د ګوهر خان خټک پېژندنه

ګوهر خان خټک
           د خوشحال خان په زامنو کې ګوهر خان هم يو تکړه شاعر او نثر ليکونکی دی ، ګوهر خان د خپلې کورنۍ د پښتو ادب په سمسور بڼ کې پالل شوی ، ګوهر خان د خپل وراره افضل خان خټک د حکومت د زمانې پورې ژوندی  و. ګوهر خان برسېره د خوږو اشعارو پر دېوان يو بل پنډ کتاب هم لري چې ((قلب السير ))نوميږي او اته سوه مخه لري ، دا کتاب له فارسي څخه پښتو ته د (۱۱۲۰ﻫ) په حدودو کې ترجمه شوی ،             دا غټ کتاب اوس د پېښور په موزيم کې خوندي دی ، دا اثر دېرش څپرکي لري او موضوع يې مذهبي مسايل ( د حضرت پيغمبر r)سيرت او احوال او غزوات دي ، دا اثر د فورم له پلوه رباعي قطعات او غزل قصيدې لري.
د ګوهرخان د اشعارو نمونه
چې په مهر دې نظر شي هر انســــــان ته
په بهانه يې وبـــولــې خپـــــل ځـــــــــان ته
چېرته فارسي چېرته به شام يا مدينه وه 
چــې دې وښېلـــــه لار راته اسمــــــــان ته
مجوس اتش پرست يار د احمــــد کړي
چې هيڅ نه رســـيږي عقل او ګمـــان ته
عجمي اهل بيت ســـــره حســــاب کړي
سکه تره داحمد خوشې کړي شيطان ته
په مکه کې بولهب څرنګه ګمراه کړي
له ملکونو سلمان راولي ايمـــــــان تـه
بوالحکم د مکې څرنګ دوزخي کړي
له حبشه بلال ورولـــي رضــــــــــوان ته
ځای د دم وهلو نشــــته هرڅه کاندي
حيراني ده په هر کار کې وسبحان ته
وخالي بنـــــــده ته څومــراتب ورکـړي
د ملک غوندې يې کشت وشي اسمان ته
شفيع کړی مې سلمان دی ستـــــــا ودر ته
ما ګوهر ايمان دار بيايه بل جهـــــــــــان ته

Post a Comment

0 Comments