ښه پر دې دونيا دي
ښه خوى د زړونو ښکار کوي
ښه د بدو تومنه ده .
ښه د درياب پرماهي هم نه ورکيږي.
ښه دې هم د ځان دي ، بد دي هم د ځان.
ښه عمل به دې سلطان کړي ، بد عمل به دې
په ځان پورې حيران کړي
ښه عمل به دې نېکنام کړي ، بد عمل به دې
بدنام کړي
ښه عمل د لارې مل .
ښه مه پر زاړه کړه ، مه پر واړه .
ښه مه کوه بد به نه در رسيږي .
ښه وکه و درياب ته يې واچوه .
ښې دې خپله ، چې تل تر تله .
0 Comments