د کرکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ور کړه



افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ شل اوريزه لوبه کې د بنګله دېش ملي لوبډلې ته ماتې ور کړه
دغه لوبه پرون 2018-06-03 د هند په دهرادون کې ترسره شوه چې افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې يې 168 منډې هدف سيالې بنګله دېشۍ لوبډلې ته وټاکه د افغان ملي لوبډلې نه عثمان غني او شهزاد محمدي د لوبې د پيل لوبغاړي وو، چې عثمان غني په 26 منډې په 24 بالونو او شهزاد محمدي 40 منډې په 37 توپونو وکړې له دې وروسته لوبډل مشر اصغر ستانکزي 25 منډې په 24 توپونو، نجيب 2 منډې، محمدنبي عيسی خېل 0، سميع الله شينواري 36، شفيق الله شفق 24 ، راشد خان شپږ او کريم جت بيا په صفر وسوځېد چې د يادې پاڼې په 20 اورونو کې افغانستان د اته لوبغاړو په زيان 168 منډې هدف سيالې لوبډلې ته وټاکه.
سيالې لوبډلې په 19 اورونو کې د ټولو وېکټو په زيان  يوازې 122 منډې وکړې او لوبه يې افغان ملي لوبډلې ته د 45 منډو په توپير وبايلله
راشد خان په درې اورونو کې د ديارلس 13 منډو په ور کولو سره درې لوبغاړي وسوځول چې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.




Post a Comment

0 Comments