پښتونه تاته وايم!



ليکوال : پټان افغان
پاڅه ! ويښ شه !
څو به د جهالت په دې تورتم کې ژوند تېروې ؟
 ترڅو به د جهالت په خوب ويده يې ؟
او تر کومې به په دې ناپوهۍ وياړې؟
پښتونه پاڅه ! نړۍ په خوځښت کې ده ، هسې په قرار مه کېنه . د کيسو او نکلونو دوران پای ته رسيدلی دی ، اوس د عمل وخت رارسېدلی دی.پاڅه ! هڅه او زيار پيل کړه ، د نړۍ سره ګام پر ګام د برياليتوب منزلونه طی کړه.دا د قرارې ناستې وخت نه دی اوس د ساينس زمانه ده ، اوس د تورو د جنګونو دوران ډېر زوړ شوی نړۍ وال اوس په رسنيو خپله جګړه پرمخ بيايي  چې له بده بخته ته ترې ډېر لرې پاتې شوی يې .پاڅه ! ستا د نيکونو تاريخ له خلکو هېر شوی دی اوس په دې نـوي پېر کې د تاريخ يوه نوې پاڼه ورزياته کړه،د پرمختګ ، پوهې او ابادۍ پاڼه او په دې سره د خپلو نيکونو تاريخ يو ځل بيا روښانه کړه او د افغانيت د عزت او سر لوړۍ جنډه هسکه وساته ، ياده کړه هغه وخت چې خلکو به ستا له نيکونو څخه د خپلې خپلواکۍ لپاره د ملاتړ غوښتنه کوله ته اوس ولې دومره کمځواکی شوې چې خپله خپلواکي اوس د نورو په مټ ساتل غواړې ، پخوا به نړۍ تاته د پرتمين ، ښاغلي ، پياوړي ، توريالي ، وياړلي ، وفادار ، ميړني ، سپېڅلي او عزتمن قوم خطاب کاوه ، خو نن نړۍ تاته د يو جاهل ، ناپوه او له تمدنه د يو لري وګړي او وحشي قوم خطاب کوي . پاڅه ! ويښ شه او نړۍ والو ته دا وښيه چې ته اوس هم د نړۍ د سالارۍ وړتيا لرې او د تېر په څېر اوس هم په خپلو مټو د خپل قوم ، ملت او هېواد ساتنه کولی شې او خپل قوم د پرمختګ او بريا په لوري رهي کولی شې ، خو دا هر څه به هله ممکن وي چې ته يو څو خويونه په ځان کې ولرې او يو څه کړنلارې عملي کړې چې عبارت دي له :
۱ – پوهنه او زده کړه بايد په ټوله پښتني ټولنه کې دود کړل شي.
۲ – د بښنې ، عاطفې او ځان ځارونې روحيه پياوړې شي.
۳ – سوچ بايد ځاني نه بلکې ټولنيز وي.
۴ – خپلې ګټې د ملت له ګټو غوره ونه ګڼل شي .
۵ – هغه دودونه چې د پښتني ټولنې د وروسته پاتې والي سبب ګرځي بايد سم او په نوي بڼه وړاندې کړل شي ( لکه ښوونځيو ته د انجونو نه پرېښودل ).
۶ – خپله ژبه تر نورو ټولو ژبو سپېڅلې وګڼل شي او په ويلو او ليکلو يې هيڅ ډول د شرم احساس ونکړل شي.
۷ – د هرکار له پيل دمخه بايد ټولنيز او اسلامي ارزښتونه او ګټې په پام کې ونيول شي.
۸ – قومونه او خېلونه د لوړوالي ، کبر ، غرور او بهترۍ پاړکي نه بلکې د پېژندنې يو معيار وګڼل شي.
۹ -  د خپل قوم ، ژبې ، هېواد او ملت ته د خدمت پرمهال د هر ډول ستونزو په وړاندې کلکه مبارزه وکړل شي او په هيڅ حالت کې ناهيلې نشو.
۱۰ – عزت او سر لوړي په پيسه کې نه بلکې په انسانيت کې ولټول شي.

Post a Comment

0 Comments