو چې ځينو ګرامرونو کې د فقرې د ډولونو په برخه کې توصيفي او نوميزې فقرې هم ذکر کړي دي، چې دلته ترې مونږ هم يادونه کوو :
 ۱ توصيفي فقره : هغه فقره ده چې د صفت په توګه دنده ترسره کوي او نوم ستايي لکه دا لاندې جملې وګورئ :
بڼوال بوټو ته اوبه ور کوي.
بڼوال هغو بوټو ته اوبه ور کوي چې په بڼ کې شنه شوي دي.
پورته دواړه جملې د ( فاعل نوم + مفعول + متعدي فعل ) په ورته نمونه پورې اړه لري او ورته فاعل نوم ( بڼوال ) او ورته فعل ( اوبه ور کوي ) او مفعول ( بوټي ) لري، دا چې دوهمه جمله ( چې په بڼ کې شنه شوي دي ) توصيفي فقره لري چې په لومړۍ جمله کې نشته دوهمه جمله د لومړۍ جملې مانا ته پراختيا ور کوي.
 ۲ نوميزه فقره : هغه فقره ده چې په جمله کې د نوم په توګه دنده ترسره کوي لکه دا لاندې بېلګې :
نوميزه فقره د جملې د فاعل او مفعول په توګه :
 ۱ چې وخته راغلې ښه شول.
 ۲ اسد پوهيږي چې ته نه ورځې.
   په پورتنۍ لومړۍ جمله کې ( چې وخته راغلې ) يوه نوميزه فقره ده، چې د جملې فاعل جوړوي او په دوهمه جمله کې ( چې ته نه ورځې ) يوه نوميزه فقره ده چې د جملې مفعول جوړوي.
    د پورتنيو جملو نه څرګنديږي چې يوه نوميزه فقره کولای شي د جملې فاعل او مفعول شي.






پايله
    ګرامر د ژبپوهانو په اند د تشريحي ژبپوهنې ستره څانګه ګڼل کيږي او هغه پوهه ده چې د يوې ژبې د جوړښت او رغښت نظام راسپړي، هره ژبه يو ځانګړی جوړښتي او رغښتي نظام لري، چې د هغې ژبې اصلي ويونکي او ګړېدونکي د هغې نظام له مخې غږيږي او ليکل کوي، پښتو ژبه هم همداسې يو جوړښتي او رغښتي نظام لري، يانې د پښتو ژبې درې جوړښتي نظامونه ( فونولوژي، مورفولوژي او سنټنګس ) څخه عبارت دي. په همدې اساس مې وپتيله چې د دغو جوړښتي نظامونو پر درېمې څانګې ( جمله پوهنه ) کې د فقرې او ډولونه يې تر سرليک لاندې موضوع ترتيب کړم او يو څه رڼا پرې واچوم، دا دی په موضوع کې مې فقره، اصلي او تابع فقرې، د بڼې له مخې د فقرې ډولونه، د لويو ډولونه، د معنوي اړيکو له مخې د فقرې ډولونه، توصيفي فقرې، نوميزې فقرې او د دې هر ډول د پېژندنې سربېره مې د هر ډول لپاره يې  دوه او درې بېلګې هم راوړې دي چې نوموړې موضوع لاښه روښانه کړای شم.









ماخذونه
1.   رښتين، صديق الله ( پوهاند ) : ( ۱۳۷۲ ل ) کال، سيد محی الدين، هاشمي، ژباړه، پښتو ګرامر، پېښور، يونيورسټي بُک ايجنسي ( خپرندوی ).
2.   وصل وردک، عبدالکريم ( پوهنيار ) : ( ۱۳۹۱ ل ) کال، جمله په پښتو ژبه کې، جلال اباد، ګودر کتاب پلورنځی ( خپرندوی ).
3.   هاشمي، سيد محی الدين ( محقق ) : ( ۱۳۸۳ ل ) کال، د پښتو ژبې لنډ ګرامر، پېښور، د اريک د ګرځنده کتابونو اداره ( خپرندوی ).


Post a Comment

0 Comments