يو ځل ابليس فرعون ته لاړ او
ورته يې وويل چې ته د خدايۍ دعوه کوې؟
هغه وويل هو
ورته يې وويل په کوم دليل ؟
هغه وويل د زرو جادوګرانو په
دليل
ابليس ورته وويل ښه ده هغوی ټول
ماته راجمع کړه
فرعون هغه ټول راجمع کړل او هغوی
د خپل جادو سامان خطا کړ
شيطان چې پر هغې يو پوکی وکړ ،
نو ټول جادو يې بې اثره شو
کله چې يې دوهم پوکی وکړ، نو
فرعون ته له هغې نه زيات جادو ښکاره شو
بيا يې فرعون ته وويل چې ستا د
جادوګرانو جادو ډېر زورور دی که زما جادو ؟
فرعون ورته وويل چې ستا جادو ډېر
زورور او قوي دی
د دې خبرې په ځواب کې ابليس وويل
سره له دې چې زه ډېر قوي يم خو خدای جل جلاله زه خپل بنده و نه ګرځولم، دا چې ته
دومره کمزوری يې ، نو تا به د خپل شريک په توګه څنګه ومني؟
کتاب : احسن الحکايات يعنې ښکلې
قصّې
ليکوال : مولانا مفتی عاسم
عبدالله صاحب
ژباړن : محمد خليل صاحب
که چېرته د پورته ليکنې په اړه
کومه تبصره لرئ نو په Comment
کې وليکئ ترڅو نور
لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه
0 Comments