ګرانې زما سلامونه او نېکې هيلې ومنه!
دغه ليک درته په داسې حال کې ليکم چې د څښتن تعالی په
لورېينه د روغتيا په جامه پټ يم، خو داسې هم نه ده چې ته به مې هېره کړې يې!
باور وکړه!
که ستا له ياده مې يوه شېبه هم زړه وزګاريږي، نو
ځوانيمرګ دې شم.
پوهېږم چې ته به له ما ډېره ګيله منه يې
باور وکړه!
چې له غمه دې خبر شوم، ډېر خواشينی شوم، پرته له دوعا مې
نور هيڅ په وس کې نه وو، هيله ده چې ومې بښې او زه هيله لرم چې زما د ليک تر
دررسېدو پورې دې د روغتيا پړونی په سر راخپور وي او سرې منګولې دې څښتن تعالی ته
زما د بښنې لپاره په دوعا نيولې وي ، په پای کې
خدای
دې د خولې لاړې دارو کړه
زه
درتلای نشمه دوعا درته کومه
2 Comments
ډیره خایسته لیکنه وه د لا بریا په هیله
ReplyDeleteمننه کوم ښاغلی شرافت حقيار ستاسې سترګې ښکلي دي
Delete