يا به زما نصيب خراب وي





نه پوهېږم چې پر ما دې څه کوډې کړي ، چې ستا ياد راسره هره لحظه هرګام او هر پل ملګری وي، چې هر لوري ته ګورم،
 نو ستا څېره مې سترګو ته ودريږي او په ذهن کې مې ستا يو تت انځور جوړيږي.
 زړه مې هيڅ وار نه کوي ستا په ياد کې ځوريږي او او رنځيږي.
سره له ډېرو هڅو او کوښښونو بيا هم په دې و نه توانېدم چې زړه مې له تا صبر کړم
او نه يې د صبرولو چل راځي، خو خير تقدير وهلی همداسې بې تدبيره ښه
خو دومره مې ذهن ته خامخا راځي چې ای کاش چې ته مې نه وای لېدلې
او که لېدلې مې هم وای، نو زړه مې در باندې نه وای بايللی او کله چې دا هر څه پېښ شول، نو بيا ولې زما او ستا تړون د تقدير په رشتې ونشو؟
 په پای کې
يا به زما نصيب خراب وي
يا به دا ستا نصيب د خاورو ايرو وينه
ستا.......




که چېرته د پورته ليکنې په اړه کومه تبصره لرئ نو په Comment  کې وليکئ ترڅو نور لوستونکي هم ستاسې له نظره برخمن شي مننه

Post a Comment

0 Comments